اسلامي جمهوريه پاکستان او د سعودي عرب سلطنت تر منځ اړيکې نږدې اته لسيزو ته رسېږي. دا اړيکې يوازې د سفارتي اړخه نه دي، بلکې د ورورولۍ، مذهبي ارزښتونو او ستراتيژيکې شراکت پر بنسټ ولاړې دي. دواړو هېوادونو تل د يو بل ترڅنګ ولاړ دي او د سيمې د سولې او ثبات لپاره يې ګډ رول لوبولی دی.
د وزيراعظم شهباز شريف رسمي سفر
د همدې تاريخي تسلسل په دوام کې، د پاکستان وزيراعظم محمد شهباز شريف د ۲۰۲۵ د سپتمبر په ۱۷مه د سعودي وليعهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په بلنه رياض ته رسمي سفر وکړ.
کله چې د پاکستان وزيراعظم الوتکه د سعودي فضايي حدودو ته داخل شوه، د سعودي شاهي هوايي ځواک جنګي الوتکو ورته فضايي سلامي ورکړه او تر رياض يې بدرګه کړه. د رياض په کينګ خالد نړيوال هوايي ډګر کې ورته د شاهي تشريفاتو له مخې هرکلی وشو او وروسته د اليمامه ماڼۍ ته يووړل شو، چیرې چې وليعهد په خپله هرکلی وکړ.
#PICTURES: Several Saudi Royal Air Force fighter jets escorted the aircraft carrying Pakistan’s Prime Minister Shehbaz Sharif from the moment it entered Saudi airspace until its landing at King Khalid International Airport in Riyadh pic.twitter.com/8D0vsjh56A
— Saudi Gazette (@Saudi_Gazette) September 17, 2025
رسمي مذاکرات
په اليمامه ماڼۍ کې د دواړو مشرانو تر منځ د وفودو په شتون کې رسمي مذاکرات ترسره شول. شهباز شريف د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز لپاره نېکې هيلې ورسولې. دواړو مشرانو د تاريخي اړيکو ترڅنګ، د سيمې روان وضعيت او د متقابلې ګټې مختلف اړخونه وڅېړل.
#PICTURES: Crown Prince Mohammed bin Salman receives Pakistan’s Prime Minister Shehbaz Sharif at Al-Yamamah Palace in Riyadh and holds an official reception ceremony in his honor pic.twitter.com/LfaGlKMTvc
— Saudi Gazette (@Saudi_Gazette) September 17, 2025
د ستراتيژيک ګډ دفاعي تړون لاسليک
ددې لوی دفاعي تړون مهم ټکې په دا ډول دي، پر يو هېواد هر ډول تېری، پر دواړو تېری بلل کېږي، دواړه هېوادونه به د ګډ دفاعي وړتياوو د پياوړتيا لپاره کار کوي. .
د سيمې او نړۍ د سولې او امنيت لپاره به همکاري نوره هم ژوره کېږي.
دغه تړون د دواړو هېوادونو امنيت له يو بل سره وتاړه او د هر بهرني ګواښ پر وړاندې د ګډې تګلارې ډاډ ورکوي. .
د پوځ د مشر رول
د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ مشر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د تړون په چمتو کولو او وروستۍ بڼې ورکولو کې کليدي رول لوبولی. د هغه ديپلوماتيکو او پوځي هڅو دواړه هېوادونه په ستراتيژيک کچه نږدې کړل.
د مقدسو ځایونو دفاع کې د پاکستان ونډه
د تړون له مخې، پاکستان اوس په مستقيم ډول د حرمين شريفين د ساتنې شريک شو. دا موضوع د پاکستاني ولس لپاره ځانګړې مذهبي او احساساتي ارزښت لري، ځکه دوی تل د مقدسو ځایونو دفاع خپل ديني او ملي فريضه ګڼي.
سيمه ييزه ستراتيژيکي اغېزه
دا تړون يوازې د پاکستان او سعودي تر منځ محدود نه دی، بلکې د ټوله سيمې د توازن لپاره ستر اهميت لري. د هند توندې تګلارې، د اسرایيلو اغېز او د منځني ختيځ نامعلوم حالت د دې تړون ارزښت څو برابره زیاتوي. کارپوهان وايي چې دا تړون به نه يوازې د پاکستان دفاعي حالت قوي کړي، بلکې سعودي ته به هم يو پياوړی پوځي شريک برابر کړي.
اقتصادي او سوداګريزې خبرې
د سفر پر مهال يوازې دفاعي موضوع نه وه، بلکې د اقتصادي همکارۍ پر سر هم خبرې وشوې. د سعودي وليعهد د پاکستان په انرژۍ، زيربناوو او توليدي سکتور کې د سترو پانګونو ليوالتيا څرګنده کړه. شهباز شريف د سعودي د ليدلوري او ملاتړ ستاينه وکړه.
د مشرانو څرګندونې
شهباز شريف وويل چې د سعودي قيادت ليدلوری او د اسلامي نړۍ لپاره د هغوی رول ستايلی دی. هغه زياته کړه چې سعودي عرب ته د ده د سفر پر مهال ورکړل شوې عزت افزایي د دواړو هېوادونو د ژورو او تاريخي اړيکو څرګندونه کوي.
محمد بن سلمان د پاکستان د وزيراعظم راتګ ستايلی او ويلي يې دي چې د دواړو هېوادونو ولسونه يو د بل ورونه دي او سعودي به تل د پاکستان ترڅنګ ولاړ وي.
Deeply touched by the heart warming welcome, accorded to me by my dear brother HRH Prince Mohammed bin Salman, Crown Prince and Prime Minister of Saudi Arabia, on my official visit to Riyadh.
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) September 18, 2025
From the unprecedented escort provided to my aircraft by the Royal Saudi airforce jets… pic.twitter.com/RZvkOSQbF1
نړيوال او سيمه ييز منظر
دغه تړون په داسې وخت کې شوی چې په سيمه کې د لويو قدرتونو ترمنځ تاوتريخوالی زيات شوی. د هند تېري کوونکې تګلارې او د اسرایيلو کړنې لا له وړاندې د منځني ختيځ او جنوبي آسيا وضعيت خراب کړی. په دې حالت کې د پاکستان او سعودي ګډ دفاعي تړون نړۍ ته هم يو پياوړی پيغام دی.
پایله د پاکستان او سعودي تر منځ د ستراتيژيک ګډ دفاعي تړون لاسليک د دواړو هېوادونو په تاريخ کې يو تاريخي باب دی. دا تړون يوازې د ګډو دفاعي وړتياوو د يو ځای کولو سبب نه دی، بلکې د سولې، ثبات او پرمختګ نوي دروازې هم پرانيزي. د ۲۰۲۵ د سپتمبر ۱۷مه به د پاکستان سعودي اړيکو په تاريخ کې د يو زرېن باب په توګه یادولې شي.