اسلاماباد: پاکستان د افغان وګړو د ستنېدو په اړه خپله تګلاره په کلکه دفاع کړې او د افغان کډوالو واپسی ی قانونی او انسانی بللی ده
دا په داسی حال کی چې ایمنسټي انټر نيشنل د وزیر اعظم شهباز شریف په نوم پرانیستی لیک خپور کړی او پکې یې د افغان کډوالو د ناقانونه نیونو، ځورونو او شړلو تورونه لګولي
پاکستاني چارواکي وایي چې دا اقدامات قانوني، انساني او د ملي حاکمیت د کډوالۍ د کنټرول له نړیوالو اصولو سره سم دي.
چارواکو ټینګار وکړ چې پاکستان له څلورو لسیزو زیات د یو داسې انساني دود ساتنه کړې چې د پراخوالي او دوام له پلوه بېساری دی، او په میلیونونو افغان وګړي یې مېلمانه کړي چې د جګړو، بهرني اشغال او اوږدمهالې بېثباتۍ له امله له خپل هېواده وتلي وو.
د ګاونډي هېواد د سختو جګړو پر مهال، پاکستان خپل سرحدونه پرانیستي وو
سره له دې چې خپله له ترهګرۍ، اقتصادي ستونزو او پرلهپسې بشري بحرانونو سره مخ و، او دا هر څه یې د نړیوالې ټولنې له لږ ملاتړ سره ترسره کړل.
د قانوني وضعیت په اړه وضاحت ورکولو سره، پاکستانی چارواکو وویل چې د پی او ار ټول کارډونه او د افغان تابعیت کارډونه پای ته رسېدلي دي.
پاکستان د ۱۹۵۱م کال د کډوالو کنونشن لاسلیک کوونکی نه دی او دایمي د کډوالو چوکاټ هم نه لري.
د چارواکو په وینا پاکستان د خالص انساني بنسټونو پر اساس، د کلونو په اوږدو کې پرلهپسې تمدیدونه ورکړي، چې افغان وګړو ته یې د قانوني استوګنې اجازه ورکړه، که څه هم دا قانوني حق نه و. چارواکو ټینګار وکړ چې دا تمدیدونه د نېک نیت اختیاري ګامونه وو.
پاکستان وایي هغه بنسټیز حالات چې په اصل کې یې له افغانستان څخه د پراخې کډوالۍ لامل شوي وو، اوس بدل شوي دي. افغان وګړي تر ډېره د جګړې، بهرنیو پوځي عملیاتو او د دولتي واک د نشتوالي له امله کډه شوي وو. نن ورځ، یو واحد واکمن نظام د افغانستان پر ډېری سیمو خپل واک ټینګ کړی دی.
که څه هم نړیواله ټولنه ممکن سیاسي یا اصولي اندېښنې ولري، خو د پاکستان په وینا افغانستان نور هغه فعاله جګړهییزه سیمه نه ده
چې څو لسیزې وړاندې یې د بېځایه کېدو لامل ګرځېدلې وه.
په دې بدلېدلي وضعیت کې، پاکستان داوطلبانه ستنېدل معقول، قانوني او له اخلاقي پلوه سم ګڼي. یو چارواکي وویل: «هیڅ هېواد نه شي کولای چې له میلیونو بېاسناده بهرنیو وګړو څخه تر نامعلوم وخته کوربهتوب وکړي، کله چې د تېښتې اصلي لامل له منځه تللی وي.» د حکومت په وینا، ستنېدل باید د خپل هېواد پر لور د بېرته تګ په توګه وکتل شي، نه دایمي پناه ځای څخه جبري شړنه.
چارواکو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پاکستان تل د منظم، پړاويز او انساني ستنېدو ملاتړ کړی، او د دې لپاره یې کافي خبرتیا، څو ځلې وروستۍ نېټې او لوژستیکي اسانتیاوې برابرې کړې دي. دوی وویل چې موخه هېڅکله سزا ورکول نه وو، بلکې د کډوالۍ د کنټرول بېرته راوستل وو، چې د نړیوالو اصولو له مخې د هر حاکم دولت حق دی.
پاکستان همدارنګه وغوښتل چې مسؤلیت باید په سمه توګه وټاکل شي، او له افغان چارواکو یې وغوښتل چې خپل وګړي ومني او بېرته یې په ټولنه کې مدغم کړي. که د بیا ادغام ستونزې شتون ولري، چارواکو وویل چې مسؤلیت د نړیوالې ټولنې او بشري بنسټونو دی چې افغانستان ته په مستقیم ډول د پراختیايي مرستو، د عاید د سرچینو او د بیا ادغام د پروګرامونو له لارې مرسته وکړي، نه دا چې دا بار تلپاتې توګه پر ګاونډیو هېوادونو واچول شي
د بشري ارزښتونو، سیمهییز ثبات او د باعزته ستنېدو پر ژمنتیا ټینګار سره، پاکستان اړوند ادارې وویل چې مېلمه پالنه د افغان دولت د مسؤلیت دايمي بدیل نه شي کېدای. سخاوت نه شي کېدای چې د مکلفیت په توګه تعبیر شي، چارواکو وویل، او زیاته یې کړه چې تلپاتې حل په داوطلبانه ستنېدو، په افغانستان کې دننه نړیوالو مرستو او عادلانه د بار وېش کې نغښتی دی، نه په پرلهپسې فشار پر یوه کوربه هېواد چې لا یې له خپلې ونډې ډېر کار کړی دی
نورخبرونه: جماعت الاحرار: قومندان سربکف مومند په ویډیو کې راڅرګند شوې
جرمني په خپله افغان کډوال یواځې پریښودل خو په پاکستان نیوکې کوي