په نړۍ کې د عام خلکو دا بیانیه جوړه شوې او پخه شوې ده چې ګوندې دا ترهګري او سخت دریځي یوازې مسلمانان کوي، نا داسې هیڅکله هم نه ده
د نړیوال هیوادونو او د عام اولس دا بیانیه بې اساسه او غلطه ده چې ترهګري او سخت دریځي یوازې مسلمانان کوي او بیا په ځانګړې توګه د پاکستان په اړه دا د درواغو او د بې اساسه خبرونو په وسیله د عام انسانانو سوچ پوخ شوې چې ګوا کې د پاکستان خلک ترهګر دي
خو حقیقت له دې برعکس دې ځکه د مسلمانې نړۍ پرته او بیا په ځانګړې توګه له پاکستان پرته داسې هیوادونو شته چې مسلمانانو شمیر پکې کم هم دې او غیرمسلمان پکې زیات دي خو که په هغه هیوادونو کې اوګورې نو د ترهرګرۍ او وخشت داسې پیښې پکې مخې ته راځي چې انسان ورته حیران شي
وړمه ورځ په رسینو کې داسې یو راپور خپور شو چې د هند په اړیسا ایالت کې یو بنګله دیشي مسلمان له هندوانو له لوري قتل کړې شو
د خپور راپور ترمخه د مغربي بنګال له یوه ۳۰ کلن مسلمان ځوان سره، د هند په اړیسا ایالت د سمبلپور په ولسوالۍ کې له هندي وګړیو لوري وهل ټکول وشول او ژوند ی له لاسه ورکړو
د هندي رسنیو د راپور له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په شپه رامنځته شوه، چې پکې بریدګرو یاد ځوان د بنګلهدېشي تن په شک په بېرحمانه او په ډیر زور ظلم سره اووهل
راپورونه وايي، وژل شوی کس جېول شیخ نومېده، د مغربي بنګال د مرشدآباد ولسوالۍ د چک بهادرپور د کلي اوسېدونکی و او په اړیسا کې یې د مزدورۍ کار کاوه. پېښه د شانتنګر په سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې جېول شیخ له کاره کور ته راستنېده
پولیس وايي، د برید په تور ۶ کسان نیول شوي دي او پلټنې یې روانې دي
د هندي رسنیو په وینا، د وژل شوي ملګري مزدور پلتو شیخ ویلي، دوی د چای په یوه کوکه ،هوټل کې ناست وو، چې یوې ډلې له جېول شیخ سیګرټ وغوښته، ورپسې یې ترې پېژندپاڼه وغوښته او د ده د اصلي کلي په اړه یې پوښتنې وکړې
د پلتو شیخ په وینا، سره له دې چې هغوی کارډ ور وښود، خو پر ده باندې کسانو د ډنډو سره برید وکړ. د برید په پایله کې د جېول شیخ سر سخت ټپي شو او وروسته ی له دې سخت ټپي کیدلو له امله ساه ورکړه
د هندي وګړو له لوري په ډنډو ګوزارونو سره یو شیمیر نور کسان هم ژوبل شول
پورته یاده پیښه دا ښایی چې ترهګري یو هیواد یا مذهب سره تړل په بشپړه توګه غلط او بې اساسه کار دې او دا کار باید تکرار نه شي ځکه ترهګري او سخت دریځي د پاکستان پرته په نورو هیوادونو او دمسلمانۍ پرته په نورو مذهبونو او مسلکونو کې هم شتون لري او دا باید د یو قوم ،مذهب او یو هیواد پورې و نه تړل شي دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د پورته راپور څخه دا په ښکاره ډول څرګندیږي چې د هند هندوان د مسلمانانو پر وړاندې څومره زیاته کرکه لري چې بیلګه ی پورته په ناوړه پیښه کې ذکر شوه