تازه خبرونه

 پیښور کې د پاکستان تحریک انصاف ۲۷ سپتمبر  لوی جلسې په اړه  ضلع خیبر کې مهمه غونډه

په دې مهمه غونډه کې سینیټر ډاکټر نورالحق قادري هم ګډون وکړو او د پاکستان تحریک انصاف ۲۷م سپتمبر لوی جلسې په اړه ی مهمې څرګندونې وکړې
د پاکستان تحریک انصاف مشرانو اوویل چې عمران خان په ناحقه زندان کې اچولې شوې دې

په دې مهمه غونډه کې سینیټر ډاکټر نورالحق قادري هم ګډون وکړو او د پاکستان تحریک انصاف ۲۷م سپتمبر لوی جلسې په اړه ی مهمې څرګندونې وکړې

ضلع خیبر: د ضلع خیبر جمرود تجصیل په جمرود انصاف هاوس کې پرون د خالي په ورځ د پاکستان تحریک انصاف  د ۲۷ سپتمبر د جلسې په اړه یو ستره غونډه ترسره شوه، د غونډې ګډون والو د د پاکستان دتحریک انصاف مشرانو مهمې ویناګانې وکړې.

جمرود وزير ډنډ انصاف هاوس کې د پاکستان تحريک انصاف له لوري د ۲۷ سپتمبر په پښور کې د کېدونکي سترې جلسې د تياريو په لړ کې يوه لویه غونډه ترسره شو.

په دې غونډه کې د پاکستان تحرین انصاف بنسټګر عمران خان نزدې ملګري او کووآرډینیټر امجد نیازي په ځانګړې توګه ګډون وکړو او د ضلع خیبر پي ټي آیی عمومي سیکرټری حاجي امیر محمد ورته تود هرکلې اوویل.

په غونډه  کې  د پاکستان تحریک انصاف  مرکزي او سيمه ييزو مشرانو ګډون وکړ، چې پکې سنېټر ډاکټر علامه پير نورالحق قادري، د قامي اسمبلۍ غړي اقبال آفريدي، ساجد مومند، د صوبايي اسمبلۍ غړي انور زيب خان، محبوب شېر مومند، اجمل خان، د ضلع خیبر پي ټي آیی جنرل سیکرټري امیر خان افریدي، پخوانی ايم اين اې ګل داد، چيرمين نويد مومند،   آفريدي، اېډيشنل جنرل سیکرټري حاجي شېرمت خان، چيرمين حاجي عبدالمنان مدوخېل، د تحصيل کابينې صدر اشفاق آفريدي، ډاکټر نبي جان، صديق آفريدي او ګڼ نور مشران او کارکوونکي هم په دې غونډه کې شریک وو. .

د وينا پر مهال سنېټر ډاکټر پير نورالحق قادري وويل: “نن ددې هیواد حالاتو ټول اولس  په ستر امتحان کې اچولي دي. نن خلک د اذان نه ډاريږي او په مغالطو کې دي. هغه اوویل چې اسلام موږ ته راښایی  چې کله تياره راشي او  وريځې خپرې شي نو اذان دې وشي. نن په هېواد کې هر لور ته تياره خپره ده، او په داسې حالاتو کې اذان ورکول تر هر څه زيات ضروري دي. که چا ته د ‘مشن نور’ اعتراض وي، موږ يې د ‘حکم اذان’ په نوم يادوو. .”

هغه زياته کړه چې که چا ته د ۲۰ سپتمبر پر ورځ اعتراض وي، موږ به دا د ۲۰، ۲۱، ۲۲ او ۲۴ پورې ونمانځو، او د اذان ترڅنګ به درود شريف هم ويل کېږي. سنېټر قادري څرګنده کړه چې عمران خان به د کومې جوړجاړي يا معاملې له مخې نه، بلکې د ولسي ځواک، ايماندارۍ او مبارزې په نتيجه کې آزادېږي . .

په دې موقعه د عمران خان کوآرډينيټر امجد نيازي وويل: “د عمران خان ناحقه نيونه د ټول ملت لپاره يو لوی دردې دې. تر څو چې د عمران خان خلاصون نه وي شوی، د تحريک انصاف پاکستان کارکوونکي به هېڅکله په آرام نه  کښېنني. د هغه تر آزادۍ پورې به سياسي او جمهوري مبارزه روانه وي  .”

نورو ويناوالو هم د عمران خان پر ضد مقدمې او د هغه زنداني کول ناحقه وبلل او څرګنده يې کړه چې کارکوونکي به دغه مقدمې هېڅکله و نه مني. هغوی وويل چې د انصاف هاوس جمرود دغه غونډې يو ځل بيا وښودله چې د خيبر ولس د عمران خان تر شا د اوسپنې د دېوال په څېر ولاړ دی. مشرانو څرګنده کړه چې د عمران خان تر آزادۍ پورې د تحريک انصاف پاکستان مبارزه به  هېڅکله نيمګړې نه پاتې کېږي.

د پروګرام په پای کې د ګوند مشرانو او کارکوونکو د عمران خان د زر آزادیدلو  لپاره ګډه دعا وکړه او دا  ژمنه ی هم  وکړه چې دوی به په هره کچه په امن سره خپله  جمهوري مبارزه جاري ساتي .

نورخبرونه

لندن ته د شهباز شریف سفر: پاکستان تحریک انصاف د مظاهره کولو اعلان

Related Articles

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

ترهګرو د بنو په هوید پولیسو تاڼې په حدودو کې د امن ګمیټي په غړو برید وکړو او څلور د امن لښکر غړي ی شهیدان کړل

January 13, 2026

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست مفتي نوراحمد د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړه چارواکي آنند پرکاش سره مهمه لیدنه کړې ده

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *