تازه خبرونه

د افغانستان ملي مقاومت: په پاکستان کې د ټي ټي پي تر نوم لاندې بریدونه د افغان طالبانو او القاعدې له لوري ترسره کېږي

د افغانستان د طالبانو په ضد جوړ ملي مقاومت څرګندوي چې د طالبانو، القاعدې او نورو سختدریځه ډلو جنګیالي په ګډه عملیات کوي او ټي ټي پي یوازې د سرلیک په توګه کارول کېږي؛ د بهرنیو جنګیالیو راتګ د طالبانو په امر روان دی

1 min read

د افغانستان ملي مقاومت ویاند علي نازري د پاکستان په اړه د طالبانو او القاعدې د بریدونو په اړه خبري مهمې څرګندونې کړي دي

په افغانستان کې د افغان طالبانو د سخت دریځې پر ضد یو شمیر مقاومتي ګروپونه فعال دې او دی له افغان طالبانو سره نښتې کوي

December 9, 2025

کابل : د افغانستان د ملي مقاومت د بهرنیو اړیکو مشر علي نازري ویلي دي چې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان   تر نوم لاندې بریدونه په حقیقت کې د افغان طالبانو او القاعدې جنګیالیو په مرسته ترسره کېږي

 این ار ایف دا خبره د ټولنیزو رسنیو له لاری کړی،  د افغانستان رژیم له خوا په دی کوم ښکاره غبرګون نه دی راغلی د پاکستان او افغانستان ترمنځه روان مخ په زیاتی ترینګلی اړیکو کی طالبان رژیم دریځ ورکړی چی په افغانستان د فتنه الخوارج یا ټی ټی پی موجودیت نشته خو پاکستان دعوی لری او وایی هغوی د افغانستان طالبانو رژیم ته ټی ټی پی د ترهګریز فعالیتونو ثبوتونه هم ورکړی

 این ار ایف  ټینګار کړی چې ملي مقاومت د افغانستان دننه د دغو سخت دریځه ډلو په ضد عملیات  هم کوي

 ددی مقاومت ویاند علي نازري وویل چې د ازبکستان اسلامي غورځنګ ، طالبانو مختلفې څانګې او القاعده په ګډه د یوه متحد ترهګریزې شبکې په توګه فعالیت کوي، او ډېر ځله د TTP سره یو ځای په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي. هغه وویل ,,دا ګډوډي نه ده، بلکې دا یوه قصدي د طالبانو اداره شوې ترهګریز شبکه ده

د ملي مقاومت له خوا څرګنده شوې چې طالبان د ټي ټي پي ، القاعده، الزرالله او نورو ډلو جنګیالي په بیله بیلو ځایونو کې کاروي. افغان مقاومت ځواکونه وايي چې هره اوونۍ بهرني جنګیالي د طالبانو په امر جګړې ته راځي او هماغه جنګیالي وروسته په پاکستان کې کارول کېږي

نازري زیاتوي  چې دغه ډلې که څه هم مختلف نومونه لري، خو ټول یو ډول جنګیالي دي او یو ډول ملاتړي لري

هغه ټینګار وکړ چې افغان طالبان د دې بریدونو له  مسوولیت انکار کوي  خو په هم دوی په حقیقت کې د سرحدونو ترشا ترهګریز عملیات تنظیموي او ترسره کوي

مهمه ده چې یادونه وشی چې دا څرګندونې د افغانستان دننه د طالبانو په فعالیتونو د یوه نادرې لیدلوري په توګه مطرح کېږي او ښکاره کوي چې د طالبانو رول د پاکستان پر ضد بریدونو کې فعال دی، سره له دې چې دوی په عامه توګه دا ډول تورونه ردوي

Related Articles

د افغان طالب چارواکو سره په ګډه غونډه کې افغان دیني عالمانو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د بهرني تجاوز په صورت کې د نظام او خاورې دفاع فرض عین ګڼل کېږي

December 11, 2025

افغان طالبانو وایی چې هیواد ته راستانه شوي ۴۱۰ کورنۍ او (۲۳۲۴)افراد خپلو سیمو ته ولیږل شو

December 11, 2025

اسلام‌اباد وایي چې د پولې دواړو غاړو د ناامنۍ سرچینه د TTP خوندي پټ ځایونه دي.

December 10, 2025

این ار ایف وایي برید په دوو مرحلو کی نصب شوي بم او راکټي حملو—کې ترسره شوی او د طالبانو د بټالین د رئیس الارکان هم وژل شوي

December 10, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *