د امریکا اولس مشر ډونلډ ټرمپ لوري چین باندې د لا زیات ټیکس لګولو یو تازه بیان او ګواښ مخې له راغلې دې او ټرمپ ویلي دي چې امریکا سره داسې انتخابونه شته چې چین به له منځه یوسي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هند ته په خپل تازه بیان کې ویلي دي چې چین مقناطیس ورنه کړي، ۲۰۰ سلنه محصول به پرې ولګوو
ټرمپ رسنیو سره خبرواترو کې اوویل چې مونږ د ټېرف لګولو ځواک لرو، هغه زیاته کړه چې که پر چین ۱۰۰ یا ۲۰۰ سلنه محصول ولګوو، نو له دوی سره به هېڅ کاروبار پاتې نه شي، او که دا کار اړین شو نو په پایله کې به ی امریکا ته هېڅ ستونزه نه وي. .”
هغه ومنله چې د دومره درنو محصولاتو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پرې کېدو خطر نور هم زیاتیدلې شي
ټرمپ زیاته کړه چې د مقناطیس په موضوع کې هم امریکا ځواک لري او هم چین، خو امریکا داسې انتخابونه لري چې د هغوی د کارولو په صورت کې چین له منځه تللې شي.
دلته دا مهمه ده او باید یادونه وشي چې ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ کړکېچ زیات شوی دې. .
یاده دې وي چې د نړۍ د مقناطیس نژدې ۹۰ سلنه بازار د چین په لاس کې دی، کوم چې په
کنډکټرز په جوړولو کې کارولې شي. نوې عصري ټکنالوژۍ او سمارټ فونونو کې د سیمي
مهمه ده چې په تیرو میاشتو کې چې له ټرمپ لوري په چین د محصولاتي ټیکس لګولو ګواښ کړې وو او ټیکس ی زیات کړې وو نو چین امریکا ته هم ګواښ کړې وو چې سره هم انتخاب شته دې.
باید یادونه وشی چې تېر اپرېل میاشت کې چین د امریکا ټیکس لګولو په ضد ګام کې د ځواب په توګه ګڼ نایابه منرالونه او مقناطیس د خپلو صادراتي بندیزونو په لېست کې شامل کړي وو