تازه خبرونه

 لندن ته د شهباز شریف سفر: پاکستان تحریک انصاف د مظاهره کولو اعلان

شنونکي وایی چې په داسې وخت کې د پاکستان سیاست بهر ته وړل د پاکستان ملي ګټو ته زیان رسولې شي
سیاسي چارو څیړونکي وایی چې د پاکستان تحریک انصاف احتجاج ښایی د پاکستان وروستۍ لاس ته راوړنې د تر خپو لاندې کړي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په داسې وخت کې د لندن دوره کوي چې سعودي عربستان سره پاکستان ستر دفاعي تړون لاسلیک کړې دې

  اسلام آباد/لندن: د تحریک انصاف ګوند اعلان کړی چې د سپتمبر پر ۲۰مه به په لندن کې احتجاجي مظاهره وکړي، په هغه مهال چې وزیر اعظم شهباز شریف د سعودي عرب سفر وروسته د  برېتانیا ته سفر کوي.

مظاهره به د پاکستان د دیپلوماتیک ماموریت مخې ته ترسره شي، هغه ځای چې وزیر اعظم د خپلې درې هېوادونو دورې په ترڅ کې د برېتانیا مېشتو پاکستانيانو ته وینا کوي. د نوموړي دوره سعودي عرب، برېتانیا او امریکا رانغاړي.

د لندن د تم ځای څخه وړاندې، شریف د سعودي عرب په دو ورځني سفر کې له ریاض سره د ستراتېژیک متقابل دفاع تړون لاسلیک کړ، چې د هر ډول تېري پر وړاندې ګډه دفاع پکې ژمنه شوې. اسلام‌اباد دا تړون تاریخي بللی او د پاکستان د بهرني او دفاعي سیاست د بدلون ټکی یې یاد کړی.

د سیاسي مخالفتونو نړیواله بڼه

سیاسي شنونکي وایي چې د پاکستان تحریک انصاف احتجان ښایی د پاکستان وروستۍ ډیپلوماتیکې لاس ته رواوړنې ترخپو لاندې کړي او دا ګام د وطنپالۍ پر ځایی د سیاسي ګټو لپاره وکارول شي. د څیړونکو اړ ترمخه د وړومبۍ ځل نه دې چې پاکستان تحریک انصاف اړوندې ډلې په بهر کې د پاکستان د دولتي ادارو په ضد عمل کوي.

 د پي ټي آیی په ملاتړ یوې لابي د امریکا په کانګرس کې دوه غړي جوولسن او جیمي پنیټا وهڅول چې د پوځ د مشر فیلډ مارشال عاصم منیر پر ضد د  بندیزونو غوښتنه وکړي.     

ټاکل شوې چې د لندن مظاهره د پاکستاني پلاوي پر وړاندې هم نیوکې وکړي، کوم چې د پوځ د مشر په ملتیا سفر کوي. دا خبره روښانه کوي چې د کورني سیاست وېش اوس بهرنیو پلازمېنو ته هم رسېدلی دی.

امنیتي اندېښنې او ملي ګټې

د پاکستان تحریک انصاف پلویانو احتجاج په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د پي ټي آیی بندي مشر عمران خان غوښتنه کړې چې د خیبرپښتونخوا په پوځي اپریشن کې د پوځ مخالفت وکړي.  

   په ورته وخت کې، د سپتمبر پر ۱۷مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان دايمي استازي سفیر عاصم افتخار احمد وویل چې د افغانستان له خاورې وسایل اخیستونکې ترهګري د پاکستان لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی، او یاد یې کړل چې داعش خراسان، القاعده، تحریک طالبان پاکستان، بلوچ لبریشن ارمي او د مجید بریګیډ ټول له هغه ځایه بریدونه کوي . .

شنونکي وایي په داسې مهال کې چې اسلام‌اباد د سرحدي ترهګرۍ پر ضد د نړیوالې پاملرنې غوښتنه کوي، د ترهګرو پر ضد عملیاتو مخالفت او د هغوی سره د خبرو غوښتنه د ملي اجماع کمزورول دي. په برېتانیا کې د پاکستاني نژاده خلکو شمېر نږدې ۲،۸٪ جوړوي. څېړونکي خبرداری ورکوي چې د کورني سیاست شخړې بهر ته وړل په داسې حساسو وختونو کې  د پاکستان دیپلوماتیکو او امنیتي ګټو ته زیان رسولې شي .

نورخبرونه

پاکستان او سعودي عرب ترمينځ د سټريټجکي دفاعي تړون تاريخې معاهده

Related Articles

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

لنډي کوتل ته راغلي سیلانیانو له اړوند ادارو غوښتي چې په لنډي کوتل کې دې سیلګرۍ ته وده ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

January 26, 2026

د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت کې د مخالف ګوند مشر ډاکټر عباالله پوښتنه کړې چې په دومره لویه اندازه کې صوبایی حکومت ته ورکړل شوې فنډ کوم ځای خرڅ شوې دې

January 26, 2026

د افغانستان طالبانو پر نوی قانون دیني عالمانو د ژورو اندیښنو څرګندونه کړې ده او دای اسلام سره په مخالف بللې دې

January 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *