کويټه : د جامع صدیقیه کراچی مهتمم او نامتو دیني عالم مولانا منظور مینګل د چهارشنبې په ورځ د تعزیت لپاره له کراچۍ څخه قلات ته روان شول. د سفر پر مهال، د سوراب ـ قلات سیمې ته نېږدې د کالعدم ډلې بلوڅ بیلتون خوښو وسلهوالو د سړک د بندولو له امله ټولې موټرې ودرولې وې و سرچینو په وینا په دې موټرو کې د مولانا منظور مینگل موټر هم وو خو سرچینې وایی څو ساعته ی دا موټرې ودرولې پاتې شوې
اطلاعاتو له مخې، نږدې څلور ساعتونو وروسته د بي ایل اې کسانو لاره بېرته خلاصه کړه او موټرو ته ی د تګ اجازه ورکړله، چې له امله یې ټول مسافر، په شمول د مولانا منظور مینگل، خپل منزل ته بشپړ سلامت او په خیر سره ورسېدل
له دې پېښې وروسته د مولانا منظور مینگل نږدې کسانو او زوی خلکو ته ډاډ ورکړ چې مولانا صاحب په بشپړه توګه خوندي دي او هیڅ ډول زیان ورته نه دې رسول شوې ، هغوی له عامو خلکو وغوښتل چې په ټولنیزو رسنیو د خپرېدونکو افواه ګانو او غلطو خبرونو باور و نه کړي
نورخبرونه: بلوچستان کې ترهګري: یو قبایلي مشر او درې نور تنه وژل شوي