تازه خبرونه

پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیتي شوری غونډه کې په قطر برید سختو ټکو کې غندلې

پاکستان په قطر باندې برید په غبرګون کې ویلي دي چې مسلمانه نړۍ باید ددې ظلم په ضد یو موټې شی او ددې ظلم په ضد ودریږي

1 min read

پاکستان تل د ملګري ملتونو او له نړۍ هیوادونو غوښتي چې دوی غزه د شخړې مستقل حل پلاویان دي

د پاکستان استازې عاصم افتخار خبرداری ورکړ چې د اسراییلو د ای ـ ون استوګنځای پروژه د دوو دولتونو پر حل مستقیم برید دی

September 12, 2025

 نیویارک: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه بیړنۍ غونډه کې چې د قطر پر ضد د اسراییلو د هوایي برید وروسته راوبلل شوه، د پاکستان دایمي استازي سفیر عاصم افتخار د اسراییلي استازي څرګندونې په کلکو ټکو رد کړې او یو جرات منونکی او ښکاره دریځ یې وړاندې کړ.

د اسرایل بیانیه ردول

پاکستان استازي د اسراییلو څرګندونې حیراونکې وبللې او دا ی په سختو ټکو کې رد کړې.

 دا لومړی ځل نه دی چې اسراییل خپلې ناقانونه کړنې د پټولو لپاره پر نورو تورونه لګوي. دغه هېواد نه یوازې ملګري ملتونه، بلکې نړیوالې محکمې او د بشري حقونو ادارې هم ګواښي

ده وویل اسرایل د خپلو جنایتونو د پټولو لپاره درواغجن او بې بنیاده تورونه وړاندې کوي، خو نن یې ریښتینی څېره د نړۍ پر وړاندې بربنډه شوې ده

  د قطر  برید غندنه

عاصم افتخار څرګنده کړه چې پر قطر بې بنسټه برید د دې هېواد پر خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا مستقیم یرغل دی. ده په ټینګار سره وویل چې

 پاکستان دغه تېری په کلکه غندي او د قطر ترڅنګ په بشپړ ډول ولاړ دی ، ده د وزیراعظم شهباز شریف د قطر وروستي سفر ته په اشارې وویل چې اسلامي امت باید د اسراییلو پر تېري په ګډه راپاڅي او ددوی په ضد ودریږي. .

  د فلسطین په اړه د پاکستان دریځ

پاکستاني استازي وویل د فلسطین موضوع د لسیزو راهیسې د امنیت شورا پر اجنډا ده، خو اسراییل په پرله‌پسې ډول د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو پلي کېدو ته غاړه نه ږدي.

ده روښانه کړه چې پاکستان د فلسطین د دو دولتونو د حل پر کلک ملاتړ ولاړ دې. :

  په نړیواله کچه د پاکستان رول

عاصم افتخار نړۍ ته په ډاګه کړه چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د لومړۍ کرښې هېواد و او القاعده  ی تر ډیره حده  د پاکستان د هڅو په نتیجه کې له منځه یووړل شوه.

ده زیاته کړه  مونږ د داسې یو هویاد بې بنسټه تورونه نه منو چې خپله په دولتي ترهګرۍ کې ښکیل وی لکه څنګه چې اسرایل په غزه او نیول شوې فلسطیني خاوره کې کوي.

د هند د اوبو تیري یادونه او غندنه

په همدې غونډه کې پاکستاني استازي د هند غیرمسؤلانه رویه هم یاده کړه او وې ویل چې د پاکستان وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو کې د هند کړنو نور هم اور ته تېل ور واچول. هغه ټینګار وکړ چې اوبه باید د وسلې په توګه ونه کارول شي او نړیواله ټولنه دې له پاکستان سره ودرېږي.

  نړیوال غبرګون

د غونډې وروسته د امنیت شورا غړو هم د قطر پر ضد برید وغنده او د دې هېواد پر خپلواکۍ او د منځګړیتوب رول یې ملاتړ څرګند کړ.

  د پاکستان قوي سفارتکاري

د شنونکو په وینا، په تېرو دوو کلونو کې یوازینی اسلامي هېواد چې په هر نړیوال فورم کې د اسراییلو پر ضد ښکاره غږ پورته کوي پاکستان دی. د پخواني استازي منیر اکرم تر څنګ عاصم افتخار احمد دغه پالیسي نوره هم پیاوړې کړې ده او د پاکستان په نړۍ کې ظلم په ضد دریځ ی مخ په وړاندې وړې دې. .

د هغه د وینا په ترڅ کې کلکه ژبه کارول، ښکاره ټکي او د اسراییلي استازي پر لور نیغ کتنه دا څرګندوله چې پاکستان د یو ظالم او قابض دولت پر وړاندې هېڅکله هم شا لور ته تګ نه کوي. .

د نړیوالې ټولنې لپاره پیغام عاصم افتخار په پای کې وویل چې وخت راغلی چې نړۍ د اسراییلو پر وړاندې ګډ او کلک دریځ غوره کړي، ځکه دغه هېواد نه نړیوالې محکمې ته غاړه ږدي او نه د امنیت شورا پرېکړو ته درناوی لري.

Related Articles

پاک افغان سرحد په تړلو جلال آباد کې افغان سوداګرو سختې اندیښنې څرګندونه کړې ده

December 8, 2025

په افغانستان کې د ماشومانو په ګډون د بې‌ګناه کسانو د وژنو په اړه نوې تحقيقات د برتانوي ځانګړو ځواکونو د غیرقانوني عملیاتو لړ‎زه‌وونکي جرمونو کې ککړتیا څرګندوي

December 8, 2025

له افغان طالبانو لوري نیول شوي کسان د پنجشیر له یوې کورنۍ دي؛ سرچینې وایي چې له ایرانه د واپس کېدو وروسته یو طالب چارواکي له دوی د ۱۰۰ زره افغانیو رشوت غوښتنه کړې وه، د پیسو نه ورکولو وروسته دوی ونیول شو

December 8, 2025

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *