تازه خبرونه

د امریکا دفاع ډیپارټمنټ د جنګ ډیپارټمنټ په نامه بدل شو

د امریکا پینټاګون نوم بدلیدلو سره وس د دفاع محکمه په سرکاري ایکس پانړه هم ډیپارټمنټ آف وار یعني د جنګ ډیپارټمنټ ولیکل شو
د امریکا پینټاګان به وس د دفاع ډیپارټمنټ نه، بلکې د جنګ ډیپارټمنټ په نامه یادیږي

د امریکا اولس مشر ډونلډ ټرمپ د دفاع محکمه جنګ په نامه بدلول، د یو ایګزیکټیو آرډر په لاسلیک کولو سره وکړو

  واشنګټن: نن د نړۍ په تاریخ کې د امریکا په اړه یو نوې پرمختګ مخې ته راغلې او د امریکا د دفاع وزارت نوم بدل شوې دې، وس به  د امریکا د دفاع وزارت نوم “د جګړې وزارت” په نوم یادولې شي ـ

یوې خبري رسنۍ د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ پر يوه اجرايي فرمان لاسلیک وکړ چې له مخې یې د دفاع وزارت یعني د پینټاګون  نوم د “ډیپارټمنټ آف وار” (د جګړې وزارت) په نامه بدل شوـ.

ټرمپ د سپينې ماڼۍ په اوول آفيس کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې اوس وخت رارسېدلی چې شيان د هغوی په اصلي نومونو وپېژندل شي ـ .

نوموړي زیاته کړه چې د اوسني نړیوال وضعیت په رڼا کې نوی نوم ډېر مناسب دی او د جګړې وزارت به نړۍ ته د امریکا د ځواک پیغام ورسوي ـ.

د امریکا ولسمشر همدارنګه وويل چې له اوکراين سره د امنیت تړون تر غور لاندې دی، موږ د اوکراين د امنيت په برخه کې فعال يو او د اوکراين لپاره د امنیتي ضمانتونو پر کار بوخت یوـ.

یادونه ده چې د دغه حکم د لاسلیک پر مهال د پینټاګون مشر پیټ هیګست هم موجود وو چې اوس به د سیکرټري آف وار  په نوم یادیږي ـ

دلته دا یادونه هم باید وشي چې د پینټاګون نوم بدلیدلو سره د فاع وزار په سرکاري ایکس پانړه باندې هم وس د فاع محکمې په ځای د ډیپارټمنټ آف وار یعني د جنګ ډیپارټمنټ نامه ولیکل شوه ـ

Related Articles

د پي ټي آیي د انقلابي بیانیې او داخلي تضادونو په اړه په یوه ځانګړي راپور کې ویل شوي چې د ۱۳ کلونو سیاسي نفوذ باوجود په خیبر پښتونخوا کې د بدلون څرګندې نښې نه ښکاري

May 1, 2026

په افغانستان کې هزاره ټولنه له یوې پېړۍ څخه زیات د منظم ظلم، عام وژنو او اوس د سیاسي څنډې ته کېدو له ستونزو سره مخ ده، چې د هغوی د بقا او پېژندنې لپاره جدي خطرونه رامنځته کړي دي

May 1, 2026

د پاکستاني سفیر فیصل نیاز ترمذي په نوم منسوب د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د روسي منځګړیتوب خبرونه بې‌بنسټه بلل شوي دي. سفیر د اړوند خبریال سره د ملاقات ادعا هم رد کړې او دا یې دروغجن راپور بللی دی

May 1, 2026

په رسنیزو کړیو کې د نیشنل پریس کلب د پلیټ فارم د مبینه شخصي استعمال او د هېواد د نړیوال وقار د زیان رسولو په اړه د ادعاوو وروسته د تادیبي اقداماتو غوښتنه زور اخیستی

May 1, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *