تازه خبرونه

بلوچستان کښې د فتنه هندمرستيال ترهه ګرو په ضد کامياب عمليات،۱۸ جنګيالي له مينځه اوړلي شوي

امنيتي ځواکونودا عمليات شيراني ضلع او د کوئټې غزا بند سيمو کښې کړې،لوئي شمير کښې وسله برآمد

1 min read

بلوچستان کښې د فتنه هندمرستيال ترهه ګرو په ضد کامياب عمليات،۱۸ جنګيالي له مينځه اوړلي شوي

کوئټه: شيراني ضلع او غزا بند کښې عمليات،18 ترهه ګر وژلي شوي

October 1, 2025

بلوچستان کښې د کالعدم بي ايل اے د ترهه ګرو په ضد امنيتي ځواکونو عمليات پراخه کړيدي ۔ د کوئټې ايف سي هيډ کوارټر باندې د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو د حملې وروسته سيکيورټي فورسز د انټلي جنس په بنياد د کوئټې په کلي واله علاقه غزا بند کښې د شرخوښو خلاف لټوني آپريشن کړيدي،دا آپريشن پوليسو،سي ټي ډي او ايف سي اهلکارو په ګډه کړې وو، د کارروائۍ دوران د ترهه ګرو او سيکيورټي فورسز ترمينځ د ډزو تبادله شوې چې پکښې د کالعدم تنظيم ۱۰ جنګيالي له مينځه اوړلي شويدي، د ترهه ګرو ډزو لوجې دوه سيکيورټي اهلکارهم ژوبل شوي وو۔ سيکيورټي سرچينو ترمخه ترهه ګر د بريدونو منصوبه جوړولو لپاره د غزا بند په غريزه علاقه کښې راجمع شوي وو،د دوي د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواکونو دغه آپريشن کړې وو او ټول ترهه ګر ئې وژلي دي،د وژل شوي ترهه ګرو نه وسله،لاسي بمونه او بارودي مواد ترلاسه شويدي ،د فتنه هند مرستيال دا ترهه ګر مختلف بريدونو کښې ککړ او قانون نافذ کونکي ادارو ته مطلوب وو،سيکيورټي فورسز سيمه د ترهه ګرو څخه صفا کولو لپاره لټوني عمليات جاري ساتلي دي ۔

ترهه ګرو په ضد عمليات نور هم سيوا کولو فيصله

د کوئټې کلي والې سيمې غزا بند آپريشن نه مخکښې سيکيورټي فورسز په
شيراني ضلع کښې هم د ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع ګټه ور عمليات کړي وو،د شرخوښو په ټهکانو د چهاپو دوران ترهه ګرو په سيکيورټي فورسز ډزې کړې وې ولې د جوابي کارروائۍ په مهال د کالعدم تنظيم اته ترهه ګر وژلي شوي وو،دې ترهه ګرو نه هم وسله او بارودي مواد برآمد کړي شوي وو، سيکيورټي چارواکي په ايف سي هيډ کوارټر د ترهه ګرو د حملې کوشش ناکامه کولو وروسته شيراني او غزا بند پوځي عمليات د هند پراکسيز لپاره لوئي زيان ګرځوي د شرخوښو په ضد روان عملياتو سره سره د دوي د سهولت کارو خلاف هم دائره د تنګولو فيصله شويده ۔ ياده دي چې کوئټه کښې د نهې په ورځ ترهه ګرو ايف سي هيډ کوارټر باندې د حملې کوشش کړې وو کوم چې سيکيورټي فورسز د موثره او فوري جوابي کارروائۍ د لارې ناکامه کړي وو،د سيکيورټي فورسز د کارروائې په مهال د ځانمرګي بريد ګر بشمول شپږ ترهه ګر له مينځه اوړلي شوي وو،دې حمله کښې دولس کسان شهيد شوي وو، کالعدم ټي ټي پي د دې بريد پړه په غاړه اخستي وه، د سيکيورټي فورسز په هيډ کوارټر ځانمرګي بريد کونکي د ايف سي جامے اغوستې وې او نور ترهه ګر په ساده کپړو کښې وو

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *