...

ګاونډي ملکونو سره ښه تعلق قائمول غواړؤ خو ځني هيوادونه ترهه ګري د سياسي مقصد لپاره استعمالوي،دا بيانيه نړۍ مسترد کړېده ،وزيراعظم

جعفرايکسپريس حمله،بلوچستان او خېبرپښتونخوا بدامنۍ پيښو کښې د بهرملکونو د ککړتيا ثبوتونه لرو،ملک دښمنه عناصرو خلاف به کارروائې جاري وي،ايس سي او اجلاس ته د وزيراعظم وينا
ګاونډي ملکونو سره ښه تعلق قائمول غواړؤ خو ځني هيوادونه ترهه ګري د سياسي مقصد لپاره استعمالوي،دا بيانيه نړۍ مسترد کړېده ،وزيراعظم

ټول ګاونډي هېوادونو سره ښه تعلقات غواړو ،وزير اعظم

وزيراعظم شهباز شريف د چين تيانجن ښار کښې د شهنګائي تعاون تنظيم ۲۵ سرمشريزه اجلاس ته وينا کړېده، وزيراعظم د منطقې امن،استحکام او د سيمي هيوادونو ترمينځ اړيکو پراختيا په حواله د دې تنظيم کارکردګي او ترلاسه شوي کاميابو باندې رڼا اچولې ده او وئيلي ئي دي چې د سيمې ملکونه يو بل ته رانزدې کولو کښې ايس سي او مهم کردار لوبوي ۔ وزيراعظم د ايس سي او اجلاس په کامياب انعقاد د چين حکومت اقداماتو ستائينه کړېده .وزيراعظم دې اجلاس کښې موجود د کرغزستان او د ازبکستان مشرانو له د دې ملکونو د آزادۍ د ورځې مبارکي هم ورکړيده،خپل تقرير کښې وزيراعظم شهباز شريف د منطقې امن او استحکام او د ترهه ګرۍ ناسور ختمولو لپاره موثره تګ لاره جوړولو باندې زور راوړېدے،وئيلي ئي دي چې ايس سي او په دې سلسله کښې مهم کردار ادا کولې شي هم دې مقصد لپاره مونږ په تيانجن ښار کښې راغونډ شوي يو۔

دهشت ګردي د سيمي ملکونو لپاره خطره ده،وزيراعظم

خپل تقرير کښې وزيراعظم سخت دريزي او ترهه ګري د دې تنظيم د ملکونو لپاره لويه خطره ګرځولي وئيلي ئي دي چې هر يو ملک له د خپل حاکميت او سيمه ايز استحکام نه بغيرهيڅ هم غوره نه دي او نه به څوک د بل ګاونډي ملک په کورني معاملو کښې دخل اندازي وکړي خو د بدقسمتۍ نه ځني ملکونه د نړي وال قوانينو او د شنګهائي تعاون تنظيم د اصولو درناوې نه کوي چې تر څو دا رويه او سلوک بند شوي نه وي د ايس سي او کارکردګۍ باندې به منفي اثرات وي ۔ وزيراعظم زياته کړه چې د يو ذمه وار ملک په حيث پاکستان د سيمې د ټولو ملکونو د خپلواکۍ احترام کوي او ټول ګاونډي ملکونو سره ښه تعلق قائمول غواړي او ټولې شخړې د مذاکراتو د لارې حل کولو باندې باور لري ۔

ترهه ګرۍ پاکستان زيات ځپلې دې،وزيراعظم شهباز شريف

وزيراعظم په خپل تقرير کښې پاکستان کښې روان د ترهه ګرۍ د بريدونو ذکر هم وکړو او وئې وئيل چې ترهه ګرۍ لوجې پاکستان د ټولو ملکونو نه زيات نقصانات برداشت کړيدي،د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د پاکستان نوي زره عام وګړي،امنيتي اهلکار او د ژوند مختلف شعبو سره تعلق لرونکي شهيدان شوېدے او په معاشي توګه د پاکستان ۱۵۲ ارب ډالر نقصان شوېدے، وزيراعظم شهباز شريف واضحه کړه چې پاکستان دا قربانۍ او نقصانات د خپل مفاد کښې نه دي ورکړې بلکې د سيمې او نړۍ لپاره مو دا قربانۍ ورکړيدي، د پاکستان د قربانو مثال موندل ګران دي ، وزيراعظم د پاکستان بدامنۍ کښې بهرملکي سازشونو ذکر هم کړېدے او وئيلي ئي دي چې د منطقې ځني ملکونه دهشت ګردي د سياسي مقصد لپاره استعمالوي پاکستان هم د دې قسمه عناصرو د ترهه ګرۍ ښکار دے، په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کښې روان ترهه ګرۍ بريدونو او جعفر ايکسپريس حملې بشمول ډير واقعات داسې دي چې پکښې د نورو ملکونو لاس وو او پاکستان سره په دې حواله ثبوتونه هم موجود دي تر څو چې دا قسمه پيښو کښې ککړ ذمه وار کسان او د دوي سهولت کار ختم کړي شوي نه وي پاکستان کښې امن نشي راتلې خو پاکستان حکومت او قانون نافذ کونکي ادارو پوخ عزم کړېدے چې ترهه ګرو او د دوي مرستيالو له به هرحال کښې شکست ورکوؤ۔

افغانستان سره ښه تعلقات غواړو،وزيراعظم

وزير اعظم شهباز شریف د پاکستان او أفغانستان په اړیکو هم تفصيلي خبرې کړيدی،وئيلی ئې دی چې افغانستان زمونږ ګاونډې او ورور هيواد دے دواړو هيوادونو ترمنځ ښه اړيکې د اولسونو په ګټه کښې دی د پاکستان هميشه دا کوشش وی چې افغانستان سره مضبوطې اړيکې ولري. وزير اعظم وينا ترمخه پاکستان په پرامن او مستحکم افغانستان باندې يقين ساتی ځکه چې دا نه صرف د پاکستان بلکه د منطقې او نړۍ د ملکونو په مفاد کښې دے.اسلامي امارت سره تعلقاتو په حواله وزير اعظم شهباز شريف وئيل چې
ښه تعلق دار او ګاونډی ملکونو په حيثیت د معاشي شراکت دار په توګه افغانستان سره يوځائې تلل غواړو دې لپاره ضروري ده چې د دواړو هيوادونو د حکومتي چارواکو ترمینځ د رابطو او تعاون دې جاری وساتلې شی کابل کښې تيره مياشت شوې سه فريقي ملاقاتونه به مستقبل کښې د دواړو ملکونو په اړيکو مثبت اثرات ولري

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.