تازه خبرونه

د هند کرکټ بورډ له لوري سپورټس کې سیاست او کرکه

هند کرکټ ټیم د میی جنګ بایللو له امله د دوبۍ په لوبغالي کې له محسن نقوي څخه د ایشیا کپ ۲۰۲۵ جام اخستلو انکار وکړو او پرته له ټرافۍ ګروانډ څخه لاړل

1 min read

سپورټس په نړۍ کې د امن او ثبات پیغام ورکوي خو هند کرکټ بورډ،بي سي سي آیی په سپوټس کې کرکه خپرولو یو نړیوال ریکارډ قایم کړو

په نړۍ کې د کرکټ مینه والو لوري د هند کرکټ بورډ د ایشیا جام اخستلو څخه انکار په سختو ټکو کې غندل شوې دې

د هند کرکټ  بورډ په ځانګړې لارښوونه د هندوستان لوبډلې په نړۍ کې د سپورټس په میدان کې د کرکې او د سیاست  کولو یو لوی ریکارډ قایم کړو او پرون د دوبۍ په لوبغالي کې  د هند لوبډلې د محسن نقوي څخه د جام اخیستلو نه انکار وکړ . .

د پاکستاني لوبغاړو سره د لاس ورکولو د انکار وروسته، د هند لوبډله د ایشیا کپ د ګټلو باوجود هم د کرکې او په سپورټس کې د سیاست څرګندونه کوي

که یو اړخ ته د ایشیا کرکټ کونسل صدر محسن نقوي څخه هندي کرکټ لوبغاړو د جام اخستلو انکار وکړو خو بل اړخ ته د ایشیا کرکټ کونسل دا هم یوه ښه پریکړه وه چې د محسن نقوي پرته ی بل کوم مشر له لوري هم دا ټرافي هندي ټیم ته ور نه کړل شوه ځکه هند کرکټ لوبډلې له نه وو په کار چې له محسن نقوي څخه ی د ټرافي اخستلو انکار وکړو.  .

د هند لوبډلې دې کرکې او غلطې پریکړې له امله د دوبۍ کرکټ په لوبغالي کې د پایلوبې مراسم د ځنډ ښکار شول او په رسمي غونډه کې هند کرکټ ټیم ته د ایشیا کپ ۲۰۲۵ جام ور نه کړې شو. .

 دلته باید دا یادونه وشي چې د ایشیاکرکټ کونسل مشر محسن نقوي هم په خپل دریځ کلک ودریدلو او بل کوم مشر له لوري هم هند کرکټ ټیم ته ټرافي په رسمي ډول ور نه کړه شوه.   

د هند کرکټ بورډ شرموونکې او د کرکې ډک  کار

د ایشا کرکټ کونسل د معلوماتو ترمخه دوی ته له بي سي سي آیی، د هند کرکټ بورډ له لوري خبر ورکړل شوې وو چې دوی به له محسن نقوي څخه د ایشیا کپ جام نه اخلي، د کرکټ او سپورټس مینه والو د هند کرکټ بورډ دا کار یو شرموونکي کار بللې دې او ویلي ی دي چې په سپورټس کې کرکه او سیاست نه وي په کار، خو له هند کرکټ بورډ له لوري داسې ناوړه کار چې ټرافي ی له محسن نقوي څخه وصول نه کړه، یو شرموونکې او د کرکې کار وبلل.  

دا هم باید یادونه وشی چې د فاینل لوبې د  مراسمو کوربه سایمن ډول وویل چې د ایشیا کرکټ شورای  ورته ویلي وو چې د هندوستان لوبډله به نن ټرافي نه اخلي. .

 دلته دا هم مهمه ده او باید چې یادونه چې د هند کرکټ بورډ او د هند کرکټ ټیم لوبغاړو د ایشیا کپ په نورو سیالیو کې هم پاکستاني لوبغاړو سره د ستړي مشي او لاس ورکولو څخه ډډه کړې وه چې دا په نړۍ کې د سپورټس د قانون او د سپورټس د امن او سوکالۍ پیغام ته زیان رسوي . د کرکټ او سپورټس مینه وال له نړيوال کرکټ بورډ او ایشیا کرکټ شورای څخه غوښتنه کړې ده چې دوی د هند کرکټ د لوبغاړو او د هند کرکټ کونسل د کرکه خپرولو او په سپورټس کې سیاست رامنځته کولو په ضد پریکړه وکړي او هند کرکټ لوبغاړو باندې دې بندیز ولګول شي.

نورخبرونه

پاکستاني لوبغاړو بيا قام مايوسه کړو

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *