تازه خبرونه

د عمران خان بیانیه یوازی  سیاست  ته نه بلکې ملي امنیت ته ګواښ دی:  ډې جی آئی ایس پی آر

د پاکستان پوځ ویاند وویل چې د پي ټي آیی مشرتابه وایی پوځ سیاست کوي، جنګ نه شي کولې، ولې دوی و نه لیدل چې د پاکستان پوځ څنګه جنګ وکړو؟
ډي جي ایی ایس پي آر په خبري کانفرنس کې وویل چې د پي ټي آیی مشر وایی پوځ سیاست کوي او جنګ نه شي کولې، ولې دوی و نه لیدل چې پوځ څنګه جنګ وکړو

لیفټیننټ جنرال احمد شریف چودهري وايي چې د پي ټي آیی بنسټګر لوري د پوځ پر ضد بیانه له بهر رسنیو پاڼو څخه خپریږي او بیا دې ته هندي او افغان رسنی هم هوا ورکوي

راولپنډی : د پاکستان  پوځ د عامو اړیکو د څانګی آیی ایس پي آر   مشر لیفټیننټ جنرال احمد شریف چودهري د جمعې په ورځ په قوي لهجه د پاکستان تحریک انصاف بندی مشر عمران خان د  پوځ ضد بیانونه وغندل او هغه یې “د وهمي ذهنیت لرونکی شخص” وباله چې روایت یې د سیاست له چوکاټه وتلی او د ملي امنیت په مستقیم ګواښ بدل شوی دی

 د مطبوعاتي غونډې په پیل کې، ډي جي آیی ایس پي ار  وویل چې په هیواد کې یو امنیتي خطر ” رامنځته شوی، چې پوځ ته یې د ځواب ورکولو اړتیا پېښه کړې، هغه په څرګنده وویل چې دا خطر د یوه داسې شخصیت له وهمي ذهنیت څخه راولاړېږي چې خپله انا یې دومره لویه کړې چې فکر کوي چې زه یو داسې لوی شخصیت یم چې بل داسې شخصیت نشته ، وې ویل چې هغه د خپل انا سیاست کوي

پوځ ته مستقیم ګواښ

لیفټیننټ جنرال چودهري زیاته کړه چې عمران خان په پاکستان پوځ داسې نیوکې او حملې کوي نو ددې څه مطلب چې هغه د بل کوم هیواد پوځ ته لار او ځای ورکوي

هغه وویل د هغه سیاست د  پاکستان د ملي امنیت مسئله ده او د پاکستان امنیت او ثبات لپاره یو لوی ګواښ جوړ شوې دې

د پوځ ویاند اوویل چې دوی وایی چې پوځ جنګ نه شي کولې، ولې دوی و نه لیدل چې د پاکستان پوڅ څنګه وجنګیدل ، دوی به هم د پوځ ضد بیانیه کوله چې پوځ سیاست کوي ، جنګ نه کوي، ولې دوی و نه لیدل چې پوځ څنګه په میړانه و جنګیدل

ډي جي ایی ایس پي ار  ټینګار وکړو چې د پوځ د لپاره اړینه ده ټول ابهامات لرې کړي او وښيي چې دا روایت څنګه د داخلي او بهرني قوتونو په ګډه کارول کېږي.هغه وویل چې د پوځ هر سرتېری، له هر قوم، ژبې، مذهب او سیاسي فکر څخه  راځي، خو یونیفورم یې ټول توپیرونه ختموي.

“موږ د پاکستان لپاره مړه کېږو، ټینګار ی وکړه چې موږ  د کومې سیمې، ژبې  سیاسي غرض او مقصد لپاره نه مړه کیږو بلکې یوازې پاکستان لپاره ځان قرباني کوو، وې ویل چې که څوک پوځ باندې د خپل انا لپاره برید کوي، نو موږ به هم بې وسلې مقابله کوو

هغه ټولو سیاستوالو ته پیغام ورکړو چې د سیاسي شخصیتونو عزت کوي دوی ته به درنه سترګه ګوري  خو پوځ دې له سیاسي جګړو لرې وساتي

ډي جي ایی ایس پي آر د عمران لوري د  پوځ پر ضد ټویټونه په اړه د  بهرني رسنیو پاڼو او هندي رسنیو ته اشاره وکړه

لیفټیننټ جنرال چودهري د عمران خان د پوځ ضد ټویټونو ویډیو هم نندارې ته وړاندې کړه او زیاته یې کړه چې د پي ټي ایی  اړوند نامعلوم اکاونټونه دا مواد د بهر څخه خپروي. هغه اوویل چې  اصل بیانیه هم دې ذهني مریض خپره کړه، دا بیاینه بیا هندي پاني له بهر څخه چلوي او بیا ی هندي رسني هم خپروي او د پاکستان ضد دې بیانییی ته هوا ورکوي

ډي جي ایی ایس پي آر وویل چې عظمی خان په هندي میډیا باندې پي ټي ایی ته د برید کولو خبرې کوي او بیا هندي رسنۍ څومره په خوشحالۍ سره د پاکستان پوځ مشر پر ضد دا خبرونه چلوي

 هغه وویل چې هندي رسنۍ د پوځ د مشر پر ضد د عمران خبرې په ساعتونو خپروي. ځکه چې هغه د پوځ او خلکو ترمنځ د دراړ پیدا کولو هڅه کوي، هغه دا هم وویل چې د افغانستان ځینې کړۍ او د “خوارجو ملاتړي” اکاونټونه هم د عمران دغه د پوځ  ضد بیانونه خپروي

ډي جي آیی ایس پي ار وویل چې دا ټول یو ګډ پلان دی، هدف یې د پاکستان پوځ دې ، ټینګار ی وکړو چې ددوی موخه د پاکستان پوځ او مشرتابه بې ثباته کول دي

د پوځ مشر وویل چې دوی خو په خیبرپښتونخوا کې حکومت دې، الته څومره ستونزې دي، ولې دوی د هغې صوبې په اړه خبرې نه کوي ، په صوبه ی کې ی امنیت او ترهګرۍ ستونزې دي ، ولې دوی ددې په اړه خبرې نه کوي ، باید دوی اصلي هم ددې صوبې ستونزې وچیړي او خپرې ی  کړي

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *