تازه خبرونه

په غزه کې د اوربند قرارداد: امریکا په غزه کې د اوربند مسوده ویټو کړې

په غزه کې دا اوسنۍ جګړه د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر میاشتې د ۷مې نیټې څخه پیل شوې ده او تر نن پورې دوام لري
په غزه کې د دایمي اربند قرارداد له وړاندې کیدلو مخکې امریکا ویټو کړو

په غزه کې ددې جګړې له امله په لکونو فلسطینی مسلمانان بې کوره شوي او نزدې ګاونډي هیوادونو ته کډه شوي دي

نیویارک: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې پر مهال هغه مسوده وړاندې شوه چې په غزه کې یې د سمدستي، بې‌قید و شرط او دایمي اوربند غوښتنه کوله، خو د امریکا د مخالفت  له امله منظوره نه شوه او امرېکا دا مسوده وېټو کړه۔

دا خبر پخوانۍ ټویټر ،اوسنۍ ایکس د یو این نیوز په پاڼه خپور شوې دې، د خبر ترمخه د قرارداد په دې  مسوده کې د حماس او نورو ډلو له لوري د ټولو بندیانو د سمدستي، بې‌درېغه او د درناوي ډکو شرایطو پر اساس د خوشې کولو غوښتنه هم شامله وه.

د خبره ترمخه د رای پایله داسې وه چې په پینځلسو غړو کې ۱۴ ووټونه د قرارداد سره په ملاتړ کې راغلل خو یو امریکا ددې مسودې مخالفت وکړو.

  د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو له ډلې یوازې امریکا د مسودې مخالفت وکړ، په داسې حال کې چې پاتې ۱۴ هېوادونو ملاتړ وکړ.

سیاسي شنونکي وایي، چې په غزه کې د دایمی اوربند قرارداد مسوده د  امریکا لوري د ویتو پرېکړه به د نړیوالو انتقادونو لړۍ نوره هم توده کړي، ځکه نړیواله ټولنه پرله‌پسې د غزې د بشري ناورین د پای ته رسېدو غوښنہ کوی۔

ویټو پاور څه ته وایی؟

ویټو حق یا احتیار هغه ځانګړې اختیار دې چې په رای اچونه کې کارولې شی په ځانګړې ډول د ملګري ملتونو د امنیتي شورای د قراردادونو په منظورولو کې دا رای او حق کارولې شي. ددی معنی او مقصد دادې چې یو هیواد چې دا اختیار وکاروی نو هغه قرارد د منظورولو، تصویب  څخه ودرولې شي.  

پینځه هغه هیوادونه چې ویټو طاقت لري

د کوم هېواد یا ادارې ځانګړی صلاحیت چې په وسیله یې د هرې پرېکړې یا قرارداد مخه نیولای شي، که څه هم ټول نور هېوادونه ورسره موافق وي، دې ته ویټو طاقت ،ویټو رای ویلې شي. .

 د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي (امریکا، روس، چین، برتانیا، فرانسه) د ویټو حق لري. که هغوی کې هر یو کوم قرارداد ویټو کړي، نو هغه تصویب کېدالې  یعني منظورولې  نه شي.

دلته باید یادونه وشی چې دا اوسنۍ  جګړه  د کال ۲۰۲۳ له اکتوبر میاشتې ۷مې نیټې څخه هغه وخت پیل شوه، کله چې د حماس وسله‌والو د اسراییلو پر جنوب ناڅاپي برید وکړ. له همدې ورځې وروسته د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه پر دوام ده .  

تر اوسه (سپتمبر ۲۰۲۵ پورې) د نړیوالو رسنیو او ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې د غزې په تړانګه کې له ۴۰ زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان شوي چې  ډېری یې ښځې او ماشومان دي ، په دې شخړه کې له ۹۰ زرو زیات کسان ټپیان شوي دي.

د رسنیو راپورونو ترمخه  غزه کې  شاوخوا ټول بنسټیز زیربناوې (روغتونونه، ښوونځي، برېښنا، اوبه او کورونه) په پراخه کچه ویجاړ شوي دي او په لکونو فلسطینی مسلمانان له غزه څخه نورو ګاونډي هیوادونو ته کډه شوي دي. .

دا هم باید یادونه وشی چې د اسراییلو په لور هم له  حماس او نورو ډلو د بریدونو له امله  زرګونه کسان وژل شوي یا ټپیان دي، خو د زیان لوی بار د فلسطینی ولس پر اوږو دې.

نورخبرونه

د غزه لوی انساني بحران: یوپنځوس ۵۱ نور فلسطینیان شهیدان شول

Related Articles

د الاقصی جومات تړل د مذهبي آزادۍ او نړیوالو اصولو خلاف غندل شوي

March 12, 2026

په امریکا کې د نړیوالې جګړې یادګار کې د یوې ویډیو رقص خپرېدو وروسته، د هند اصلي ټیک کارکوونکي پر ضد غبرګونونه رامنځته شوي او د ایستلو غوښتنې راپورته شوې، ځکه امریکایي چارواکي دغه پېښه څېړي

March 12, 2026

**امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ: په طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نیولو خطر شته او د سفر بندیز جاري دی

March 12, 2026

د طالبانو یو دیني عالم د پاکستان پر ضد فتوا صادره کړې، چې له امله یې د سرحدونو پورې غاړه د وسله‌وال فعالیتونو او د سیمې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

March 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *