تازه خبرونه

برتانیه کې دوو افغان ځوانانو ته د ۱۵ کلنې نجلۍ د تېري په قضيه کې  د اوږدی مودی د بند سزا اورول شوې

د برتانیه عدالت لوري جان جهانزيب ته ۱۰ کاله او ۸ مياشتې، او اسرار نيازل ته ۹ کاله او ۱۰ مياشتې قيد سزا ورکړل شوې؛ دواړو ځوانانو په جرم اعتراف کړی
د سرچنیو ترمخه د نړي په بیله بیلو هیوادونو کې افغان وګړي په خطرناکو جرمونو کې ککړ دي او نیول شوي دي

په برتانیه کې د افغان وګړو دې جرم وړاندې په امریکا کې هم افغانان په ترهګریزو بریدونو کې نیول شوي دي او زندان ته لیږل شوي دي

د برتانیه محکمې دوو افغان ځوانانو ته د ۱۵ کلنې نجلۍ د تښتولو او جنسي تېري د قضیې په تړاو د اوږدې مودې د بند سزاګانې اورولې دي

 د پېښې پر وخت دواړو ځوانانو عمرونه ۱۷ کاله وو

د راپورونو له مخې، جان جهانزيب ته ۱۰ کاله او ۸ مياشتې قيد ورکړل شوی، او اسرار نيازل ته ۹ کاله او ۱۰ مياشتې بند ټاکل شوی دی. دواړو ځوانانو په محکمه کې  خپل جرم منلی دی

څیړنی ښيې  دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې متاثره نجلۍ له خپلو ملګرو بېله شوې وه. دواړو ځوانانو نجلۍ په چل له ځانه سره نژدې پارک ته بوتله او هلته يې پر هغې جنسي تېری وکړ

محکمې د دواړو ځوانانو پر وړاندې دا سختې سزاګانې وروسته اورولې چې هغوی د جرم په کولو سره مجرم وګرځول شول  او خپله تېروتنه يې ومنله

د برتانیی حکومت په وروستو کی د مهاجرینو او پناه اخستونکو په اړه قوانین هم بدل کړی دی او په برتانیه کې د اوسیدو او شهريت  دپاره ی موده شل کلونو ته زیاته کړی حکومت وایی برتانیه ته راتلونکی مهاجرینو له امله په جرمونو کی هم زیات والی راغلی

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *