کراچۍ: د پاکستان د دفاع په ورځ د هوایی ځواکونو مشر شهريار خان څرګندونې مخې ته راغلي دي، نوموړي وایی چې بل ځل به حساب ۶ صفر نه، بلکې ۶۰ صفر وي
ائیر وایس مارشل شهريار خان ويلي دي چې د “بنيان المرصوص” عملياتو د ۶ سپتمبر ياد تازه کړې دې خو بل ځل به حساب يوازې په ۶ صفر نه محدودېږي او بل ځل به دا حساب ۶۰ صفر وي- نوموړي دا څرګندونې په کراچۍ کې په “مزار قائد” د ګارډ د بدلېدو په یوه درنه غونډه کې د ځانګړي مېلمه په توګه وکړې-
نوموړي اوویل چې د ساتونکو د دندو سمبالول د پاکستان ائير فورس اکاډمۍ اصغر خان لپاره ویاړ دی. د ۶ سپتمبر ورځ موږ ته هغه تاريخي ورځ راپه زړه او یادوي په کومه ورځ مو چې دښمن د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې ناکام کړ او ماتې مو ورکړه
موږ په هر محاذ چمتو یو: شهر یار خان
د پاکستان هوایی ځواک مشر اوویل چې موږ هر محاذ ته چمتو ولاړ یو او زمونږ دښمنانو تل ماتې خوړلې ده، ټینګار ی وکړو چې د پاکستان فضایی ځواک د اولس د هیلو سره سم عملي کړې ده او هیڅ کله ی هم پاکستانۍ اولس ناامیده کړې نه دې-
نوموړي اوویل چې موږ په دې ویاړ کوو چې فضایی ځواک نه یوازې په جګړه کې بلکې د سولې پر مهال هم تل مخکښ وي-
ایروایس مارشل وول چې د بنیان الرصوص اپریشن د ۶ سپتمبر ویاړونه بیا را ژوندي کړل او باور ورکوم چې د پاکستن د فضایی پولو دفاع د قوي لاسونو لاندې خوندي ده
نوموړي زیاته کړه او په دې ی ټینګار وکړو چې تخنيکي پرمختګ پاک فضايي ځواک د نړۍ په کچه پېژندلی، او راتلونکی ځل به حساب ۶ صفر نه بلکې ۶۰ صفر وي
دلته باید یادونه وشی چې نن په ټول هېواد کې د “يوم شهدا و دفاع” ورځ د ملي جذبې او ولولو سره نمانځل کېږي. د ورځې پيل د پاکستان پایه تخت اسلام آباد کې د ۳۱ او په صوبايي پلازمېنو کې د ۲۱ توپونو د سلامۍ سره وشو. جوماتونو کې د سهار تر مونځ وروسته د پاکستان د امنيت او هوساینې لپاره ځانګړې دعاوې وشوې
دا هم بايد ياد شي چې د روان کال د مې میاشتې په جګړه کې د پاکستان وسلهوالو ځواکونو د هند غرور په خاورو کې ور واچول، نه يوازې يې د هند پرمختللي “رافیل” جنګي الوتکې او ګڼ نورې الوتکې را نسکورې کړې، بلکې څو د هند هوايي اډې يې هم له منځه يووړې