اسلاماباد : د وزیراعظم شهباز شریف په رسمي بلنه د متحده عربي امارات ولسمشر شيخ محمد بن زايد النهيان پرون پاکستان ته راورسید، د نوموړي د راتګ په مناسبت د شاندار او تاریخي هرکلي بشپړ چمتووالی نیول شوی و
د پاکستان هوايي حریم ته د داخلېدو سره سم د پاک فضايي ځواک جنګي الوتکو د اماراتي ولسمشر الوتکه په حفاظتي حصار کې واخیسته او فضايي سلامي يې ورکړه، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ او درناوي څرګندونه کوي۔
د بهرنيو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د متحده عربي امارات ولسمشر سره د وزیرانو او لوړپوړو چارواکو پر مشتمل یو لوړپوړی پلاوی هم پاکستان ته راغلی دی. د دې دورې پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، سيمهييزو او نړیوالو مهمو موضوعاتو، او د ګډو ګټو پر چارو هر اړخیز بحثونه وشو
ویاند زياته کړه، چې د شيخ محمد بن زايد دا سفر د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اوږدمهاله، ورورولۍ پر بنسټ ولاړو او تاریخي اړیکو څرګندونه کوي. دا سفر به په ځانګړي ډول سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، پرمختيايي همکاریو او سيمهييز ثبات ته نوره هم وده ورکړي
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او محمد بن زید النهیان مهمه لیدنه
وزیراعظم شهباز شریف د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهیان سره ولیدل
په دې مهمه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو لا ډېره پیاوړتیا تر بحث لاندې ونیول شوه
د دې ملاقات په اړه په خپور شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا زیاتولو په اړه سلا مشورې وشوې
اعلامیه زیاتوي چې د شیخ محمد بن زاید النهیان د یو اې اي صدر په توګه پاکستان ته لومړی رسمي سفر و.
یاد یادونه وشی چې د د اماراتو د صدر هرکلی وزیراعظم شهباز شریف ، مرستیال وزیراعظم اسحاق ډرا او فیلډ مارشل عاصم منیر وکړ، د یو اې اي صدر سره د متحده عرب اماراتو یو لوړپوړی پلاوی هم مل و. په لیدنه کې د پاکستان وزیراعظم او د متحده عرب اماراتو ولسمشر د بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکارۍ د پراخولو امکاناتو، پانګونې، انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او نورو برخو کې د همکارۍ د زیاتولو پر اهمیت غور وکړ
سیمه ایز ثبات په اړه د همکارۍ کولو ژمنه
اعلامیې له مخې، دواړو د هیوادونو مشرانو د سیمې او نړیوالو مسلو او شخړو پر مهمو حالاتو هم ټینګار وکړ. دواړو هیوادونو مشرانو په یو شمیر مهمو موضوعاتو او نږدې اړیکې ساتلو هوډ تازه کړ او د دوهاړخیزو اړیکو پر مثبت پرمختګ یې د قناعت او اطمینان څرګندونه وکړه
د اعلامیی ترمخه دواړو هېوادونو د سولې، ثبات او دوامدار پرمختګ د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ګډ کار د دوام ژمنه هم تکرار کړه
د وزیراعظم دفتر په وینا، د متحده عرب اماراتو صد شیخ محمد بن زید النهیان د پاکستان یوه ورځ سفر تر بشپړ کیدو وروسته بېرته خپل هیواد ته ستون شو