تازه خبرونه

ټرمپ په هند اقتصادي ګوزار کړې: په هند یی ۵۰ سلنه ټیکس ولګول

دا نړۍ لپاره یو لوی مثال دې چې نن په نړۍ کې دوه مخې سیاست نه چلیږي، هند ی ژوندې مثال دې چې د ټرمپ لوري ی یو لوی اقتصادي ګوزار اوخوړلو.
ټرمپ په هند اقتصادي ګوزار کړې: په هند یی ۵۰ سلنه ټیکس ولګول

هند غوښتل په یو وخت له روس سره هم اقتصادي او ستراتیژیکي اړیکې ټینګې کړي خو دا ی په خپل زیان تمامې شوي او هند د ټرمپ لوري د ټیکسونو په دام کې راګیر شو

واشنګټن : د امریکا او روس دواړو سره یو وخت د اړیکو ساتلو د نرېندرا مودي پالیسیو هند د اقتصادي ستونزو ښکار کړې دې.

د هندوستان وزیراعظم نرېندرا مودي هغه تګلاره چې غوښتل یې له امریکا او روس دواړو څخه په یو وخت کې ګټه واخلي، اوس پر خپله هند ته ګرانه تمام شوې ده، هند د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ د امریکا پر ځای له روس څخه د تېلو اخیستلو کچه لوړه کړه خو دا پالیسي ی ناکامه شوه او ټرمپ په هند د ټیکس لګولو پریکړه وکړه

د دې پایله دا شوه چې امریکا د هند په دوه مخي سیاست پوهه شوه او د هندي صادراتو پر وړاندې یې تر ۵۰ سلنه پورې دروند محصول ولګاوه، چې د هندي اقتصاد لپاره خطرناک ګڼل کېږي

د امریکا دریځ
امریکايي چارواکو څرګنده کړې چې د روس د تېلو اخیستل د روس د جنګي وسلو ملاتړ کولو سره برابر دی. د همدې لپاره د ټرمپ ادارې پرېکړه وکړه چې د هندي تولیداتو پر وړاندې د ۵۰ سلنه ټیکس ،ټیرف ولګوي.

د صادراتو زیان
هند هر کال امریکا ته شاوخوا ۸۷ میلیارد ډالرو په کچه صادرات کوي، چې له دې جملې ۵۵ سلنه صادرات اوس له خطر سره مخ دي. په دې کې ټیکسټایل، انجینرۍ اړوند تولیدات او د آی ټي سکتور توکي شامل دي.

د سیمه ایز هیوادونو ګټه
نړیوال اقتصادپوهان وايي، د امریکا دا اقدامات به یوازې د هند اقتصاد کمزوری نه کړي، بلکې د سیمې هېوادونه لکه بنګله دېش او چین به ترې ګټه پورته کړي او د امریکا او نړیوالو بازارونو برخه به د هند پر ځای ترلاسه کړي.

د امریکا تورونه
د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بیسنټ، پر هند ښکاره تور ولګاوه چې د اوکراین له جګړې څخه یې ناوړه ګټه پورته کړې ده. د هغه په وینا، هند د روس خام تېل په ټیټه بیه اخلي، تصفیه کوي او بیا یې د نړیوالو بازارونو پر مخ پلوري. دا ښيي چې هند له نړیوال کړکېچ او جګړو څخه د اقتصادي ګټې هڅه کوي.

د هندي بازارونو اغېز
د امریکا له خوا د ټیرف لګولو وروسته، په تېرو درې میاشتو کې هندي بازارونه سخت اغېزمن شوي دي. د هندي روپۍ ارزښت د درې اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته راولوېد .

د هندي روپۍ ارزښت د درې اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته راولوېد او د يو ډالر په وړاندې په ₹۸۷.۶۸ بند شو، په همدې وخت کې د این ایس ای، او بی ایس ای شاخصونه ۱ سلنه راټیټ شول.

د دوه اړخیز سیاست ناکامي


په نن وخت کې د هند له امریکا او روس دواړو سره د اړیکو د ساتلو هڅې د هندي اقتصاد لپاره سترې ستونزې رامنځته کړې دي. امریکايي ټیکسونه ښيي چې هند د خپلو ګټو لپاره داسې اقدامات کړي چې نور یې نه په سیمه ییزه کچه او نه په نړیواله کچه له یواځې کیدو څخه ژغورلای شي.

اقتصادي شنونکي وايي، له نړیوال کړکېچ او جګړې څخه د ګټې اخیستلو پر ځای، دا کار پر هند ډېر ګران تمامېدای شي

د امریکا د ټیکس لګولو اصلي موخه دا ده چې پر هند فشار واچوي تر څو د امریکا او د هغې د متحدینو تر څنګ ودریږي. هغه پرېکړه چې هند یوازې “اقتصادي ګام” بللی و، اوس په یوه ستراتېژیک غبرګون بدله شوې ده، او د دواړو هېوادونو تجارتي اړیکې په لنډ وخت کې بدلې شوې دي

Related Articles

د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت کې د مخالف ګوند مشر ډاکټر عباالله پوښتنه کړې چې په دومره لویه اندازه کې صوبایی حکومت ته ورکړل شوې فنډ کوم ځای خرڅ شوې دې

January 26, 2026

د افغانستان طالبانو پر نوی قانون دیني عالمانو د ژورو اندیښنو څرګندونه کړې ده او دای اسلام سره په مخالف بللې دې

January 25, 2026

د یوټیوب چینل چلوونکي او پخواني پوځي افسر عادل راجا قضیه ښيي چې څنګه ډیجیټلي پلیټفارمونه هم سیاسي ګډوډۍ رامنځته کولو او هم مالي ګټې لپاره کارول کېږي

January 24, 2026

د خیبر انتظامیه لوری د تیراه خلکو ته سپارښتنه شوې ده چې د خراب موسم وضعیت له امله دې دوی له سفر څخه ډډه وکړي

January 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *