تازه خبرونه

پاکستان د ایټمی کمانډ په اړه د فارین پالیسي ادعاوې رد کړې دي

د پاکستان چارواکي وایي ۲۷م اساسي ترمیم یوازې په اداره کی بدلونونه راولي او د ایټمی کمانډ په چوکاټ کې بشپړ ملکي واک او د ځواکونو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کوي

1 min read

په اسلام‌اباد کې د پاکستان د پارلمان ودانۍ عمومي انځور چې پکې بحث روان دی

پاکستاني چارواکي وایی چې د پاکستان اټومي پرېکړه‌کول لا هم منسجم، راتلونکې ته متوجه او د ملي امنیت له اهدافو سره بشپړ سمون لري، چې د فارن پالیسي په یاد شوي تحلیل کې یې ناسم انځور وړاندې شوی دی

December 14, 2025

اسلام‌اباد :  پاکستان د امریکایی فارن پالیسي مجلې په هغه وروستي رپورټ رد کړی په کوم کی چی  ادعاوې شوی چې ,,د پاکستان ۲۷م اساسي ترمیم د دې هېواد ایټمې کمانډ ګډوډوي

 پاکستاني چارواکو دغه تحلیل ناسم، ګمراه کن او بې‌ځایه وېروونکی بللی او ویلي یې دي چې دا د پاکستان د ایټمې کمانډ  او کنټرول جوړښت په ناسم ډول انځوروي

د پاکستان پارلمان په وروستو کی د پاکستان په اساسي قانون کی ۲۷م ترمیم کړی وو چی پکی ی د پاکستان په پوځ کې انتظامی اختیارات بدل کړي

 چارواکي وایي چې یاد مطلبي معلومات په انتخابي ډول تفسیر کړي او محدود اداري بدلونونه یې په داسې ډول وړاندې کړي چې د پاکستان د اټومي پروګرام د ثبات او څارنې په اړه بې‌اساس اندېښنې پیدا کوي. د هغوی په وینا، د پاکستان اټومي کمانډ  لا هم پیاوړې، روښانه او بشپړ ملکي واک تر چتر لاندې ده

د پاکستان د ایټمی  نظام په محور کې د ملي کمانډ اداره ،این سي اې ده چې مشري یې د وزیراعظم پر غاړه ده او په ټولو ایټمی  ټکنالوژیو، سیسټمونو او پالیسیو بشپړ او ازاد واک لري

 په دې اداره کې د بهرنیو چارو، دفاع، مالیې او کورنیو چارو وزیران، د ګډو ځواکونو د لوی کمېټې مشر، د پوځ، سمندري ځواکونو او هوايي ځواک مشران، او د ستراتېژیک پلانونو د څانګې مشران شامل دي چې د ادارې د منشي په توګه دنده ترسره کوي

چارواکو زیاته کړه چې که څه هم د ۱۹۹۸ کال راهیسې د سي جې سي ایس سي او ډي جي ایس پي ډي  دندې ډېری وخت د پوځ افسرانو ته سپارل شوې، خو د پاکستان درې‌ګوني پوځي جوړښت د تری-سروس تل دا باوري کړې چې د هوايي ځواک او سمندري ځواکونو نظرياتي او عملیاتي ونډه د ایټمی ځواک  په مواثره فعالیت اډانه ده. د دوی په وینا، همدا شمولیت د بشپړ سپېکټرم مخنیوي د اصولو سره سم یو مضبوط دریځ رامنځته کړی دی

چارواکي وایي چې د ملي کمانډ  د ۲۰۱۰ کال قانون لپاره د ۲۷م اساسي ترمیم اغېزې تر ډېره اداري بڼه لري. د دغه ترمیم له مخې نوي جوړ شوي  انتظامی عهدی  لکه د دفاعي ځواکونو مشر سي ډي ایف  او د ملي ستراتېژیک قوماندې قومندان سي این ایس سي  شامل دی

د چارواکو په وینا دا بدلونونه د اټومي پرېکړو پر ملکي واک هېڅ اغېز نه لري او نه هم هغه میکانېزمونه بدلوي چې له لارې یې ستراتېژیکې پرېکړې عملي کېږي. برعکس، د سي ډي ایف او سي این ایس سي معرفي کول به د ځواکونو ترمنځ همغږي، بنسټیزه یو والی او د ستراتېژیک پلان جوړول لا نور هم پیاوړی کړي د چارواکو په وینا، دا اصلاحات د پاکستان د ستراتېژیک قوماندې جوړښت لا مسلکي کوي او د هېواد د مخنیوي تګلارې باور، ثبات او دوام په وړاندې بيايي . هغوی زیاتوي چې د پاکستان اټومي پرېکړه‌کول لا هم منسجم، راتلونکې ته متوجه او د ملي امنیت له اهدافو سره بشپړ سمون لري، چې د فارن پالیسي په یاد شوي تحلیل کې یې ناسم انځور وړاندې شوی دې

Related Articles

په نن ورځ ۱۶دسبمر کال ۲۰۱۴ ترهګرو د پیښور په آرمي ښوونځي برید وکړو او له ۱۴۰ زیات ماشومان او زده کوونکي ی په ډیر بې دردۍ شهیدان کړل

December 16, 2025

د افغانستان طالب چارواکو لوري په دې هیواد کې د تعلیم نظام په اړه دی نیشنل انټرسټ خبرداری ورکوي چې د طالبانو ستراتیژي له القاعده او داعش سره ورته والی لري

December 16, 2025

سونیا نواز د ایس ډي اي او ډیره اسماعیل خان او ثمینه شهناز د پهاړ پور ایس ډي اي او په توګه د دندې ترسره کولو چارج واخستلو

December 16, 2025

د نوي ژوند ادبي، کلتوري او فلاحي تنظیم اسلام‌اباد د پیښور آرمي سکول شهيدانو په یاد کې ۱۱مې کليزې په مناسبت یوه درنه مشاعراه او ادبي دستوره تابیا کړې وه

December 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *