تازه خبرونه

د پاکستان پوځ ویاند: افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې شتون لري

د پاکستان پوځ ویاند ډي جي ایی ایس پي ار ویلي دي چې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان مرکز افغانستان دې
ډي جي ایی ایس پي آر ویلي دي چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد روښانه دریځ لري

د پاکستان پوځ ویاند لیفټننټ جنرل احمد شریف په تازه بیان کې وویل چې په خیبر پښتونخوا کې ترهګرۍ لپاره مناسب چاپیریال برابر شوې دې ځکه د ترهګرۍ پیښې زیاتې دي

اسلام آباد:  د پاکستان  پوځ ویاند  لیفټیننټ جنرال احمد شریف چودري ویلي دي چې د تېر کال په ترهګریزو بریدونو کې تر ټولو زیات  شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې  په خیبرپښتونخوا کې شوې دي

 د هغه په وینا، په خیبر پښتونخوا کې  ځینو سیمو کې ترهګرو ته “سیاسي پلوه مناسب چاپېریال” برابر شوې  چې وضعیت یې پیچلی کړې دې

ډي جي ایی ایس پي ار  سینیر خبریالانو لپاره د امنیتي وضعیت په اړه په بریفنګ کې وویل چې تېر کال د ترهګرۍ پر ضد پراخ عملیات ترسره شول

ټول هېواد کې ۷۵،۱۷۵ استخباراتي عملیات ترسره شول، نږدې ۵،۴۰۰ ترهګریزې پېښې ثبت شوې؛د قانون پلي کوونکو او ملکي وګړو ۱،۲۳۵ کسان شهیدان شول

هغه زیاته کړه چې ریاست د ترهګرۍ پر ضد روښانه دریځ لري، مهم ګامونه یې پورته کړي او نړیوالې ټولنې د پاکستان هڅې ستایلې دي. ده ټینګار وکړ چې فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان  له اسلام سره تړاو نه لري

ترجمان وویل چې روان کال کې تر اوسه ۵،۳۹۷ ضد ترهګرۍ عملیات ترسره شوي، ټینګار ی وکړو چې په دې عملیاتو کې په خیبرپښتونخوا کې ۱۴،۶۵۸ عملیات او په بلوچستان کې ۵۸،۷۷۸ عملیات ترسره شول

هغه یادونه وکړه چې تېر کال ۲۷ ځانمرګي بریدونه وشول، دا خبره ی هم په ډاګه کړه چې هیواد کې  ترهګري له ۲۰۲۱ وروسته زیاته شوې ده

 ده د سیمې پر بدلونونو او دوحې تړون ته په اشاره وویل چې ژمنې باید په بشپړ ډول پلي شي

د پوځ ویاند د خپلو څرګندونو په دوام کې وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې ۲،۵۹۷ ترهګر وژل شوي او په ځینو سیمو کې ترهګرو لپاره مناسبه فضا جوړولو د ترهګریزو پیښو او ناامنۍ سبب شوې ده

هغه وویل چې ټولې اړوندې ادارې به د ملي عمل پلان   د بشپړ تطبیق لپاره همغږي روانه ساتي

افغانستان د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان مرکز دې: ډي جي ایی ایس پي آر

د پوځ ویاند اوویل چې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان بسټیز مرکز افغانستان دې ، ټینګار ی وکړو چې ټول ترهګر تنظیمونه افغانستان کې دي او په افغانستان کې ی روزنه کیږي

ډي جي آیی ایس پي آر وویل چې له شام څخه ۲۵۰۰ دوه نیم زره ترهګر افغانستان ته راغلي دي

د پوځ ویاند  وویل چې تیرکال په اکتوبر میاشت کې افغانستان سره شخړه مخې ته راغله، ټینګار ی وکړو چې موږ بیا بیا افغانستان پوهه کړو چې دا خوارج ترهګر سمبال کړي او چې کله دا کار افغانستان و نه کړو نو بیا په یو څو ساعتونو کې مو افغان پوستې په نښه کړې

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *