تازه خبرونه

پنجاب کې سیلاب د ۱۷اوولس کسانو ژوند اخستې

د هوا پیژندنې ادارې وړاندوینه ترمخه نن څخه تر ۲ سپتمبر پورې پنجاب، سندهه او د خیبر پښتونخوا په یو شمیر سیمو کې د سختو بارانونو امکان دې
پنجاب کې سیلاب د ۱۷اوولس کسانو ژوند اخستې

د پوهانو او رسنیو راپورونو ترمخه راوي او چناب کې د خپل وخت زیات سیلابي څپې راغلي دي چې په پنجاب کې ی ویجاړي رامنځته کړې ده

د پنجاب صوبې په چناب، ستلج او راوي سیندونو کې د پرله‌پسې اوبو د زیاتوالي له امله د پنجاب ګڼې سیمې د سختو سیلابونو لاندې راغلي دي

د حفاظتي بندونو د ماتېدو له کبله سلګونه کلي او ابادۍ تر اوبو لاندې شوي۔

او اوولس ۱۷کسانو ژوند له لاسه ورکړې او په زرګونو کسان بې کوره شوي دي ،په لاهور کې ګڼ شمېر سیمې د سیلاب تر اغېز لاندې راغلي دي

د راوي سیند په شاهدره سیمه کې د سخت لوړ کچې سیلاب راپور شوی چې له امله یې

فرخ‌آباد، عزیز کالوني، امین پارک، افغان کالوني، شفیق‌آباد او مریدوالا سیمې زیانمنې شوي دي. د رینګ روډ ترڅنګ د بادامي باغ سیمه ګڼې برخې هم د اوبو لاندې شوې دي، په چوهنګ کې د یوې شخصي ښارګوټي اوسېدونکو کډه کړې ده

په نارنګ منډۍ راوي سیلابي څپو د نارنګ منډي زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده او د مواصلاتو نظام ګډوډ شوی چې له امله یې د شکرګړهه نارووال سرک په اوبو کې ډوب شوې، قلعه احمد اباد کې د اورګاړي پټلۍ هم په سیلابي اوبو کې ډوبه شوې چې له امله ی د ریل تګ راتګه هم اغیزمن شوې دې

په سیمه کې د کرکروندې پټي او فصلونو د زیاتو اوبو راتلو له امه له منځه تللي دي

د چینوټ په لالیا تحصیل کې د اوبو لپاره تړل شوې حفاظتي بند هم د زیاتو اوبو له امله شلیدلې چې له امله ی سلو زیات کورونه اوبو کې ډوب شوي او په زرګونو ځایی خلق له سیمې کډه شوي
په چینوټ کې له ۸ اته لکه۵۳۰۰کیوسک زیاته د اوبو څپه له سیمې تیریږي

د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه

د هوا پېژندنې ادارې د راپور له مخې، له نن نه تر دویم سپتمبر پورې د سختو بارانونه امکان دې

د هیواد په ملتان، ډي جي خان، راجن پور، لیه، بهکر، ساهیوال، بهاولپور او رحیم یار خان کې په ۲۹ او ۳۰م اګست د سختو بارانونو له امله ټیټې سیمې په اوبو کې د ډوبیدو اندیښنه ده.

د خیبر پښتونخوا په سیمو کې هم په ۲۹ او ۳۰م اګست د سختو بارانونو امکان دې، په ملاکنډ او هزاره ډویژن، آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان کې د غرښویدنې او د یخچالونو د شلیدلو اندیښنه ده.

د هوا پیژندنې ادارې له مخه کراچۍ، ټهټه، سجاول، بدین ، تهرپارکر کې د سختو بارانونو له امله د سیلابي څپو راتللو او په بلوچستان کې د غرښوویدنې اندیښنه څرګنده شوې ده

Related Articles

محکمې د پرله‌پسې نه حاضرېدو له امله د علیمه خان پر ضد ناقابلِ ضمانت د نیولو حکم صادر کړ او د قانون له مخې یې پر حساب ورکونې ټینګار وکړ

February 24, 2026

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *