اسلاماباد: د ترکیې، سعودي عربستان، کوېت، متحده عرب اماراتو او قطر د بهرنیو چارو وزارتونو د شنبې په ورځ د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې د وسلهوالو برید په کلکه غندنه وکړه. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۲ د پاکستان پوځیان ووژل شول..
د هر هېواد د بهرنیو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ پیغامونه واستول او په ټولو بڼو کې یې د ترهګرۍ پر ضد خپل دریځ یو ځل بیا څرګند کړ . .
د پوځ عملیات
د پاکستان پوځ ویلي چې د سپتمبر له ۱۰مې تر ۱۳مې پورې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو، باجوړ، جنوبي وزیرستان او لاندې دیر کې پوځي عملیات ترسره شول چې په ترڅ کې یې ۴۵ وسلهوال وژل شوي، خو ۱۹ پوځیان هم په دې نښتو کې وژل شوي دي .
د پاکستان پوځ ویاندې ادارې آیی ایس پی آر ویلي دي چې وژل شوي جنګیالي د ناقانونه ګرځولې شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لرو او له افغانستان خاورې په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.
د ترکیې غبرګون
د ترکیې حکومت د خیبرپښتونخوا جنوبي وزیرستان برید وروسته د تلفاتو له امله د ژورې خواشینۍ څرګندونه وکړه او برید یې یو “کرغیړن ترهګریز عمل” وباله. د بیان له مخې: “موږ د وژل شویو کسانو لپاره د الله تعالی له دربار څخه د رحمت غوښتنه کوو . .”
Regarding the Terrorist Attack in Pakistan https://t.co/LBUrS0Wcqx pic.twitter.com/1sBzPMGVNs
— Turkish MFA (@MFATurkiye) September 13, 2025
د سعودي عربستان غبرګون
د سعودي عربستان لوري هم دا برید غندل شوې دې او ویلي ی دې “د بهرنیو چارو وزارت د ترهګریز برید غندنه کوي چې د پاکستان پوځیان یې په جنوبي وزیرستان کې په نښه کړل.” سعودي ټینګار کړې چې د هر ډول تاوتریخوالي او ترهګرۍ پر کلکو ټکو کې غندي. .
#Statement | The Foreign Ministry expresses the Kingdom of Saudi Arabia’s condemnation of the terrorist attack that targeted Pakistani soldiers in northwest Pakistan, resulting in the deaths of several people. pic.twitter.com/zYb1j9HBOS
— Foreign Ministry 🇸🇦 (@KSAmofaEN) September 13, 2025
د قطر غبرګون
دوحې برید په کلکه غندلی او هغه یې “جنایي عمل” بللی، او ټینګار یې کړی چې قطر د هر ډول ترهګرۍ پر ضد دی. د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان حکومت، ولس او د وژل شویو کورنیو ته خواخوږي څرګنده کړې.
Statement | Qatar Condemns Attack on Military Convoy in Pakistan#MOFAQatar pic.twitter.com/Y5qLbDpXBb
— Ministry of Foreign Affairs – Qatar (@MofaQatar_EN) September 13, 2025
د کوېت غبرګون
د کوېت د بهرنیو چارو وزارت برید غندلی او خپل دریځ یې “د هر ډول تاوتریخوالي او ترهګرۍ پر وړاندې ثابت او نه بدلیدونکی” بللی. وزارت د ټپیانو د ژر روغېدو هیله هم څرګنده کړه. .
بيان صادر عن وزارة الخارجية
— وزارة الخارجية (@MOFAKuwait) September 13, 2025
السبت 13 سبتمبر 2025
تعرب وزارة الخارجية عن إدانة دولة الكويت للهجوم الإرهابي الذي استهدف قافلة عسكرية في شمالي غرب جمهورية باكستان الإسلامية، والذي تسبب في سقوط عدد من القتلى والمصابين.
وإذ تؤكّد الوزارة مجدداً موقف دولة الكويت الثابت والرافض لكافة… pic.twitter.com/MzsMiugQxE
د متحده عربي اماراتو غبرګون
متحده عرب اماراتو برید په کلکه غندلی او هغه یې “کرغیړن عمل” بللی چې موخه یې د سیمې امنیت ګډوډول دي. د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ پیغام استولی.
UAE Condemns Terrorist Attack on Military Convoy in Northwest Pakistanhttps://t.co/c7zftxVvQH pic.twitter.com/ew1bV9Kt2e
— MoFA وزارة الخارجية (@mofauae) September 13, 2025
د شهباز شریف خبرداری کابل ته
وزیر اعظم شهباز شریف د بنو په پوځي روغتون کې د ټپیانو لیدو پر مهال افغانستان په ښکاره توګه د وسلهوالو د پټنځي په توګه تورن کړو او ویې ویل چې ترهګر له افغانستانه پاکستان ته راځي او د تحریک طالبان پاکستان سره یو ځای زموږ پوځینان او وګړي شهیدان کوي. که هغوی له رښتینوالۍ سره پاکستان سره اړیکې غواړي نو موږ تیار یو خو که د ترهګرو ملګریتا ی خوښه وی نو موږ به د افغان موقتي حکومت سره هیڅ تړاو او اړیکو و نه لرو.
PM @CMShehbaz warns Afghanistan’s interim govt:
— HTN World (@htnworld) September 13, 2025
“Choose between T E R R O R I S T S or Pakistan.” He vows Pakistan’s forces will eliminate cross-border terrorism, targeting TTP militants, and urges Afghan cooperation. pic.twitter.com/btzJpXe9kD
د پولې هاخوا نفوذ او کډوالو سیاست
په وروستیو کې د پاکستان تحریک انصاف بندي مشر عمران خان د حکومت د کډوالو د ستنولو سیاست رد کړی او هغه یې د “اسلامي دود او انسانیت خلاف” بللی. نوموړي تور پورې کړی چې دا سیاست یوازې د “ضد طالبانو لابي” د خوشالولو لپاره جوړ شوی .
خو د اسلاماباد چارواکي وایي چې د افغان کډوالو شبکې د وسلهوالو د روزنې او لوژستیک لپاره کارول کېږي. د ملګرو ملتونو سره شریک کړل شوي دوسیې ښيي چې د پولې هاخوا نفوذ دوام لري، او نیول شوي وسلهوال مني چې په افغان کمپونو کې یې روزنه ترلاسه کړې.
پاکستان د باجوړ او مومندو د عملیاتو وروسته د څو وژل شویو طالبانو جسدونه، چې په کې د ډلې د مذهبي کمیسیون د مشر مولوي فقیرا زوی مولوي فرید منصور او قوماندان وزیر هم شامل و، افغان چارواکو ته سپارلي دي.
“The military operation in Khyber Pakhtunkhwa must be stopped immediately. ANP was made unpopular through similar actions in the past. Launching operations against our own people merely to please foreign powers does not improve the situation; it only makes it worse. In these…
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) September 11, 2025
Breaking:
— HTN World (@htnworld) September 14, 2025
Pakistan hands over bodies of T T P militants, including Mulvi Faqir’s son Mulvi Farid Mansoor and commander Wazir, along with Afghan fighters, to Afghanistan after operations in Bajaur and Mohmand. pic.twitter.com/c1so7rpaSy
کورنۍ بې ثباتي او سیاسي اختلاف
شنونکي باور لري چې د ۲۰۲۱ وروسته د تحریک انصاف د ایالتي حکومت د نرم دریځ له امله دغو ډلو ته د بیا تنظیم فرصت برابر شو.
پخواني لومړي وزیر عمران خان په ۲۰۲۳ کې په یوه سېمینار کې منلې وه چې د ده حکومت پلان درلود د طالبانو جنګیالي د افغانستان د طالبانو په ملاتړ د پاکستان قبایلي سیمو کې ځای پر ځای کړي، خو دغه پلان بشپړ عملي نه شو.