تازه خبرونه

پاکستان په دوحه د اسرائيل د بريدونو غندنه کړېده، وزيراعظم شهباز شريف د قطر امير شيخ تميم سره رابطه کړې،حملې ئې د قطر د خپلواکۍ خلاف وزري ګرځولي

افغانستان،سعودي عرب بشمول نور ملکونو او د متحده قامونو جنرل سيکتر هم دوحه باندې د اسرائيل د حملو مذمت کړېدي،اسرائيلي حملو لوجې شپږ تنه شهيد شوي
پاکستان په دوحه د اسرائيل د بريدونو غندنه کړېده، وزيراعظم شهباز شريف د قطر امير شيخ تميم سره رابطه کړې،حملې ئې د قطر د خپلواکۍ خلاف وزري ګرځولي

په دوحه حملې د قطر د خپلواکۍ خلاف ورزه ده،وزيراعظم

خارجه وزارت له لوري جاري شوي بيان کښې د قطر پلازمينه دوحه باندې د اسرائيل جنګي الوتکو د بريدونو غندنه شويده، بيان ترمخه د اسرائيل جارحيت د قطر د خپلواکۍ،نړي وال قوانين او د متحده قامونو د چارټر ښکاره خلاف ورزي ده، بيان کښې زياته کړي شويده چې پاکستان د خپل ملګري او ورور هيواد قطر د حاکميت او منطقې د سلامتيا لپاره پرعزم دے د اسرائيل په دې جارحيت خاموشه پاتي کيدل نه دي پکار، پاکستان د قطر د دولت او اولس سره اوګه په اوګه ولاړ دے ۔ په دوحه اسرائيلي حملو وروستو وزيراعظم شهباز شريف د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني ته ټيلي فون کړې وو او په دې حملو ئې ورسره د افسوس اظهار کړيدي ۔ وزيراعظم وئيلي دي چې د اسرائيل دا قسمه بزدلانه حملې د قطر د خپلواکۍ او د منطقې د سلامتيا خلاف ورزي ده چې لوجې ئې منطقه کښې روان تاؤ تريخوالي کښې د اضافې انديښنه ده ۔ وزيراعظم شهباز شريف د قطر د دولت،شاهي خاندان او قطر اولس سره د يووالي اظهار کړې او وئيلي ئي دي چې پاکستان د مشکل په دې لمحاتو کښې د قطر د حکومت او اولس سره اوګه په اوګه ولاړ دے بايد چې د منطقې د سلامتيا او د اسرائيل د هر قسم جارحيت د مخ نيوي لپاره ټول مسلمانان ملکونه يو موټي شي ۔ د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني دوحه باندې د اسرائيل د جارحيت مذمت کولو باندې د وزيراعظم شهباز شريف او د پاکستان دولت شکريه ادا کړيده ۔ د خبرو په مهال دواړو مشرانو د منطقې د امن او څوکالۍ لپاره د رابطو سلسله جاري ساتلو باندې اتفاق کړېدے ۔

په دوحه د اسرائيل حملې،نړي وال غبرګونه
د قطر پلازمينه دوحه باندې د اسرائيل د جنګي الوتکو بمبارو باندې نړي وال غبرګونه رامخې ته شويدي، امريکائي صدر ډونلډټرمپ وائي چې د دې حمله په شا د امريکې هيڅ کردار نه وو او نه اسرائيل د دې حملو متعلق امريکه خبر کړې وه، د افغانستان اسلامي امارت په دوحه حملې غندلي دي،حکومتي مرستيال وياند حمدالله فطرت وائي چې د حماس سياسي دفتر په نښه کول د اسرائيل وحشيانه عمل دے د نړي وال طاقتونو له لوري په دي حملو خاموشه پاتې کيدل يو سواليه نښه ده ۔ د سعودي عرب خارجه وزارت هم د اسرائيل حملو په سختو ټکو کښې مذمت کړيدي او دا ئې د نړي وال قانون خلاف ورزي ګرځولي ده، د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان د قطر د امير سره د ټيلفونک د لارې تماس نيولې او د دې حملو وروستو په صورتحال ئې ورسره خبرې کړيدي،د عمان،ترکيه،اردن،کويت،عراق،مالديب،مصر او جاپان بشمول نورو ملکونو دوحه کښې د حماس ډلې په مشرانو د اسرائيلي حملې غندلي دي او د قطر حکومت سره ئې د يووالي اظهار کړيدے،دې ملکونو د اسرائيل دا اقدامات لوئې جرم ګرځولي دے او وئيلي ئي دي چې اسرائيل نه د دې جواب غوښتل لازمي پکار دي ۔ د متحده قامونو جنرل سيکټر انتونيو ګوټريس په دوحه بريدونه د قطر په خپلواکۍ حمله ګرځولي ده او د غزه جنګ فريقينو ته ئې اپيل کړېدے چې صورتحال نور د خرابيدو نه بچ کيدو لپاره دې جنګ بندي وکړي ۔ اسلامي تعاون تنظيم د قطر حملو مذمت کړې او د متحده قامونو سلامتي کونسل نه ئې مطالبه کړيده چې مسلمان ملکونو خلاف اسرائيلي جارحيت مخ نيوي لپاره دې خپل کردار ادا کړي ۔

Related Articles

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

د یو افغان دیني عالم له لوري د پاکستان پر ضد فتوا غبرګونونه راپارولي، او علماوو خبرداری ورکړی چې دا د اسلامي لارښوونو تحریف دی او بې ثباتي ته لاره هواروي

March 19, 2026

د افغانستاني کډوالو اړوند د جرمونو د زیاتوالي له امله غربي هېوادونه د ایستلو پالیسۍ ټینګې کوي او د عامه امنیت ډاډ ورکوي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *