تازه خبرونه

 کې ایس اې  له پاکستان او افغانستان حکومت څخه مهمه غوښتنه کړې

په پيښور پوهنتون کې د خیبر سټوډنټس ایسوسي ایشن مشرانو له پاکستان او افغانستان چارواکو څخه غوښتي چې کابل او نورو ولایتونو کې راګیر پاکستاني زده کوونکو له دې اجازه ورکړل شی چې دوی پاکستان ته راشي
د پیښورپوهنتون زده کوونکو له اړوند چارواکو اوغوښتل چې په قبایلي سیمو کې دې په سکولو کې لکه د نورو سیمو په څیر اسانتیاوې ورکړل شي

د پیښور پوهنتون زده کوونکو خبري غونډه کې اوویل چې دوی په سیمه کې د تعلیم د پرمختګ لپاره هڅې کوي او د زده کوونکو د ستونزو په اړه خپل غږ او غوښتنې اړوند چارواکو ته رسوي

لنډي کوتل: ډسټرکټ پریس کلب لنډیکوتل (رجسټرډ) کې نن د چهارشنبې په ورځ  د خیبر سټوډنټس ایسوسي ایشن نوې منتخب شوې مشر عالم زیب آفریدی او پخوانی صدر او پېټرن ان چيـف رشید احمد شینواری د ایسوسی ایشن له نورو غړو سره ګډه خبري غونډه وکړه

خبري کانفرنس ته په وینا کې د پیښور پوهنتون زده کوونکو د حکومت پام د سرحدونو د تړلو له امله راګیر د خیبر پښتونخوانخوا او د  ملک نورو برخو څخه تعلق لرونکي زده کوونکو د ستونزو په لور راواړول

د زده کوونکو اتحادیی مشرانو د له پاکستان او افغانستان حکومتونو څخه  غوښتنه وکړه چې پاکستاني زده کوونکو ته دې لار ورکړل شی ترڅو دوی خپل هیواد ته راستانه شی او ددوی وخت ضایع نه شي

په دې موقع هغوی د خیبر سټوډنټس اسوسی ایشن    د اهدافو او مقاصدو په اړه هم بشپړ معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د ایسوسی ایشن بنیادی هدف دا دی چې د ضلع خیبر زده کونکو ته د زده کړو په میدان کې اسانتیاوې برابرې کړي او د دوی د ستونزو د حل لپاره غږ پورته کړي

هغوی زیاته کړه چې کې ایس اې  نویو زده کونکو ته د پېښور پوهنتون د داخلې په اړه بشپړه لارښونه ورکوي، د مختلفو سرکاري او غیر سرکاري ادارو په ملاتړ د زده کونکو لپاره وړیا تعلیمي او فني کورسونه برابروي، تعلیمي او تفریحي دورې تنظیموي او د ځوانانو د کلتوري وړتیاوو د څرګندولو لپاره د “کلچر نایټ” په څېر پروګرامونه هم تابیا کوي

وروسته یې له حکومته غوښتنه وکړه چې په ضلع خیبر کې له اوږدې مودې راهیسې بند سرکاري  ښوونځي دې زر تر زده  پرانستل شي څو د ماشومانو تعلیمي مستقبل خوندي شي

هغوی دا غوښتنه هم وکړه چې د ګورنمنټ پوسټ ګرېجویټ کالج لنډیکوتل لپاره د زده کونکو د استوګنې لپاره جوړ شوې هاسټل دې هم  بېرته فعال کړل شي، او په کالج کې موجود د بس سروس دې هم بحال کړې شي تر څو له لرې پرتو سیمو څخه راتلونکو زده کونکو د تګ راتګ ستونزه هواره شي

 هغوی دا  غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستانی زده کوونکو لپاره دې هم زر تر زر انتظامات وشی ترڅو دوی خپل هیواد ته راستان شي په خبري غونډه کې یې له وزیراعلیٰ سهیل آفریدی او مینا خان آفریدی څخه ځانګړې غوښتنه وکړه چې  ضلع خیبر د تعلیم سیکټر ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي ، ټینګار ی وکړو چې د زده کونکو د ستونزو د حل لپاره دې عملي ګامونه واخلي او داسې پخې پالیسۍ دې جوړې او عملي  کړي چې ځوانان لوړې زده کړې وکړي او د ملک او قوم خدمت وکړي

Related Articles

په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستان–افغانستان سرحد نژدې درنې نښتې راپور شوې، چارواکو لا د ښکېلو خواوو په اړه معلومات نه دي ورکړي

February 25, 2026

د ایدریس ستانکزۍ توند انتقاد د سرحدي کړکېچونو په زیاتېدو سره د طالبانو ملاتړو پر ضد د زیاتېدونکي ناراضګۍ څرګندونه کوي

February 25, 2026

پر څو سرحدي نقطو د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ دوه‌خواهه ډزې روانې دي، درنې وسلې کارول شوي، خو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی

February 25, 2026

د ډیپلوماتیکو اصولو سرغړونه: د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني پاکستان ته ګواښونه کړي

February 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *