تازه خبرونه

پاکستان او سعودي عرب ترمينځ د سټريټجکي دفاعي تړون تاريخې معاهده، په سعودي يا پاکستان حمله به مشترکه حمله ګڼلي شي،په شريکه به ئې جواب ورکولې شي

پاکستان د حرمين شريفين د تحفظ لپاره د سعودي عرب اتحادي جوړ شوېدے،دواړو ملکونو اړيکو پراختيا او د منطقې سلامتيا لپاره شريک کوششونو باندې اتفاق شوے

1 min read

سیاسي چارو څیړونکي وایی چې د پاکستان تحریک انصاف احتجاج ښایی د پاکستان وروستۍ لاس ته راوړنې د تر خپو لاندې کړي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په داسې وخت کې د لندن دوره کوي چې سعودي عربستان سره پاکستان ستر دفاعي تړون لاسلیک کړې دې

September 18, 2025

اسلام آباد: د پاکستان او سعودي عرب اړيکو کښې مهم پرمختګ، د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب ګټه ور دوره ،د سعودي عرب په تاريخ کښې په وړومبې ځل د پاکستاني اعلي حکومتي عهديدار تود هرکلي شوي وو او د وزيراعظم شهباز شريف د دورې لپاره خصوصي انتظامات شوي وو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب دې ورستې دورې پاکستان په نړۍ کښې يواځې کولو ټول سازشونه او کوششونه ناکامه کړيدي ۔ د سيمې او مينځني ختيځ صورتحال او تير څو مياشتو راهسې رامخې ته شوي واقعاتو په تناظر کښې د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير د سعودي عرب دوره خصوصي اهميت لري،د سعودي عرب نه علاوه د ټولۍ نړۍ ميډيا دې دورې له خصوصي کوريج ورکړې وو، د سعودي عرب فضائي حدود کښې د وزيراعظم شهباز شريف الوتکه داخليدو سمدستي وروستو د سعودي عرب جنګي الوتکو په فضا کښې د وزيراعظم هرکلي کړې وو او سلامي ئې ورته وړاندې کړې وه، رياض هوائي ډګر باندې هم د وزيراعظم شهباز شريف او د هغه د وفد تود هرکلي شوي وو،په دې موقع ورته د يويشت توپو سلامي وړاندې کړې شوي وه ۔ وروستو وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب شاهي ديوان قصريمامه ته ورغلې وو او هلته ئې د سعودي عرب د ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کړي وو، شاهي ديوان ته په راتګ محمد بن سلمان په خپله د وزيراعظم شهباز شريف او د هغه د وفد هرکلي کړي وو او وزيراعظم ته ګارډ آف آنر وړاندې کړي شوي وو۔ د وزيراعظم او سعودي ولي عهد ترمينځ ملاقات هم ډير ښه ماحول کښې شوي وو چې پکښې فيلډ مارشل عاصم منير،نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار،وزير دفاع خواجه آصف،د اطلاعاتو وزير عطا تارړ،وزير خزانه محمد اورنګزيب او د وزيراعظم خصوصي صلاح کار طارق فاطمي او وفاقي وزير مصدق ملک شريک وو، د ملاقات په مهال د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ اوږدو مودو راهسې د ورورلۍ او ملګرتيا تعلقات نور مضبوطولو، تجارت،سرمايه کاري،دفاع او توانائۍ بشمول مختلف شعبو کښې تعاون په معاملو خبرې کړيدي ۔

پاک ۔ سعودي دفاعي معاهده او په منطقه د دې اثرات

د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب دوره په دې لحاظ سره هم خصوصي اهميت خپل کړېدے چې دې دورې په مهال د دواړه هيوادونو ترمينځ تاريخي معاهده لاس ليک شويده چې ورته سټريجک باهمي دفاعي معاهده
( ايس ايم ډي اے ) نوم ورکړې شوېدے ۔ دې معاهدې ترمخه په سعودي عرب څه قسمه حمله به په پاکستان حمله ګڼلي شي دغه رنګ په پاکستان د بل ملک جارحيت به د سعودي عرب په سلامتيا ګوزار ګڼلي شي او د څه قسمه د جارحيت د مخ نيوي لپاره به دواړه ملکونو په شريکه کوششونه کوي ۔ دواړو ملکونو لخوا جاري شوي مشترکه اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې د سعودي عرب او پاکستان ترمينځ اته لسيزو راهسې د تاريخي شراکت دارۍ او ورورولۍ تعلقات قائم دي،سټريټجکي دفاعي معاهده به دا اړيکې نورې هم مضبوطې کړې او دواړو ملکونه به نور هم يو بل ته رانزدې شي ۔ دې تاريخي معاهدې ترمخه پاکستان به اوس د سعودي عرب د پاکې خاورې د تحفظ لپاره د سعودي عرب باقاعده سټريټجکي شراکت دار وي د حرمين شريفين دفاع او تحفظ اعزاز پاکستان ته ملاويدل د پاکستان مهمه سفارتي کاميابي ده ۔ مشترکه اعلاميه کښې وئيلي شوي چې ايس ايم ډي اے معاهده د دواړو ملکونو دفاعي او معاشي صلاحيتونه سيوا کولو بشمول د منطقۍ او نړۍ امن بحالۍ لپاره د مشترکه عزم عکاسي کوي او دا تحريري ضمانت دے چې دواړه ملکونه به د هر قسم بهرني خطرو او چيلنجونو د مخ نيوي لپاره مشترکه هلې ځلې خپل بنيادي فريضه ګني ۔ په داسې مهال چې منطقه او په خصوصي توګه مينځني ختيځ کښې د سيکيورټۍ معاملو سر پورته کړې په اسلامي ملکونو د اسرائيل حملو لوجې يو غير يقيني صورتحال پيدا شوي وو،د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ د معاهدې اهميت نور هم سيوا شويدے او منطقه کښې نوي دفاعي بلاک جوړيدو به راتلونکي کښې مثبت اثرات رامخې ته شي ۔ د پاکستان خلاف د هند جارحيت ،بدامنۍ پيښو کښې د هند ککړتيا،پاکستان کښې د هند پراکسيز جنګ او رياستي دهشت ګردۍ د مخ نيوي او د پاکستان دفاع ته راپيښ خطرو د خاتمے لپاره د پاکستان او سعودي ترمينځ دا تاريخي معاهده لاس ليک کيدل دښمن قوتونو له هم يو واضح او مضبوط پيغام دے ۔

پاک سعودي معاهده کښې د فيلډ مارشل کردار

سفارتي ماهرينو د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ تاريخي معاهده د دواړو ملکونو په ګټه بلي، چې پکښې فيلډ مارشل عاصم منير مهم کردار لوبولي وو او د هغه عسکري او سفارتي کوششونو دواړه وړوڼه هيوادونه يو بل ته نور هم رانزدې کړيدي او دواړه ملکونو د يوبل دفاع او د مفاداتو د تحفظ ذمه واري په خپل سر اخستو فيصله کړيده ،سفارتي ماهرين وائي چې دې معاهدې سره نه صرف دا چې د دواړو ملکونو دفاعي پوزيشن ښه شوېدے بلکه سعودي عرب ته يو باوري او په دفاعي توګه د يو مضبوط قوت ملاټر هم ترلاسه شوېدے ،پاکستان سعودي عرب سټريټجکي دفاعي تعاون په منطقه کښې د يو نوي دفاعي انقلاب د راتګ اشارې دي چې به ورسره نه صرف دا چې دواړه مسلمان ملکونو سلامتيا به باوري شي بلکه د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ اقتصادي،سفارتي او دفاعي شعبو کښې د همکارۍ د پراختيا نورې موقعې هم پيدا شي ۔

Related Articles

د امریکا افغانستان لپاره پخوانۍ ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد په خپل تازه بیان کې د بګرام هوایی ډګر بیانونه ناسم بللي دي

September 22, 2025

د بولرانو ناقصه کارکردګی، پاکستان په ۶ وکټو ميچ بائيللے دے

September 22, 2025

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *