د داعش-خراسان ډلې د ترهګر محمد شریف الله امریکا ته سپارل د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې یو مهم بدلون بلل کېږي
دا خبره د برتانیا وتلې ورځپاڼې دی ډیلي ټیلیګراف په یوه تازه راپور کې کړې ده
ورځپاڼه لیکي چې ۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره د ستر ډیپلوماتیک او ستراتیژیک بریالیتوب کال ګرځېدلی،په ځانګړي ډول د امریکا سره د اړیکو په برخه کې کوم چې یو ښه پرمختګ بلل کیږي
د راپور له مخې، پاکستان په نړیوال ډګر کې پر هند سیاسي برلاسی ترلاسه کړ او د اغېزمنو ډیپلوماتیکو هڅو له لارې یې په واشنګټن کې خپل دریځ پیاوړی کړو
راپور وایي چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان همکاري، په ځانګړي ډول د شریف الله نیول او امریکا ته سپارل، د امریکا د هغه وخت د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ادارې سره اړیکې له سره تعریف کړې. شریف الله د کابل هوایي ډګر د ابي ګېټ په خونړي برید کې لاس درلود، چې پکې امریکایي سرتېري هم وژل شوي وو
امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کانګرس غونډې ته په خپله وینا کې په ښکاره ډول له پاکستانه مننه کړې وه او ویلي یې ووچې زه غواړم په ځانګړي ډول، د پاکستان له حکومته مننه وکړم چې د دې بلا په نیولو کې یې مرسته وکړه.
واشنګټن پاکستان په اړه تګلاره بدله کړه
د ټیلیګراف د راپور له مخې، د شریف الله تر سپارلو وروسته پاکستان ته د سوداګرۍ په برخه کې لا ښه امتیازات ورکړل شول، چې د ځینو نورو هېوادونو په پرتله یې غوره شرایط تر لاسه کړل. راپور زیاتوي چې د واشنګټن په سیاسي حلقو کې د پاکستان لابي د هند د پراخو هڅو سربېره، تر ډېره بریالۍ ثابته شوه
ورځپاڼې د جون په میاشت کې امریکا ته د فیلډ مارشل عاصم منیر سفر بېساری بللی دی. د راپور له مخې، هم فیلډ مارشل او هم د پاکستان وزیراعظم ته د اوول دفتر مستقیم لاسرسی ورکړل شو. وروسته ټرمپ د غزې د اوربند په اړه خبرو کې عاصم منیر ته د خپل خوښ فیلډ مارشل خطاب هم کړی و
پاکستان پر هند ډیپلوماتیک برلاسی
راپور د اپرېل د میاشتې د پهلګام له برید وروسته رامنځته شویو تاوتریخوالو ته هم اشاره کوي. هند د امریکا منځګړیتوب رد کړ، خو پاکستان د سولې هڅې وستایلې او ډونلډ ټرمپ یې د نوبل د سولې جایزې لپاره ونوماوه
د ډیلی ټیلیګراف په وینا، همدې توپیر په واشنګټن کې د دواړو هېوادونو دریځ روښانه کړ
راپور دا هم وایي چې پاکستان ځان د منځني ختیځ په کچه د یو مهم سیمهییز شریک په توګه مطرح کړ. اسلاماباد له خلیجي هېوادونو، ایران او سعودي عربستان سره نږدې اړیکې وساتلې. د دې ترڅنګ، کله چې امریکا د مهمو معدني سرچینو په لټه کې ده، پاکستان د نږدې شپږ ټریلیون ډالرو په ارزښت د معدني زېرمو د لاسرسي وړاندیز هم وکړ.
دی ټیلیګراف په پای کې لیکي چې همدا ټول عوامل دي چې ولې پاکستان د ټرمپ د ادارې لپاره یو له مهمو سیمهییزو شریکانو څخه وګرځېد او کامیابه ډپلومیسی ی اومنلی شوه