تازه خبرونه

پاکستان په سخت وخت کې افغانستان سره مرسته کړې: مولانا فضل الرحمان

افغانستان سفارت خانې ته د تګ په مهال د مولانا فضل الرحمان سره د جې یو آی د مرکزي مالي چارو سکرتر مولانا صلاح الدین ایوبي او د جے یو آی بلوچستان عمومي سکرتر سید آغا محمود شاه هم ملګري وو
پاکستان له وړاندې د افغانستان کونړ زلزله ځپلو لپاره مرستې استولي دي

جې یو اې مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان سفارت کې افغان چارواکو ته ډاډ ورکړې چې پاکستان به دوی سره په هر سخت وخت کې ولاړ وي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په اسلام‌اباد کې د افغانستان اسلامي امارت  سفارت خانې ته ورغلې. .

په دې مهال هغه د افغانستان له سفیر سردار احمد جان شکیب سره لیدنه کړې. په لیدنه کې د وروستیو ورځو ننګرهار او کونړ زلزلو او د هغې له امله رامنځته شوې وضعې او اغېزو په اړه  ی ورسره خواشينې څرګنده کړې ده. .

مولانا فضل الرحمان د زلزلې له امله د رامنځته شويو ځاني او مالي تلفاتو له کبله ژور خپګان او خواشیني څرګنده کړه. هغه د شهیدانو لپاره د مغفرت دعا وکړه او د ټپیانو د ژر روغېدو دعا یې هم وکړه.

د جے یو آی مشر وویل چې ورور هېواد افغانستان په دې سخته شېبه کې یوازې نه دی او پاکستان به هر ډول ممکنه مرسته برابره کړي. هغه د افغان ولس قربانیو او مبارزو ته درناوی څرګند کړ او د بشپړې یووالي ډاډ یې ورکړ.

د افغانستان سفیر سردار احمد جان شکیب د مولانا فضل الرحمان له لیدنې او خواخوږۍ څخه ځانګړې مننه وکړه. ده وویل، دغه د یووالي څرګندونه د دواړو هېوادونو د پیاوړو ورورګلويو اړیکو ښکاره ثبوت دی.

په دغه مهال د جے یو آی د مرکزي مالي چارو سکرتر مولانا صلاح الدین ایوبي او د جے یو آی بلوچستان عمومي سکرتر سید آغا محمود شاه هم ورسره ملګري وو دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف لوري په ځانګړې لارښوونه مرستې ورلیږل شوي دي ، په مرستو کې خوراکي توکي ، غیر خوراکي توکي، د ژوند د اړتیا سامان او دارو درمل هم کونړ زلزله ځپلو لپاره د پاکستان لوري ورلیږل شوي دي.

نورخبرونه

افغانستان خاوره باید د پاکستان په ضد و نه کارول شي: انجنیر امیر مقام

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *