تازه خبرونه

لنډي کوتل کې دې  د فټ بال یو لوی میدان جوړ شي: معراج الدین شینواري

د خیبر سپورټس کلب مشر معراج الدین شینواري د آل پاکستان فټ بال ټورنامنټ ۲۰۲۵ فاینل لوبې په موقع نیوکې کړي چې لنډي کوتل کې د لوبو میدان نشته او د ځوانانو صلاحیتونه ضایع کیږي
لنډي کوتل کې د لوبو معیاري میدان نشته چې له امله ی ددې ځای لوبغاړي د ژور خفګان څرګندونه کوي

لنډي کوتل سیمې د پاکستان کرکټ او فټ بال قومي ټیمونو له تکړه لوبغاړي ورکړي دي چې د پاکستان نامه ی په نړیواله کچه روښانه کړې ده

لنډي کوتل: د خيبر سپورټس کلب ترسیوري لاندې په لنډي کوتل کې د خدای بخښلي احسام الدين شينواري او لياقت شینواري په یاد کې آل پاکستان  فټبال ټورنامنټ پاى ته ورسېد، پایلوبه د پاک شینواري او شینواري ستوري ټیمونو ترمنځ وشوه ،پاک شینواري کلب شینواري ستوري ته په پینلټي ککس کې ماتې ورکړه او فاینل ی وګټلو

د فاینل لوبې په موقع یوه لویه دستوره هم ترسره شو، د دستورې ګډون والو او د پایلوبې زرګونو نندارچینانو ته د خیبر سپورټس کلب مشر معراج الدین شینواری وینا هم وکړه ، هغه اوویل چې په لنډي کوتل کې د سپورټس ټيلنټ هېڅ کمی نشته،زیاته ی کړه چې  د دې سيمې ځوانانو د هېواد او قام نوم د بېلابېلو لوبو له لارې روښانه کړې خو له بده مرغه په لنډي کوتل کې معیاري د لوبو میدان نشته، هغه له اړوند چارواکو غوښتنه وکړه چې په لنډي کوتل کې دې یو لوی د لوبو میدان جوړ شي

پالوبه د ګورنمنټ محمد عمار شهید سینټینیل ماډل هایی سکول په میدان وشوه، په مقرره وخت کې لوبه برابره شو او د لوبې د ګټلو پریکړه په پینلټي ککس وشوه ، پاک شینواري کلب شینواري ستوري کلب ته ماتې ورکړه  او د آل پاکستان فټ بال ټورنامنټ   ۲۰۲۵ ی په خپل نوم کړو

د پایلوبې  ځانګړي میلمه کمانډنټ خيبر رائفلز کرنل سعيد احمد وو. له هغه سره يو شمېر نور مېلمانه هم موجود وو چې پکې د ۱۷۶ وینګ کمانډر ليفټننټ کرنل بلال،مېجر صبور خان،اسسټنټ کمشنر لنډي کوتل افراسياب زوبي،ډسټرکټ سپورټس آفیسر محمد حسين، اسسټنټ ډایریکټر سپورټس راحد ګل ملاګوري، د “کريټيو بلډرز” مشر ضياءالحق آفريدي،د تحصيل چيرمين شاه خالد او او ايس‌اېچ‌او عشرت شينواري هم شامل وو

د سپورټس محکمې لوري ګټونکي ټیم ته یو لک او په دویم پوزیشن ټیم ته ۵۰ زره روپۍ انعام ورکړل شو،  اې‌سي لنډي کوتل، کمانډنټ خيبر رائفلز او د کريټيو بلډرز سي‌اي‌او ضياءالحق آفريدي له لوري هم  د خيبر سپورټس کلب د منتظمينو او مشرانو لپاره نغد انعامونو اعلان وشو

د ضلع خیبر سپورټس محکمې له لوري ګټونکي ټیم ته یو لک روپۍ نغد انعام ورکړل شو

Related Articles

فوزیه کوفي د طالبانو له خوا پر خپل کور د قبضې او د خپلو خپلوانو په ګډون د بدخشان د اوسېدونکو د نیولو سخت غندنه کړې او دا یې یو بزدلانه اقدام بللی دی

May 2, 2026

د هند د “یوازینی پاکستان” بیانیه بې‌اثر شوې. پاکستان د بریالي ملکي-پوځي همغږۍ او متوازن بهرنۍ پالیسۍ له لارې یو ځل بیا په نړیوال ډیپلوماتیک ډګر کې خپل ځای ټینګ کړی دی

May 2, 2026

امریکا د هند له مخالفت سره سره د پاکستان د ایف-۱۶ الوتکو لپاره د ۴۸۸ میلیونه ډالرو تخنیکي مرستې منظوري ورکړې، چې د هېواد هوایي دفاع به لا پیاوړې کړي

May 2, 2026

ایران وړاندیز کړی چې د اټومي او توغندیزو مسلو په اړه په پاکستان کې له امریکا سره مستقیم مذاکرات وکړي، چې وال سټریټ ژورنال یې لویه ډیپلوماتیکه لاسته راوړنه بللې ده

May 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *