تازه خبرونه

 د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ  وایی په شام کی د وژل شوي درې امریکایانو بدل به اخلي

د امریکا ولسمشر د پالمیرا ترڅنګ پر کمین برید کې داعش ډله ذمه واره ګنړي، پنټاګون وايي یوازینی بریدګر وژل شوی او پلټنې لا روانې دي

1 min read

د شام مرکزي حمص ولایت د پالمیرا سیمې ته نږدې د امریکا او شام امنیتي ځواکونه د مرګوني کمین وروسته ګډ فعاليتونه ترسره کوي

په دې وروستیو کې هم د امریکا په واشنګټن ډي سی کې یو افغان وګړي دوه امریکایی سرتیري په ډزو اوویشتل چې یوه ښځینه سرتیرې بیا وروسته ساه ورکړه

December 14, 2025

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مرکزي شام کې  د هغه برید د بدل اخستو ژمنه کړې په کوم  برید کی چې  دوه امریکايي سرتېري او یو ملکي ترجمان ووژل شو

 واشنګټن دا برید   داعش ډلې  ته منسوب کړی، د برید په اړه پلټنې لا هم روانې دي

برید د شام  د حمص ولایت د تاریخي ښار المیرا ته نږدې هغه مهال شوی وو چې امریکايي ځواکونه د پنټاګون په وینا د داعش ضد روانو عملیاتو په لړ کې د مهمو مشرانو له استازو سره  لیدنې کولی

د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام  ویلي، برید د یوه یوازيني وسله‌وال له خوا ترسره شوی، چې وروسته ورسره نښته شوې او وژل شوی دی

د دفاع وزیر پېټ هېګسېت هم ویلي چې بریدګر د شریکو ځواکونو له لوري له منځه وړل شوی

 ډونلډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې وویل، دا برید د امریکا او شام پر ضد د داعش برید و او خبرداری یې ورکړ چې سختې پایلې به ولري. هغه زیاته کړه چې د شام ولسمشر احمد الشرع له دې پېښې په اړه سخت اندېښمن دی. ټرمپ دا هم وویل چې درې سخت ټپیان شوي امریکايي سرتېرو ژوند هم له خطر سره مخ دې

د امریکا دفاع وزیر هم د حکومت دریځ تکرار کړ او ویې ویل، که هر څوک په نړۍ کې هر ځای امریکایان په نښه کړي نو دوی به ی هم په نښه کړي  

امریکايي چارواکو ویلي، دا برید له تېر کال وروسته د امریکايي ځواکونو پر وړاندې لومړنی مرګونی برید دی، کله چې د شام  پخوانی ولسمشر بشارالاسد له واکه لېرې شو.

د درې امریکایانو تر وژل کېدو تر څنګ دوه شامی سرتېري هم ټپیان شوي دي. او دغه ټپیان بیا امریکایی هیلی کاپټرو کی عراق پولې ته نزدې اډی ته انتقال شوي

خو د برید په اړه جزیات لا هم متضاد دي. که څه هم سنټکام دا پېښه د داعش کار بللی، خو  شامی چارواکو او ځینو ځایي سرچینو رویټرز ته ویلي چې بریدګر ښايي د شامی ځواکونو غړی و

د شام  د کورنیو چارو وزارت  ویاند ویلي، څو ورځې وړاندې د بریدګر په اړه یوه ارزونه شوې وه چې پکې د افراطي افکارو اندېښنې ښودل شوې وې او د هغه په اړه پرېکړه تر برید وړاندې پاتې وه

په ترکیه کې د امریکا سفیر ټام بارک دا پېښه  بزدلانه ترهګریز کمین  بللی، چې د امریکا او سوریې پر ګډې ګزمې ترسره شوی و، او ټپي شویو سوريایي سرتېرو ته یې د ژر روغتیا هیله څرګنده کړې ده. خو شنونکي وايي، د امریکايي چارواکو څرګندونې یو له بل سره توپیر لري او ځینې وروسته څرګندونې دا احتمال هم راپورته کوي چې دا ښايي د دننه کسانو برید وي

د امریکا دفاع وزارت ویلي، پېښه لا هم تر فعالو پلټنو لاندې ده او د وژل شویو امریکايي سرتېرو هویت به تر هغه نه اعلانېږي څو د هغوی خپلوان خبر نه شي.

له دې پېښې وروسته، امریکايي چارواکو په سوریه کې د خپل اوږدمهاله پوځ شتون  او د داعش پر وړاندې د مبارزې ژمنه بیا تازه کړې ده. دا مهال شاوخوا دوه زره امریکايي سرتېري د داعش پر ضد د لس کلن ماموریت په ترڅ کې د سوریې په شمال ختیځ کې مېشت دي. که څه هم داعش په ۲۰۱۸ کال کې سیمه‌ییزه ماتې وخوړه، خو لا هم وخت ناوخت بریدونه ترسره کوي

شنونکي خبرداری ورکوي چې د سیمې دوامدار ثبات به له غچ اخیستونکو ګواښونو زیات، د سوریایي شریکانو سره پر همغږۍ، ګډو عملي ګامونو او د دې برید د رښتینو شرایطو پر روښانتیا پورې تړلی وي، ځکه سیمه لا هم د جګړې له اوږدو کلونو وروسته له بې‌ثباتۍ سره مخ ده

Related Articles

د پاکستان چارواکي وایي ۲۷م اساسي ترمیم یوازې په اداره کی بدلونونه راولي او د ایټمی کمانډ په چوکاټ کې بشپړ ملکي واک او د ځواکونو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کوي

December 14, 2025

امریکایی جریدې په راپور کې ویلي دي چې افغان طالبانو په بګرام هوایی ډګر کې زړې امریکایی جنګي الوتکې او زغره وال ګاړي یوازې رنګ کړي دي

December 14, 2025

د اسټریلیا چارواکو تر اوسه د مشکوک بریدګر نوم نه دی اعلان کړی، د ټولنیزو رسنیو ناسم او جعلي معلومات رد شوي

December 14, 2025

د خیبر پښتونخوا په مهمند او بنو ضلعو کې ترسره شويو عملياتو کې د فتنه الخوارج وسله وال په نښه شوی سرچینی وایی دې ترهګرو ته د هند ملاتړ حاصل دی

December 14, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *