تازه خبرونه

ملګري ملتونه: پاکستان د یمن شخړې هوارولو غوښتنه کړې

پاکستان یمن کې د جګړې سمدستي اوربند او د نیول شویو کسانو د خوشي کولو غوښتنه کړې
پاکستان ویلي دي چې هغه د یمن خلکو سره ولاړ دې او دوی سره د یووالي څرګندونه کوي

پاکستان له نړیوالو ادارو ددې شخړې په اړه د بیړني اقداماتو غوښتنه کړې ده

 په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا په غونډه کې پاکستان د یمن روانه جګړه د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د مرستیال استازي عثمان جدون په وینا، یمن د جګړې له امله له سخت اقتصادي او انساني بحران سره مخ دی، او دوامداره شخړه نه یوازې د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګواښ دی بلکې د یمني ولس لپاره هم ستره فاجعه جوړولی شي.

پاکستان د جګړې د سمدستي اوربند، د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو او د ډیپلوماسۍ د بیا پیل غوښتنه وکړه.

عثمان جدون وویل چې د مرستندویه کارکوونکو نیول او د هغوی سره ناسم چلند د بشري قوانینو جدي سرغړونه ده، او باید ټول یمني ولس ته بې‌له توپیره بشري مرستې ورسېږي.

پاکستان نړیوالو ادارو څخه  د بیړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه څو د انساني ناورین مخه ونیول شي، او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه باید په ګډه د سولې د راوستلو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي. هغه زیاته کړه چې پاکستان د یمن له ولس سره یووالی څرګندوي او د ګډې تګلارې د جوړېدو غوښتنه کوي

نورخبرونه

د پاکستان سوله ساتونکي نن د ملګرو ملتونو لخوا په لوې درناوي سره ونازول

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *