تازه خبرونه

فتنه هند مرستيال ترهه ګرو ته د شيخ السلام مفتي محمد تقي عثماني واضح پيغام،د شرخوښو حملې حرام او د رياست خلاف بغاوت دے،مفتي تقي عثماني

باجوړ کښې امنيتي ځواکونو څلور نور کلي د شرخوښو نه صفا کړيدي او د دې سيمو نه کډه کونکي واپس خپلو کورونو ته راتګ سلسله شورو شويده
د افغانستان په هلمند کې هم د بلوچستان بیلتون خوښه ډلې یو مهم مشر وژل شوې دې

په دې لنډو ورځو کې بلوچستان کې د ترهګرو لوري د پاکستان پوځ یو شمیر افسران په نښه شوي او شهیدان شوي

علمائے کرامو يو وارې بيا ملک کښې د سيکيورټي فورسز او عام وګړو په ضد د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو په بريدونو سخت غبرګون ښودلې او د دې ئې مخالفت کړېدے ۔ شيخ السلام مفتي محمد تقي عثماني وئيلي دي چې د رياست خلاف څه قسمه مسلح کارروائي ناجائزه او حرام دي ۔ خپل يو ويډيو پيغام کښې مفتي محمد تقي عثماني وئيلي دي چې د پاکستان د کالعدم ډلې ټي ټي پي مشر نورولي محسود د ترهه ګرۍ بريدونو په حواله د علمائے کرامو نظر او په دې حواله فتوي غوښتې وه خو نورولي محسود ته د ټول عالمانو دا پيغام دے چې پاکستان يو اسلامي رياست دے،د ملک دستور د مسلمان هيواد ګواهي ورکوي او داسې دستور د نړۍ هيڅ يو ملک هم نه لري نو ټول علمائے کرام په دې متفق دي چې د رياست خلاف څه قسمه وسله واله کارروائي زمونږ په نظر د رياست خلاف ښکاره بغاوت دے مونږ چرې هم د ترهه ګرۍ د بريدونو تائيد نشو کولے ۔
د باجوړ څلور نور کلي د ترهه ګرو نه صفا کړي شويدي

د باجوړ ضلعه په ماموند تحصيل کښې د فتنه هند د مرستيال ترهه ګرو په ضد د تيرې مياشتې په يوؤلسمه نيټه شورو کړي شوي سربکف آپريشن کښې امنيتي ځواکونو ته نورې کاميابۍ هم ترلاسه شويدي او څلور نورې علاقې د شرخوښو نه پاکې ګرځولي شويدي ۔ د باجوړ د ايډيشنل ډپټي کمشنر دفتر له لوري جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې د سيکيورټي فورسز د موثره عملياتو په نتيجه کښې څلور نور کلي د ترهه ګرو نه صفا کړي شويدي، دې کلو کښې بره لغړۍ،ډبرۍ ، لره لغړۍ اودرمياني لغړۍ علاقې شامل دي ۔ د ضلعي انتظاميې له لوري جاري شوي نوټيفيکشن ترمخه د دې کلو نه کډه کونکي کسانو ته هدايت شوېدے چې خپلو کورونو ته دې واپس راشي ۔ دې نه آګاهو سيکيورټي فورسز د لوئي ماموند تحصيل د اتو نه زيات کلي د شرخوښو څخه صفا کړي وو۔ د عملياتو دوران ۳۰ نه زيات د فتنه هند مرستيال ترهه ګر وژلي شوي وو چې پکښې زياتره افغاني وګړي شامل وو،دوه آئي ايس پي آر له لوري دوه ورځې مخکښې جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي وو چې باجوړ ضلعه کښې د کالعدم ټي ټي پي جنګيالو خلاف روان عملياتو په مهال ۲۲ ترهه ګر خپل منطقي انجام ته رسولي شوي وو،باجوړ نه علاوه جنوبي وزيرستان او د کوز دير په لال قلعه سيمو کښې هم فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف امنيتي ځواکونو په لويه پيمانه کارروائې کړې چې پکښې په دير کښې لس او جنوبي وزيرستان کښې ديارلس ترهه ګر وژلي شوي وو، دې دوران د ترهه ګرو سره ډزو تبادلې په مهال ۱۹ سيکيورټي اهلکار شهيد شوي وو ۔ د يوې بلې اطلاع ترمخه د بنو په بکاخيل سيمه کښې د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو په ضد هم سيکيورټي فورسز عمليات شورو کړيدي د دې عملياتو دوران د کالعدم ټي ټي پي مهم کمانډر صديق الله ګرباز بشمول د فتنه هند مرستيال ديارلس نور ترهه ګر وژلي شويدي ۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *