تازه خبرونه

لاهور کې محکمې هندي ترهګر ته سزا اورولې

مجرم پخوا د هند پاسپورټ لرلو، او د جاسوسۍ تور پرې دی، اوس د افغانستان تابعیت لري
لاهور کې محکمې هندي ترهګر ته سزا اورولې

که څه هم هند ادعاوې کوی چې دوی په پاکستان کې ترهګري نه کوي خو داسې ترهګر مخې ته راشي چې د محکمې په دوی ثابته کړي چې دوی په پاکستان کې په ترهکرۍ کې ککړ دی

د پاکستان پنجاب صوبه کې د لاهور یو د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې د هندي ترهګر عثمان ته د بند سزا اورولې ده

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې هندي ترهګر عثمان په ضد په کال ۲۰۲۴ کې د سي ټي ډي لاهور لوري مقدمه درج شوې وه او چې نن ی عملي کړه او هغه ته د بند سزا واورول شوه

محکمې مجرم عثمان چې د عبدالرحمان په نوم هم پېژندل کېږي، په مجموعي توګه یې د شلو ۲۰ کلو په بند محکوم کړو

د مقدمي څارنوال (پراسیکیوټر) په وینا، مجرم پخوا د هند تابع و او د جاسوسۍ تور پرې دی، اوس د افغانستان تابعیت لري. څارنوال زیاته کړه چې عثمان د چمن له لارې پاکستان ته داخل شوی و او له هغه څخه د چاودېدونکو موادو زېرمه ترلاسه شوې وه

دا هم باید یادونه وشی چې هند که یو اړخ ته پاکستان د ترهګرۍ بې بنیاده او د درواغو تورونه لګوی نو بل اړخ ته د هند تبع لرونکي ترهګر په پاکستان کې د ترهګرۍ په تور نیول کیږي، عدالت ته وړاندې کیږي او بیا په دوی عدالت دا تور ثابتوي چې دوی په ترهګرۍ کې ککړ دی

Related Articles

پاکستان ادعا کوي چې د سرحدي کړکېچونو په منځ کې په «غصب للحق» عملیاتو کې سلګونه طالبان وژل شوي دي

March 3, 2026

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ډیپلوماټانو ته د پاکستان-افغانستان اړیکو په اړه معلومات ورکړل او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره یې پر ځان‌کنټرول ټینګار وکړ

March 3, 2026

په افغانستان کې د طالبانو دیني عالمان د تاوتریخوالي د توجیه لپاره دین کاروي، چې د سیمه‌ییز امنیت او سرحدي وسله‌والو ډلو لپاره خطرونه زیاتوي

March 3, 2026

مسؤلانه څرګندونې د پاکستان د یووالي، ټولنیز هماهنګۍ، او اوږدمهاله ثبات د ساتنې لپاره حیاتي رول لوبوي

March 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *