تازه خبرونه

کوزه کرمه کښې په يو ګاډي د نامعلومه وسله والو په ډزو پنځه کسان شهيد شويدي

ډزو پيښه د کرمې امن خرابولو سازش دې، ترهه ګر عناصر به خپل مقصد کښې چرې هم کامياب نشي،ډي آئي جي کوهاټ
کوزه کرمه کښې په يو ګاډي د نامعلومه وسله والو په ډزو پنځه کسان شهيد شويدي

کرمه کښې سورلو په ګاډي ډزو لوجې پنځه تنه شهيد

د کوهاټ پوليسو مشر عباس مجيد مروت بيان ترمخه نامعلومه کسانو د کوزې کرمې په مهوره احمدخان علاقه کښې يو ګاډې ډزې کړيدي چې لوجې ئې ګاډي کښې ناست شپږ تنه شهيد شويدي، د هغه وينا وه چې شهيد کړي شوي کسان د پاړا چنار نه د صده ښار په لور روان وو،پوليسو د پيښې پلټنې شورو کړيدي،سرچينو ترمخه په ګاډي د حملې نه پس سيکيورټي فورسز خواؤ شا علاقه کښې لټوني عمليات هم پيل کړيدي او ځني شکمن کسان ئې ګرفتار کړيدي ، پوليس ذرائع وائي چې ټل پاړا چنار روډ د سيکيورټي انديښنو لوجې د ګاډو تګ راتګ لپاره بند کړي شويدي،شهيد کړي کسانو تعلق د منګل قبيلې سره ښودلې کيږي ۔ پيښه کښې شهيد شوي کسانو جنازه په صده بائي پاس روډ باندې ادا کړي شويده او وروستو خپل آبائي سيمو کښې خاورو ته سپارلي شويدي ۔ په دې موقع مقامي خلکو د دې پيښې خلاف احتجاجي مظاهره هم کړي وه ۔

ترهه ګر بيا د کرمې امن خرابول غواړي،علاقې مشران

د کرمې اولس او سياسي مشرانو د ډزو دا پيښه د علاقې امن خرابولو لپاره د ترهه ګرو سازش ګرځولې او پيښه کښې ککړ کسانو د فوري د ګرفتارۍ مطالبه ئې کړيده ۔ کرمې نه د قامي اسمبلۍ ممبر انجنئير حميد حسين وئيلي دي چې د ډزو پيښه چې کوم کلي کښې رامخې ته شويده هغه سيمه ډير پرامن علاقه ده او دې نه مخکښې هيڅ قسمه داسې بده پيښه نه ده رامخې ته شوے ۔ کرمه کښې د مختلف قبائلو ترمينځ تير څو کالو راهسې تاؤ تريخوالي موجود دے او قبائيلي وخت په وخت دا قسمه حملې کوي د صوبائي او وفاقي حکومت په کوششونو تر ډير حده علاقه کښې امن قائم شوي وو او مارچ میاشت کښې دواړو فريقنو کوهاټ امن معاهده باندې لاس ليک کړي وو،د معاهدې مطابق دواړه فريقين به اته مياشت پورې د جنګ بندۍ په معاهده مکمل عمل درآمد کوي ۔ د جرګې د مشرانو د څو مياشتو د کوششونو نه پس د فريقنو ترمينځ دا معاهده شوي وو او حکومت علاقه کښې د دواړو فريقو ګڼ شمير غير قانوني پوسټونه او مورچې هم ختم کړيدي ۔

Related Articles

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *