تازه خبرونه

د پاکستان کالعدم تنظيم ټي ټي پي يو مياشت دوران د ۴۷۶ کسان د وژلو ادعا کړې

ټي ټي پي د ستمبر مياشت بريدونو راپور خپور کړې،۳۰۰ څخه زيات بريدونه شوي،راپور
د پاکستان کالعدم تنظيم ټي ټي پي يو مياشت دوران د ۴۷۶ کسان د وژلو ادعا کړې

کالعدم ټي ټي پي د ستمبر مياشتې بريدونو راپور خپور کړې

کالعدم پاکستان تحريک طالبان د تيرې مياشتې دوران خېبرپښتونخوا کښې شوي بريدونو راپور خپور کړېدے ،راپور کښې وئيلي شويدي چې د تيرې مياشت دوران ئې جنګيالو ۳۵۹ بريدونه کړي وو ۔ د دې بريدونو په ترڅ کښې ۴۷۶ وژل کيدو او ۳۱۷ ټپیان کولو ادعا شويده ، راپور کښې زياته کړي شويده چې ياد بريدونه په شمالي او جنوبي وزيرستان،باجوړ او په ځني نورو سيمو کښې ترسره شوي وو۔ سيکيورټي سرچيني اګرچه د طالبانو د دې دعوؤ تصديق يا ترديد نه کوي خو تيره مياشت هم د خېبر پښتونخوا جنوبې ضلعو په خصوصي توګه لکي مروت،بنو،شمالي،جنوبي وزيرستان،دير او باجوړ کښې د ترهه ګرۍ پيښې رامخې ته شوي وې چې پکښې سيکيورټي فورسز سره سره عام وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړيدلې وه ۔ د پاکستان کالعدم تنظيمونه په افغانستان کښې خوندي مرکزونه لري او هم د هغې سيمو نه ترهه ګرۍ بريدونو لپاره جنګيالي استوي چې پکښې زياتره ترهه ګر سيکيورټي فورسز د لاسه وژل شوي هم دي ۔

Related Articles

تجزیه کاران وايي دا ماده مبلغین حکومتي استازي ګرځوي، څو د شیخ هبت الله اخندزاده مطلق واک او نه‌چیلنج کېدونکې واکمني ومنل شي

April 30, 2026

د دې تړون هدف دا دی چې ناکام کډوال د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستول شي، دا تړون د مې په اوومه په تاشکند کې کېږي

April 30, 2026

د اتحاد ایئرلائنز ۱۵ پاکستاني کارکوونکي له دندې لرې کړي، او یو ۱۸ کلن خدمت لرونکی کارکوونکی ته هم د ۴۸ ساعتونو کې د هېواد پرېښودو امر شوی دی

April 30, 2026

د هند د ټاکنو کمېسیون د ځانګړې بیاکتنې لاندې په لوېدیځ بنګال کې شاوخوا ۹۱ لکه رایه ورکوونکي له نوملړ څخه ایستل شوي دي

April 30, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *