تازه خبرونه

پاکستان په هند کې د لږکیو د ساتنې لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه کړی

د بهرنیو چارو وزارت د کرسمس پر مهال د ورانکارۍ او د مسلمانانو پر ضد د دولتي ملاتړ لرونکو کمپاینونو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هند کې د لږکیو پر ضد د تاو تریخوالي پیښو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده

د پاکستان وزارت خارجه په بیان کې ویلي چې د کرسمس په مهال مسیحي ټولنې سره ناروا سلوک شوې ، کورونه او د عبادت ځایونه ی نړول شوي چې دا ټول د غندنې وړ کارونه دي

اسلام‌اباد، دسمبر ۲۹، ۲۰۲۵: پاکستان په هند کې د لږکیو، په ځانګړي ډول د مسلمانانو، پر وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونې پېښې په کلکو ټکو غندلې او دا یې د جدي اندېښنې وړ بللې ده او د نړیوالې ټولنې ی غوښتي چې دې وضعیت ته پوره پاملرنه وکړي

د کرسمس پر مهال د ورانکارۍ او په هند کې د مسلمانانو پر ضد د روان تاوتریخوالي په اړه د رسنیو پوښتنو ته په ځواب کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي طاهر اندرابي وویل چې وروستي پرمختګونه د نه زغملو، تعصب او د زیان‌منونکو ټولنو پر وړاندې د دولتي ملاتړ لرونکو اقداماتو یوه اندېښمنه بڼه څرګندوي

د وزارت خارجه په بیان کې وویل شوی د کرسمس پر مهال د ورانکارۍ غندل شوې پېښې، او همداراز د مسلمانانو پر ضد کمپاینونه ،  چې پکې د کورونو نړول او پرله‌پسې د خلکو وژل او وهل ټکول شامل دي ، چې  د هند د مسلمانانو ترمنځ ی ډار رامنځته کړې دې

ویاند د پخوانیو پېښو یادونه هم وکړه، چې پکې د محمد اخلاق قضیه شامله ده، او دا تورونه یې یاد کړل چې عاملین له حساب ورکولو خوندي ساتل شوي دي

ویاند وویل د چې ددې ډول قربانیانو لېست، له بده مرغه، ډېر اوږد دې او زیاته یې کړه چې دا کړنې په ټول هند کې د لږکیو لپاره د ناامنۍ فضا رامنځته کوي

پاکستان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دغه پرمختګونه له نږدې وڅاري او د هند د زیانمنو ټولنو او لږکیو  د اساسي حقونو د ساتنې لپاره لازم ګامونه واخلي

 په بیان کې ټینګار شوی چې د لږکیو د حقونو خوندي کول د سیمې د ثبات او د نړیوالو بشري حقونو د ژمنو د پوره کولو لپاره بنسټیز اهمیت لري

Related Articles

د کال ۲۰۲۵ په وروستۍ میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې د امیر پرته بل هیواد ته جګړې لپاره تلل به بغاوت وي

January 13, 2026

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *