تازه خبرونه

په خلیجي هېوادونو کې د اسرایل یرغل دوام او د نړیوالې ټولنې مجرمانه چوپتیا

د قطر پر ضد د اسراییلي بریدونو نه یوازې نړیواله ټولنه حیرانه کړې، بلکې دا د یوه خپلواک هېواد پر حاکمیت ښکاره تېری بلل کېږي. دا یرغل د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده

1 min read

په خلیجي هېوادونو کې د اسرایل یرغل دوام او د نړیوالې ټولنې مجرمانه چوپتیا

د اسرائيلو د بريد انځور په قطر کې

September 10, 2025

اسراییل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر فلسطین، لبنان، سوریه، تونس او قطر بریدونه کړي دي. سربېره پر دې، ایران او نور هېوادونه هم د اسراییلي یرغل ښکار شوي دي.

د قطر پلازمېنه دوحه باندې د اسراییلي هوايي برید هدف یوازې پوځي عملیات نه وو، بلکې دا د سیمې سیاست او د نړیوالو قدرتونو د توازن لپاره یو ژور سوال راپورته کوي. دا لومړی ځل دی چې اسراییل پر داسې هېواد برید کړی چې نه د غزې په څېر بې وسه دی او نه د ایران په څېر د نړیوالو بندیزونو لاندې دی. قطر د امریکا، بریتانیا او فرانس مهم شریک هېواد دی او د نړۍ لسو سترو اقتصادونو کې شمېرل کېږي. پوښتنه دا ده چې ولې داسې ستراتیژیک هېواد د خپل حاکمیت پر ضد د دې ښکاره یرغل پر وړاندې مؤثر غبرګون نه ښيي؟

امریکا او اسراییل: د ځواک لوبه


کله چې امریکا، په ځانګړي ډول ولسمشر ډونلډ ټرمپ، هڅه کوي چې د غزې جګړه پای ته ورسوي او د خبرو اترو لپاره دواړه خواوې سره راټولې کړي، نو اسراییل نوې پوځي حمله کوي او حالات نور هم خرابوي. آیا دا معنا لري چې نیتن یاهو ځان د نړۍ تر ټولو ځواکمن مشر ګڼي؟ آیا ټرمپ او نور نړیوال مشران د اسراییلي پالیسیو لاسپوڅي شوي؟ دا هم پوښتنه ده چې آیا د امریکا تر شا ملاتړ لرل یوه هېواد ته دا حق ورکوي چې نړیوال قوانین او بشري حقونه تر پښو لاندې کړي؟

د قطر پوځي وړتیا او راپورته شوي سوالونه
قطر د نړۍ تر ټولو پرمختللي جنګي الوتکې لري او د سیمې تر ټولو لوی امریکايي پوځي اډه کوربه دی. سره له دې، د اسراییلي بریدونو وروسته د قطر پوځي وړتیا تر پوښتنې لاندې راغلې ده. د خلیجي همکاریو شورا ګډه “جزیره شیلډ ځواک” چې هدف یې د غړو هېوادونو پر ضد د هر ډول یرغل مخنیوی او غبرګون دی، له کلونو راهیسې کمزوری تصویر لري. آیا دا ځواک به اوس فعال شي، که بیا هم چوپ پاتې شي؟

بل هدف څوک کېدای شي؟


اسراییل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر فلسطین، لبنان، سوریه، تونس او قطر بریدونه کړي دي. سربېره پر دې، ایران او نور هېوادونه هم د اسراییلي یرغل ښکار شوي دي. د دې ټولو حملو تر شا د امریکا ملاتړ ښکاري، خو نړیواله ټولنه یوازې د غندنې تر حد پاتې ده. پوښتنه دا ده چې بل هدف به څوک وي؟ آیا دا یرغلونه د سیمې د بې‌ثباتۍ لپاره یوه قصدي ستراتیژي ده؟

د نړیوالې ټولنې مسؤلیت
د قطر پر ضد برید نړیواله ټولنه حیرانه کړې ده. دا یوازې د یوه خپلواک هېواد پر ضد برید نه دی، بلکې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. اوس وخت راغلی چې نړۍ د اسراییلي یرغلونو پر ضد یوازې له غندنې نه، بلکې له عملي اقداماتو کار واخلي. که نه، د سیمې سوله او نړیوال ثبات به د داسې بحران ښکار شي چې اغېزې به یې ټوله نړۍ ونیسي

Related Articles

د سرچینو ترمخه د خیبر وادي تیراه په متره سیمه کې د ټي ټي پي یو مرکز کې بارودي مواد ځای په ځای شوې وو چې وچاودیدل او تر ۱۰ لسو زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړو

September 23, 2025

خارجه وزيراسحاق ډار د مينځي ختيځ امن بحالۍ لپاره د پاکستان هلې ځلې جاري ساتو د عزم اظهار کړېدے

September 22, 2025

په کال ۱۹۷۹ کې چې سوویت یونین په افغانستان یرغل وکړو، بیا ی غوښتل دوی ځان ګرمو اوبو ته ورسوي

September 22, 2025

د امريکا غوښتنه د منطقې په هيوادونو څه اثرات غورځوولې شي؟

September 22, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *