تازه خبرونه

د اسرایل لوري صومالي لینډ په رسمیت پیژندلو اعلان: پاکستان ی غندنه کړې

د بهرنيو چارو وزارت وايي پاکستان د مرکزی جمهوريه صوماليه د حاکميت، يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا بشپړ ملاتړ کوي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند د صومالي لینډ له اسرایل لوري پيژندنه غندلې ده

د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتنياهو اعلان کړی چې اسرائيل به په کرنه، روغتيا او ټېکنالوژۍ کې له صومالي‌لېنډ سره همکاري پراخه کړي

اسلام‌اباد :  پاکستان د اسرائيل له‌خوا د صوماليې د جلا غوښتونکي سيمې صومالي‌لېنډ د خپلواک هېواد په توګه د پېژندلو اعلان په کلکو ټکو رد کړی او وویلی دی دا د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه ده

د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند په يو خپور شوي بيان کې وويل، پاکستان د فدرالي جمهوريه صوماليه د حاکميت، ملي يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره خپله بې‌سارې او ټينګه ملاتړ بيا تائيدوي او په هېواد کې د دايمي امن او ثبات لپاره د کېدونکو ټولو هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي

بيان زياتوي چې پاکستان د صوماليې د حاکميت، يووالي او ځمکنۍ سالمتيا د کمزورې کولو هر ډول هڅه په کلکه ردوي. د وياند په وينا، د اسرائيل له‌خوا د صومالي‌لېنډ د خپلواکۍ د پېژندلو اعلان يو ناقانونه او پاروونکی اقدام دی، چې نه يوازې د ورور هېواد صوماليې امن او ثبات ته ګواښ پېښوي، بلکې د ټوله سيمې امن او سلامتي هم زيانمنوي

د بهرنيو چارو وزارت پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې دا ډول اقدامات رد کړي او د سيمې د روانو امنيتي هڅو د زيانمنېدو د مخنيوي لپاره اسرائيلو  د مخنيوي په موخه اغېزمن رول ولوبوي

بيان کې په څرګندو ټکو دا هم ويل شوي چې پاکستان د فلسطيني ولس د خپلې خاورې څخه د جبري ايستلو هر ډول اقدام په بشپړه توګه ردوي او د فلسطينيانو د حقِ خوداراديت د عادلانه مبارزې لپاره خپله نه ماتېدونکې ملاتړ ته دوام ورکوي همدارنګه، د ۱۹۶۷ کال نه وړاندې سرحدونو پر بنسټ، د القدس الشريف د پلازمېنې په توګه د يو خپلواک او آزاد فلسطيني دولت د جوړېدو بشپړ ملاتړ هم بيا تائيد شوی دی

تر دې وړاندې، اسرائيل د نړۍ لومړنی هېواد شو چې په رسمي ډول يې د صوماليې جلا غوښتونکی سيمه صومالي‌لېنډ د يو خپلواک هېواد په توګه وپېژنده. د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتنياهو اعلان کړی چې اسرائيل به په کرنه، روغتيا او ټېکنالوژۍ کې له صومالي‌لېنډ سره همکاري پراخه کړي.

د صومالي‌لېنډ ولسمشر عبدالرحمن محمد عبداللهی دا پرمختګ يو تاريخي شېبه بللې ده. خو بل لور ته، د صوماليې صدراعظم حمزه عبدي بري دا اقدام په سختو ټکو رد کړی او ويلي يې دي چې هېواد يې دا د خپل حاکميت پر ضد يو قصدي بريد ګڼي

شنونکي وايي، د اسرائيل له‌خوا د صومالي‌لېنډ پېژندل کېدای شي نور هېوادونه هم ورته اقدام ته وهڅوي، چې له امله به د صومالي‌لېنډ نړيوال حيثيت او نړيوالو بازارونو ته لاسرسی زيات شي، خو دا کار د سيمې د ثبات لپاره جدي پوښتنې هم راپورته کوي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *