د چین د تیانجن په ښار کې د شنګهای همکارۍ سازمان د مشرانو سرمشریزه پیل شوې ده
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د غونډې لپاره ورسېدلې او د چین ولسمشر شي جین پینګ په تود هرکلي سره بدرګه کړ
د پرانیست غونډې پر مهال د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د نورو هېوادونو مشران هم حاضر وو. د غونډې له پیل وړاندې د غړو هېوادونو مشرانو ګډ انځور واخستلو
مهمه ده چې په دې مهمه غونډه کې د ګډون لپاره د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان هم تیانجن ته رسېدلی دی
د چین ولسمشر خبرې او د شپې ډوډۍ
ولسمشر شي جین پینګ په خپلو خبرو کې وویل، د غونډې مهم مأموریت د ټولو غړو تر منځ یو والۍ او ورورولي رامنځته کول دي او د همکاریو د بهیر پیاوړتیا او د پرمختګ لپاره د عمل یو ګډ نقشه جوړول دي. هغه د ګډونوالو په ویاړ کې عشایه ، د شپې ډوډۍ هم ورکړه او د کلتوري پروګرام ننداره هم وشوه.
ټاکل شوې چې د غونډې په دویمه ورځ د غړو هېوادونو مشران ویناګانې وکړي. شهباز شریف به د پاکستان دریځ وړاندې کړي، د نړیوالو ستونزو یادونه به وکړي او د سیمې د ثبات او همکاریو لپاره د
شنګهایی همکاریو سازمان د رول پیاوړتیا وړاندیز به وکړي

د شهباز شریف مهمې لیدنې
شهباز شریف د پرانیستې غونډې پر مهال له پوتین سره لنډه ستړي مشي او خبرې وکړې. همداراز هغه د ترکیې له ولسمشر اردوغان سره ځانګړې لیدنه وکړه چې پکې د فلسطین د خرابېدونکي وضعیت، د پاک–ترک دوه اړخیزو اړیکو او د سیاسي، اقتصادي او دفاعي همکاریو په اړه خبرې وشوې.
په تیانجن پوهنتون کې د استادانو او زده کوونکو سره په خپله وینا کې شهباز شریف وویل: “چین د خپل خلکو د فقر له منځه وړلو په برخه کې نړۍ ته یو ماډل وړاندې کړی دی. د فقر له منځه وړل زموږ د حکومت لومړیتوب دی.” هغه زیاته کړه چې د پاکستان ۶۰٪ نفوس ځوانان دي او شاوخوا ۳۰ زره پاکستانی محصلین په چین کې زدکړې کوي
شهباز شریف به د سپټمبر په ۴مه په بیجینګ کې د پاک–چین پانګونې غونډې مشري وکړي او له سترو سوداګریزو مشرانو سره به لیدنې وکړي.
د چین ولسمشر په نړیواله کچه خبرې
د شانګهایی همکاریو سازمان د غونډې په ترڅ کې شي جین پینګ ویلي چې یوازې د “سیمهییز امنیت او ثبات” ساتنه نه ده، بلکې د غړو هېوادونو د پرمختګ او سوکالۍ د ودې لوی مسؤلیت هم ور اضافه شوی دی. د شینهوا خبر له مخې، هغه څرګنده کړه چې دا سرمشریزه د ټولو غړو تر منځ یووالې او پر همکارۍ د نوې انرژۍ راوستلو مهم مأموریت ترسره کوي. د هغه په وینا، د ګډو هڅو په نتیجه کې به لا بریالۍ شي، د غړو تر منځ به یووالی زیات کړي او ایس سي او به د سیمې په پرمختګ کې لوی رول ولوبوي
د مودي او شي لیدنه
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم له اوو کلونو وروسته لومړی ځل د په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی. هغه له شي جین پینګ سره په کتنه کې ویلي، نوي ډیلي د چین سره د اړیکو د ښه کولو لپاره ژمن دی. دواړو هېوادونو پرېکړه کړې چې د سرحدي اختلافاتو د اوږدمهالې لانجې پر ځای د همکارۍ نوې فضا رامنځته کړي.
مودي وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ د هیمالیه پر لانجمنه پوله اوس “امن او ثبات” رامنځته شوی، حال دا چې په ۲۰۲۰ کې دلته خونړي نښتې شوې وې
د هندي پروپاګند بې نقابه کېدل
د شانګهایی همکاریو سازمان اصلي مقصد او سیمهییزه ګډه امنیتي همکاري، پرمختګ او ثبات دی، خو هندوستان هڅه وکړه چې دغه غونډه د پاکستان پر ضد د پروپاګند وسیله وګرځوي. هندي رسنیو هڅه وکړه چې ترهګري له پاکستان سره وتړي، حال دا چې دا موضوع له وړاندې د د اجنډا برخه ده. د پاکستان پلاوي په څرګندونو کې وویل چې د سیمې ریښتیني ننګونې فقر، افراطیت او اقتصادي پرمختګ دي .
د ایس سي او شنونکي وایی چې د پاکستان دریځ له مقاصدو سره په بشپړه توګه سمون لري او د همکارۍ پر ځای د تورونو لګول د وخت ضایع ده.
د چین او نورو غړو هېوادونو استازو هم د پاکستان دریځ تائید کړ او څرګنده یې کړه چې دوی به د یو هېواد د پروپاګند وسیله نه ګرځي.
کارپوهان زیاتوي، هند د همکارۍ پر ځای د ټکر لاره غوره کړې چې نه یوازې د هغه نړیوال حیثیت ته زیان رسوي، بلکې په ډیپلوماتیک ډګر کې یې بار بار د شرمندګۍ لامل کېږي. د هغوی په وینا، پاکستان تل د سولې، پرمختګ او سیمهییزې همکارۍ ملاتړی پاتې شوی، خو هند ددې مثبتو هڅو په برعکس د شخړو او کرکې فضا توده ساتل غواړي