تازه خبرونه

 ضلع اورکزي کې ترهګرو په ضد اپریشن- ۱۹ فتنه الهندوستان خوارج له منځه یوړل شو

د پاکستان پوځ ویانده اداره وایی چې د ترهګرو پټنځایونه د استخباراتي معلوماتو له مخې په نښه شول، او د امنيتي ځواکونو له خوا دښمن ته دروند ځاني تاوان رسیدلې
امنیتي ځواکونو اړوند سرچینو ویلي دي چې ترهګرو ته به له دې هم سخت ځواب ورکړل شی او دوی ته به غاښ ماتې شکست ورکړو

د ترهګرو په ډزو وینګ کمانډر لېفټننټ کرنل جنېد عارف هم شهید شوې دې

د پاکستان د پوځ د وياند د وينا له مخې، د اورکزي په ضلع کې د امنيتي ځواکونو له‌خوا يو بريالی عمليات ترسره شوی چې په ترڅ کې ۱۹ ترهګر وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دا عمليات د اکتوبر د ۷مې او ۸مې نېټې تر منځ شپه کې ترسره شوی و. امنيتي ځواکونو دا کاروايي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ وکړه، او هغه ترهګر يې له منځه يووړل چې د هند ملاتړ ورسره و.

د پوځ وياند زياته کړه چې د ترهګرو پټنځایونه د استخباراتي معلوماتو له مخې په نښه شول، او د امنيتي ځواکونو له خوا دښمن ته دروند ځاني تاوان واوښت.

خو له بلې خوا، د هېواد د دفاع پر مهال لېفټننټ کرنل جنېد عارف، مېجر طيب راحت، او ۱۱ پوځيان د هېواد د ساتنې په لاره کې شهیدان شوي دي. .

د پوځ د وينا له مخې، د هېواد زړورو ساتونکو د لوړې مورال او بې‌سارې مېړانې سره جګړه وکړه او د خپل وطن د دفاع په لار کې ی خپل ژوند قربان کړ.

د پاکستان پوځ ویاندې ادارې د معلوماتو ترمخه هغه پوځي اهلکار او افسران چې شهیدان شول، نومونه ی لاندې ورکړل شوي دي.

لېفټننټ کرنل جنېد عارف

مېجر طيب راحت

نايب صوبېدار اعظم ګل

نايک عديل حسين

نايک ګل امير

لانس نايک شير خان

لانس نايک طالش فراز

لانس نايک ارشاد حسين

سپاهي طفيل خان

سپاهي عاقب علي

سپاهي محمد زاهد

د پاکستان پوځ ویاند وویل چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه به دوام ولري او هغه اتلان چې د هیواد د دفاع لپاره ی خپل ځانونه قربان کړل پاکستانۍ قام به ددوی قرباني کله هم هیره نه کړي.

 .

همدارنګه، د نايب صوبېدار اعظم ګل په اړه ويل شوي چې هغه د جمال مېله، کرم ايجنسي کې د ترهګرو د يو بريد پر مهال د خپلې دندې په وخت د شهادت لوړه درجه ترلاسه کړه. د سيمه ييزو سرچينو له مخې، نايب صوبېدار اعظم ګل د مرکزي کرم په سيمه کې پر خپله دنده بوخت و، چې د ترهګرو د حملې په نتيجه کې شهيد شو

نورخبرونه

قتل او باج اخستلو په یو شمیر مقدمو کې مطلوب تورن ادمې له منځه یوړل شو

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *