تازه خبرونه

قبایلي سیمو کې ترهګریز بریدونه شوي

په باجوړ ضلع کې یو د سي ټي ډي اهلکار شهید شوې، ملاګورو کې وسله والو سره نښته کې یو د ایف ځواک سرتیري ژوند له لاسه ورکړې
د ضلع خیبر او باجوړ په سیمه کې په تیرو څو میاشتو کې ډیرې بدې پیښې مخې ته راغلي دي

ضلع خیبر کې پرون شهید شوي د سیپشل برانچ اهلکار قیوم خان جنازه په پولیس لاین پیښور کې ادا کړې شوه

ضلع خیبر: پاک افغان بارډر سره نزدې د ضلع خیبر په ملاګورو سب تحصیل کې وسله والو سره نن د خالي په رځ  د امنیتي ځواکونو نښتې شوي دي، نامعلومه ترهګرو ضلع باجوړ کې هم  یو د  سی ټي ډي اهلکار هدف ګرځولې او شهید کړې ی دې

د بشپړ تفصیلاتو ترمخه د ضلع باجوړ په ماموند تحصیل کې نامعلومه ترهګرو د سي ټي ډي یو اهلکار چې د سیفور په نامه پیژندل شوې، په هدف کړې او شهید کړې ی دې

د سرچینو ترمخه پولیسو سیمه کلابنده کړې او د ترهګرو پلټنې ی پیل کړې ،بل خوا د شهید اهلکار جنازه په باجوړ پولیس لاین کې ادا کړې شوه

فایل فوټو: باجوړ کې شهید شوې د سي ټي ډي اهلکار سیفور

د امنیتي او ځایی سرچینو ترمخه نن د خالي په ورځ د ماسپخین وروسته د ضلع خیبر په سب تحصیل ملاګورو کې هم د وسله والو سره په نښته کې یو د ایف سي ځواک اهلکار ژوند له لاسه ورکړو

د یو ځایی خبریال ترمخه د شهید شوي اهلکار پیژندګلو د لانس نایک رحمت شهید په توګه شهید شوې ده او وسله والو سره په نښته کې څلور د ایف ځواک سرتیري ټپیان شوي هم دي

په سوشل میډیا یو داسې انځور هم خپور شوې دې چې ویل کیږي چې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان دوه جنګیالي هم ځایی قبایلي اولس نیولې دي

ویل کیږي چې وسله والو سره ځایی قبایلي اولس هم نښته کړې ده خو د اولس لوري څه ځاني زیان راپور مخې ته نه دې راغلې

د سپیشل برانچ شهید اهلکار جنازه ادا شوه

بل لوري ته پرون په جمرود کې د پولیس  ځانګړې څانګې (سپېشل برانچ) د شهید شوي سرتېري د جنازې لمونځ ادا شوې دې

 د سپېشل برانچ اهلکار قیوم خان د شاکس روډ په سیمه کې نامعلومو ترهګرو د ډزو په پایله کې شهید کړی وو

د شهید شوي اهلکار  جنازه د بشپړو دولتي اعزازونو سره ادا شوه، چې پکې یو شمیر د پولیس مشرانو ګډون وکړو

د بشپړه تفصیل ترمخه ضلع خیبر د جمرود تاڼې اړوند د شاکس روډ په سیمه کې د نامعلومو کسانو د ډزو له امله شهید شوی د سپېشل برانچ کانسټېبل قیوم خان د جنازې لمونځ د پېښور په ملک سعد شهید پولیس لاین کې د بشپړو سرکاري اعزازونو سره ادا شو

د جنازې په مراسمو کې د سپېشل برانچ اېډیشنل آی جي کاشف عالم، سي سي پي او پېښور ډاکټر میاں سعید احمد، چیف ټریفک آفیسر ډاکټر زاهد الله، اېس اېس پي آپرېشنز فرحان خان، د ضلع خیبر ډي پي او وقار احمد، د پاک پوځ لوړپوړو افسرانو، د شهید خپلوانو او د پولیسو د افسرانو او سرتېرو لوی شمېر ګډون وکړ

په دې موقع د پولیسو چمتو سرتیرو  شهید ته سلامي وړاندې کړه، پولیس افسرانو د شهید پر جسد د ګلانو ګېډۍ کېښودې او د شهید د لوړو درجو لپاره ی ځانګړې دعاګانې وکړې د جنازې له ادا کېدو وروسته د شهید جسد د پولیسو د ځانګړي سکواډ په ملتیا د هغه خپل ټاټوبي ضلع خیبر ته ولېږدول شو، چېرې چې هغه د  پلرني کلي په ادیره کې خاورو ته وسپارل شو

نورخبرونه: جنوبي وزیرستان کې ترهګریز برید: مولانا سلطان د سخت ټپي کیدو وروسته ساه ورکړې

په وادي تیراه کې اپریشن:  ځایی اولس له تیراه کډه کول پیل کړي

Related Articles

د اېټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) د مدیره پلاوي ځانګړې ناسته جوړه شوې ده څو په ایران کې د وروستیو پرمختګونو او د اټمي خوندیتوب د اندېښنو په اړه بحث وکړي

March 2, 2026

د ایران دولتي رسنیو تایید وکړ چې د ایران لوړ مشر آیت‌الله علی خامنه‌‎ای په بریدونو کې وژل شوی، چې د منځني ختیځ کړکېچ نوره هم زیات کړی دی

March 2, 2026

طالبانو د امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو غندنه وکړه خو د ایران د لوړې مشر د مرګ په اړه یې څه ونه ویل

March 2, 2026

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له بحرین سره د‎ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سیمې د ثبات لپاره د احتياط غوښتنه وکړه

March 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *