تازه خبرونه

خیبر پښتونخوا حکومت له خوا د سي ټي ډي پراخو اصلاحاتو منظوری ،په پېښور کې به نوی سیمه ییز مرکزي دفتر جوړیږی

وزیراعلیٰ سهیل افریدی د ۱۸۶ ډیټیکټیو پر ځای د ۶۳۸ فیلډ آپریټرانو د ګمارلو منظوري ورکړه؛ ۲۱ ضلعو کې منجمد پروژې بیا فعالېږي
د سي ټي ډي او لکي مروت پوليس ځواکون, د وانډه امير خان په شاوخوا سيمه کې د ګډ عملياتو پر مهال دا مهم قوماندان له منځه وړې دې

د پولیسو او سي ټي ډي له لوري وژل شوې ترهګر قوماندان په یو شمیر د قتل، باج اخستنې او یو شمیر نورو جرمونو کې ککړ وو

پېښور — د خیبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ سهیل افریدی د دوشنبې په ورځ د کاؤنټر ټیرر ازم ډیپارټمنټ (سي ټي ډي) مهمه غونډه په مشرۍ ترسره کړه او د ترهګرۍ ضد ظرفیت د پیاوړتیا لپاره یې څو مهمې اصلاحات منظور کړل.

د غونډې د بریفینګ پر بنسټ، وزیر اعلیٰ د ۱۸۶ سي ټي ډي ډیټیکټو پر ځای د ۶۳۸ مستقل فیلډ آپریټرانو د مقررولو اصولي منظوري ورکړه. دغه نوې جوړې شوې ډلې به په ټوله صوبه کې سایبر پېټرولینګ، استخباراتي کار، څارنه او فیلډ عملیات ترسره کوي.

وزیر اعلیٰ په پېښور کې د نوي سي ټي ډي سیمه ییز مرکزي دفتر د جوړولو اصولي منظوري هم ورکړه، چې دا کار له ډېر وخت راهیسې د امنیتي اړتیاوو له امله غوښتنه کېده.

غونډه کې پرېکړه وشوه چې په ۲۱ ضلعو کې د سي ټي ډي دفترونو د جوړولو هغه پرمختیایي پروژه چې له اوږدې مودې راهیسې منجمد وه، بېرته فعاله شي. د یادو دفترونو جوړول به شاوخوا ۴٫۳ میلیاردو روپیو په لګښت جوړیږی.

سربېره پردې، وزیر اعلیٰ د سي ټي ډي لپاره د نوو وسایطو، عصري وسلو او پرمختللو وسایلو د اخیستو لپاره ۷٫۷۷ میلیاردو روپیو منظورۍ اعلان وکړ.

اپریدی هدایت ورکړل دغه اصلاحات عملي کړی په بنیادی اډانه کی بدلون راولی او بهرتی کولو کار په وخت پورا کړ ی. دوی ټینګار اوکړو چی په سی ټی ډی پروجو کی د حفاظتی ګامونو خیال اوساتلی شی

هغه زیاته کړه: “صوبایي حکومت د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره په بشپړه سنجیدګۍ سره کار کوي. د منابعو کموالی به د امن په ټینګښت کې خنډ نه ګرځي.”

غونډه کې وزیر اعلیٰ ته د سي ټي ډي د فعالیتونو، روانو عملیاتو او ترلاسه شوی کامیابو په اړه هم معلومات ورکړل شول

Related Articles

د عملیاتو “غضب للحق” تازه جګړه کې افغان طالبانو ته سخت جاني او مالي زیان رسېدلی؛ تر ۴ مارچ پورې ۴۸۱ جګړه ماران وژل شوي او سلګونه پوځي پوستې تباه شوي دي

March 5, 2026

غیر تصدیق شوي راپورونه وایي چې ځینې مشران د خپلو کورنیو سره خوندي سیمو ته تللي دي

March 5, 2026

مخکې د لوړې محکمې قاضي رچرډ اسپیرمین په هتک عزت دوسیه کې د بریګیډیر (ر) راشد نصیر په حق کې فیصله کړې وه

March 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *