تازه خبرونه

د آزاد کشمیر په مظفرآباد کې پر امن ریلی د عوامي ایکشن کمیټۍ برید، شپږ تنه ټپیان

د آزاد کشمير وزيراعظم له وړاندې ادعا کړې وه چې د دې احتجاج او د عوامي ایکشن کمیټۍ تر شا د هندوستان د تمويل شواهد موجود دي. په حيرانتيا سره د هند د بهرنيو چارو وزير راجنات سينګ هم په يوه څرګندونه کې دې ته اشاره کړې چې په آزاد کشمير کې د داسې تحريکونو تر شا هند لاس لري

1 min read

د مقبوضه جمو او کشیمر اولس غوښتنه کوي چې دوی له دې د آزادۍ حق ورکړل شي

که یو اړخ ته هند په ناقانونه توګه قبضه شوي مقبوضه جمو او کشمیر کې له کشمیري اولس د آزادۍ حق اخستې، وس په آزاد کشمیر کې هم ګډوډي رامنځته کوي

September 29, 2025

د آزاد کشمیر په مظفر آباد کې د  مسلم کانفرنس په امن  ریلی د زیارت په ورځ د شوي برید وروسته د کشمیري سیاست فضا بیا ګډوډه شوې ده. د مقامي سرچينو په وینا، د جوائنټ عوامي ایکشن کمیټۍ له خوا په ډزو کې شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چې سمدستي روغتون ته د لومړنۍ طبي مرستې لپاره انتقال کړل شول.

د پېښې تفصيلات او د ټپيانو حالت

پوليس او اداره وایي چې برید هغه مهال وشو کله چې ګډونوال د امن او عامه نظم په حق کې شعارونه ورکول. د لومړنیو پلټنو له مخې په برید کې ډزې د خلکو د مېشتو سیمو په لور شوې چې له امله يې ګڼو کسانو کې ویره او ګډوډي خپره شوه.

ټپيانو کې د دوو حالت نازک بلل کېږي او کېدای شي هغوی د لا ښه طبي سهولت لپاره راولپنډۍ يا اسلام‌اباد ته ولیږدول شي.

د اشتهازي عناصرو موجوديت

سرچينې زیاتوي چې د عوامي ایکشن کمیټۍ په ریلی کې د اشتهازي او مطلوبو کسانو موجوديت هم افشا شوی دی. مقامي خلک او اداره اندېښنه څرګندوي چې دغو عناصرو د ریلی نه د ګډوډۍ د خپرولو لپاره استفاده وکړه. په همدې مهال مقامي خلکو احتجاج هم وکړ او د اشتهازي کسانو پر ضد د عملیاتو غوښتنه یې وکړه.

د خلکو غبرګون او سړکونو ته راوتل

خلک د پېښې پر ضد سخته غوسه څرګندوي او د عوامي ایکشن کمیټۍ د وحشت او دې ظلم پر ضد یې خپل غبرګون ښکاره کړی. د خلکو په وینا د بازارونو تړل او هړتال کول د خلکو دښمن ایجنډا دی. هغوی خلکو ته اپیل کړی چې قانون په خپله لاس کې وانخلي. ښوونځي، روغتونونه او مارکیټونه تړل د خلکو په اصطلاح “خپل ځان وژنه” ګڼل شوې ده.

د فدرالي حکومت غبرګون: د خبرو دروازه خلاصه ده — وزيراعظم

وزيراعظم شهباز شريف مخکې ويلي چې حکومت د ۳۸ غوښتنو نه ۳۶ منلې دي او د خبرو دروازه لا هم پرانيستې ده. د هغه په وينا هړتال هېڅ دليل نه لري او موضوعات بايد د خبرو له لارې حل شي. نوموړي له خلکو د سولې غوښتنه وکړه او د ګډوډي خپروونکو د سازش د ماتولو غوښتنه یې وکړه.


د هند د تمويل تورونه

یادونه ده چې عوامي ایکشن کمیټۍ نن په ټول آزاد کشمير کې “پيه جام هړتال” کړی دی او د ۳۸ نکاتي اجنډا سره راڅرګنده شوې ده، چې حکومت ترې ۳۶ منلې دي خو پر ۲ ټکي لا هم بن‌بست موجود دی. اوس د دې پېښې وروسته دغه احتجاج او هړتال نور پرامنه نه دی پاتې شوی.

د آزاد کشمير وزيراعظم مخکې ادعا کړې وه چې د دې احتجاج تر شا د هند د تمويل شواهد موجود دي. په زړه پورې دا چې د هند د بهرنيو چارو وزير راجنات سينګ هم په يوه څرګندونه کې اشاره کړې وه چې د آزاد کشمير په داسې تحريکونو کې هند لاس لري.

د املاکو ساتنې او د قانون پلي کولو اپيل حکومت او مقامي اداره وایي چې د خپلو املاکو ورانول د خپلو ګټو پر ضد عمل دی. خلکو ته ويل شوي چې د خپلو لیک لوست کوونکو بچيانو د راتلونکي د خوندي کولو لپاره بايد سوله وساتل شي. د قانون پلي کوونکي ادارې له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې او اعلان يې کړی چې په بيړنۍ وضعيت کې به اړوند ککړ کسان ونيول شي

نورخبرونه

لس لکه هندي فوځیانو هم د کشمیریانو د آزادۍ جذبه ماته نه کړه: شهباز شریف

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *