تازه خبرونه

د طالبانو هند ته تلل لنډ مهاله حل- اوګد محاله ستونزی

د کابل هند‌پالنه نه شي کولای هغه امنیتي واقعیتونه بدل کړي چې له پاکستان، ایران، چین، روسیې او منځني آسیا سره د افغانستان اړیکې ټاکي.

1 min read

د طالبانو هند ته تلل لنډ مهاله حل- اوګد محاله ستونزی

د کابل له هند سره د اړیکو پراخول اقتصادي ساه غواړي، خو جغرافیه، امنیتي اندېښنې او سیمه‌ییز سیاستونه لا هم د افغانستان راتلونکې ټاکي

November 20, 2025

لکه څنګه چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د پنځو ورځنیو سوداګریزو خبرو لپاره نوي ډهلي ته رسېږي، پاکستان دا پرمختګ د حیرانتیا په سترګه نه، بلکې د هغو نمونو د تکرار په توګه ګوري چې کلونه یې درک کړي دي. دا سفر، چې د امیر خان متقي د اکتوبر ملګرو ملتونو د معافیت له لارې ترسره شوې اته ورځنۍ ډيپلوماټیکې سفرۍ پسې راغلی، هغه حقیقت تصدیقوي چې اسلام‌آباد یې له ډېر وړاندې یاداوه: طالبان هرکله چې تر فشار لاندې شي، ایډیالوژي پرېږدي او سیاسي اسانتیا غوره کوي. هند، چې د کابل له خوا د سیمه‌ییزو امنیتي اندېښنو د نه منلو له امله رامنځته شوی تش ځای یې احساس کړی، په همدې تشه کې دننه شوی.

د پاکستان لپاره دا د ګډوډۍ وخت نه، بلکې د روښانتیا شیبه ده. دا هغه څه پیاوړي کوي چې د ۲۰۲۱م کال راهیسې یې لیدلي: د طالبانو د حکومت چلند د لنډمهاله بقا پر محور راګرځي، نه پر منظمې تګلارې. اندېښنه د دې له امله نه ده چې افغانستان خپلې اړیکې پراخوي—پاکستان ترې هېڅکله مخالفت نه دی کړی—بلکې له دې امله چې کابل له خپلو نږدې ګاونډیانو سره د خپلو عاجلو مسؤولیتونو له پوره کولو پرته، لرې شریکانو ته مخه کوي.

د څلورو لسیزو پانګونه—چې انتخابي ډول هېرېږي

د شوروي یرغل پرمهال د پاکستان قربانۍ تش سمبولیک عمل نه، بلکې بنسټیز او ساختماني وې. د میلیونونو کډوالو کوربه‌توب، د مجاهدینو د مقاومت لپاره د لوژستیکي ملا تړي برابرول، او د جګړې ټولنیزو او اقتصادي اغېزو زغمل—دا هغه مکلفیتونه وو چې هېڅ بل ګاونډي یې ترسره نه کړل. حتی د طالبانو د لومړۍ امارت (۲۰۰۱–۱۹۹۶) پرمهال، پاکستان هغه مهال دیپلوماتیک پېژندنه ورکړه چې نږدې هېڅ بل هېواد دې کار ته تیار نه و.

له اګست ۲۰۲۱ وروسته، پاکستان د نړیوال تعامل غوښتنه کوله، بشري اړتیاوې یې اداره کړې، او له زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو سره سره یې خپلې پولې پرانیستې وساتلې. خو په ډېر لږ وخت کې، طالب مشرتابه له هغه یوازیني ګاونډي سره د مشروع امنیتي اندېښنو د حل پرځای د نوي ډهلي په سرې غالۍ غځولو بوخت دی.

دا د وفادارۍ تمه نه ده—بلکې د هغو واقعیتونو د درک خبره ده چې هېڅ دولت یې له پامه نه شي غورځولای.

اصلي مسله: امنیت، نه چی د تګلارې خطا

اسلام‌آباد تل ویلي چې سوداګریزه تنوع د افغانستان خپلواک حق دی. خو هغه څه چې پاکستان، او هېڅ مسؤل دولت یې نه شي منلی، دا دی چې وسله‌والې ډلې د افغان خاورې څخه د فعالیت اجازه ولري. له ۲۰۲۱ راهیسې، پر پاکستان د پولې پورې وتلي بریدونه ډېر شوي—چې په کې ملکي وګړي او امنیتي سرتېري په نښه کېږي. د تحریک طالبان پاکستان لوړپوړي مشران په افغان ښارونو کې په ښکاره ګرځي او پلانونه جوړوي—دا موضوع د سیمې د ګڼو امنیتي ادارو لخوا ثبت شوې ده.

پاکستان کره معلومات، دقیقې نقشې او شواهد ورکړي، خو ځواب یا انکار دی، یا د پلمو سیوری. دا دریځ د منلو وړ نه دی. هېڅ هېواد نشي زغملای چې ګاونډی یې له خپلې خاورې د بریدونو منبع وي، او بیا هم د خلاصې پولې، ازاد تګ راتګ او سیاسي امتیازاتو غوښتنه وکړي.

په همدې حال کې، د کابل د چارواکو د هند پر لور سفرونه د مسؤولیت نه، بلکې د مسؤولیت څخه د تېښتي په څېر ښکاري—بنسټیزې امنیتي ننګونې پاتې دي، خو سیاسي ننداره روانه ده.

اسلامي یووالی: د سیاست ژبه، نه د پالیسي عمل

طالبانو د کلونو په اوږدو کې له پاکستان سره اړیکې د ورورولۍ، ایمان او ګډ هویت په ژبه تعریف کړې. خو کله چې د پولې مدیریت، د رسمي پولو منل، یا د ترهګرو د ضد اقدام خبره راپورته شي، دغه ورورولي ناڅاپه کمزورې شي.

په همدې حال کې، هند—هغه هېواد چې د شمالي ټلوالې ملاتړ یې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر وړاندې و—اوس له طالبانو سره د پوره درناوي ننداره ترلاسه کوي. دا تضاد پټ نه دی، او نه یې د اسلامي نړۍ هېوادونه له پامه غورځولی شي.

پاکستان خپله ۲۶۱۱ کیلومتره اوږده پوله حتی په سختو وختونو کې پرانیستې ساتلې، د انسان‌دوستانه تګ راتګ او سوداګرۍ ضمانت یې ورکړی. په مقابل کې، کابل نه یوازې د پولې د عادي مدیریت مخالفت کوي، بلکې د پاکستان ضد ډلو د مهار کولو لپاره هېڅ عملي ګام نه پورته کوي، خو د هغه هېواد لور ته په مینه ځي چې نه ورسره ګډه پوله لري او نه ګډې قربانۍ.

کشمیر: هغه چوپتیا چې تر هر څه لوړ غږ لري

شاید تر ټولو څرګند مثال د طالبانو ناڅاپه چوپتیا پر کشمیر ده. کلونه کلونه د کشمیر مسلمانانو یادونې د طالبانو په خطابونو کې وې؛ خو نن، د هند اته ورځنیو سفرونو، د وزیرانو لیدنو او رسنیز تمرکز سره سره—پر ماده ۳۷۰، ډله‌یزو بندیزونو او د مسلمانانو پر حقونو د برید یادونه نه کېږي.

دا چوپتیا نه نظریاتي بدلون دی، نه اعتدال—دا معامله ده. او په نړیوال سیاست کې، چوپتیا اکثر تر وینا ډېر څه وایي.

جغرافیه انتخاب نه لري

د افغانستان د هند پر لور حرکت شاید لنډمهاله سرلیکونه جوړ کړي، خو جغرافیه نه بدلوي. افغانستان بنده‌وچه هېواد دی. د هغه د سوداګرۍ لویه برخه د پاکستان له لارې تېرېږي. سره له سیاسي ژړو، افغان سوداګر بیا هم په کراچۍ، تورخم او چمن تکيه کوي، ځکه بدیل لارې یا ګراني دي، یا ورو، او یا جغرافیوي ستونزې لري.

د هند د چابهار لاره مرستندویه ده، خو د افغانستان–پاکستان د طبیعي اقتصادي اړیکو ځای نه شي نیولای. جغرافیه له احساساتو اغېز نه اخلي—عملیت غواړي، نه ننداره.

د افغانستان اقتصاد چې په دوه رقمي کچه راټیټېدونکی دی، د داسې سیاسي تجربو وس نه لري چې اقتصادي منطق پکې نادیده کېږي.

د پاکستان دریځ: کلک، ثابت، او له فشار نه متاثره نه

پاکستان د کابل د هند‌پالنې له امله نه ګډوډ شوی، نه اغېزمن شوی. د پاکستان تګلاره د دولتي بنسټونو پر اصولو ولاړه ده: د خوندي سرحدونو ساتنه، د TTP پر وړاندې عملي او ثابت اقدام، سیمه‌ییزه همکاري، او د نړیوالو منل شویو پولې درناوی. دا غوښتنې نه، بلکې د نړیوال نظام برخه ده.

پاکستان د افغانستان د اړیکو پراخوالي مخالفت نه کوي. هغه څه چې مطرح کوي یې، د مسوولانه ګاونډیتوب اصول دي—هماغه اصول چې چین، روسیه، ایران او منځنۍ آسیا هم پرې ولاړ دي.

راتلونکې لار: مخکې مسؤولیت، وروسته هیلې

هیڅ دوامدار افغان بهرنی سیاست له لرې مرکزونو نه پیلېږي، تر څو چې له نږدې ګاونډیانو سره اساسي مسلې حل نه شي. له هند سره سوداګرۍ موافقې شاید خبرونه جوړ کړي؛ خو د TTP پټنځایونه بحرانونه جوړوي.

طالبان نه شي ویلای چې پرانستې پولې غواړي خو پوله نه مني. نه شي کولای د هند پانګونه وغواړي، خو د هغو ډلو د فعالیت اجازه ورکړي چې هند ته ګواښ دي. نه شي کولای د پاکستان پر ملاتړ حساب وکړي، خو د پاکستان اساسي امنیتي اندېښنې له پامه وغورځوي.

انتخاب ډېر روښانه دی: لومړی مسؤلیتونه، بیا هیلې. که کابل دا اصل و نه مني، نو هغه بې‌ثباتي چې له خپل هېواده بهر ته لېږي، بېرته به ورګرځي—له ډېرې بیې سره.

افغانستان د لارو په څلورلاره ولاړ دی. کولی شي له خپلو نږدې ګاونډیانو سره ستونزې حل کړي او باثباته راتلونکی جوړ کړي؛ یا د لرې شریکانو له‌پاره لنډمهاله ننداره. لومړی لوری دوام لري؛ دویم تشه ننداره ده.

هېوادونه د دې پر بنسټ نه پېژندل کېږي چې په بهر کې څوک خوشاله کوي، بلکې پر دې چې په کور دننه کومې مسؤولیتونه پوره کوي. تر هغو چې کابل دا حقیقت و نه مني، هغه بحرانونه چې صادروي، بیا به هم ورته راګرځي—په لا سختو بڼو

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *