تازه خبرونه

د پاکستان هوایی ځواک ورځ: وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان فضایی ځواک ستاینه کړې

هند سره د کال ۱۹۶۵ د جنګ په تړاو کې نن پاکستان کې ۷ سپتمبر د فضایه ورځ په توګه نمانځل کې چې د پاکستان هوایی ځواک ځوانانو زړورتیا وستایل شي
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان فضایه پیلوټانو ته د درناوي او د منیې ډکې پیرزوینې وړاندې کړي دي.

د مي په میاشت کې د پاکستان او هند ترمینځ لویه فضایی جګړه وشوه، پاکستاني پیلوټانو د هند جنګي الوتکې را اوغورځولې او هند ته ی ماتې ورکړه.

په پاکستان کې نن د هند سره د کال ۱۹۶۵ جګړې په تړاو کې ۷ اووم سپتمبر د پاکستان فضایه ورځ په توګه نمانځل کیږي، دې ورځ په تړاو سره د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف لوري د پاکستان فضایی ځواک ستاینه شوې او ددوی په نامه ی یو ځانګړې پیغام جار کړې دې.

 وزیراعظم شهباز شریف د فضايي ځواک د ورځې په مناسبت خپل ځانګړي  پيغام کې د پاکستان فضايي ځواک ته د ویاړ او درناوي څرګندونې وکړې. هغه وویل:  موږ په دې ویاړ کوو  چې فضايي ځواک په هوايي جګړه کې خپل مقام ثابت کړی دی. د فضايي ځواک نه ماتېدونکې څو اړخیزه جګړه‌یزه وړتیاوې د هغوی د نوښت او پرمختګ څرګندونه کوي – وزیراعظم شهباز شریف ټینګار وکړ چې فضايي ځواک ثابته کړې چې دښمن هېڅکله د ايمان او جذبې ماتولو توان نه لري.

اپریشن بنیان المرصوص د کال ۱۹۶۵ جګړې یاد تازه کړو

وزیراعظم همدارنګه وویل چې فضايي ځواک د “بنيان المرصوص” په معرکه کې پرېکړه‌کونکی رول لوبولی او دښمن یې په بشپړ ډول مات کړ، چې نړۍ پرې حیرانه پاتې شوه او نړۍ اومنله چې د پاکستان هوایی ځواک نه ماتیدونکې دې. .

یادونه ده چې نن د پاک فضايي ځواک د شهيد پيلوټ افسر راشد منهاس (نشان حیدر) ته هم ځانګړې درناوې او ددې پیلوټ د بهادرۍ او زړورتیا ته د مینې ډکې پیرزوینې وړاندې کولې شي.

د ۱۹۶۵ د جګړې د هوايي معرکې د ياد په تړاو کې  نن په ټول هېواد کې د هوايي ځواک ورځ نمانځل کېږي ترڅو د پاکستان د هوایی ځواک او د هوایی ځواک پایلټانو ته ددوی د هند په ضد جنګ کې بریا او ددوی قربانۍ وستایل شي.

د ۱۹۶۵ د جګړې د سپتمبر په اوومه نېټه د پاکستان هوايي ځواک بازانو  د مېړانې او زړورتيا داسې تاريخ  ولیکل  چې په نړۍ کې به  د تل لپاره به يادېږي. د فضايي ځواک زړورو  د دښمن ناپاکې ارادې شنډې کړې اود پاکستان نوم ی په ټوله نړۍ کې روښانه کړو. په داسې ځوانانو پاکستاني قوم ویاړ کوي او ددوی قربانۍ به تل په داسې ورځو کې یادولې شي. .

دلته باید یادونه وشی چې دا هغه  نه هېریدونکی ورځ ده چې د پاک فضايي ځواک د زړورو او د زمري په څیر زړونو او قوت لرونکو  ځوانانو د مهارت او سرښندنې له برکته پاکستان د ۱۹۶۵ د پاک هند جګړه کې بريا خپله کړه. . په همدې جګړه کې د سکواډرن لیډر ایم ایم عالم مېړانې داسې باب پرانیست چې د نړۍ په تاریخ کې بې ساری ګڼل کېږي. نوموړي په یوازې ځان د هند پنځه جنګي الوتکې په یوه دقیقه کې راوغورځولې. دا کارنامې د پاک فضايي ځواک په تاریخ کې د سرو زرو باب ګڼل کېږي او تر معجزې پورې ورته نوم ورکول کېږي او تر ننه پورې ی د پاکستان قوم یاد ساتي.

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *