تازه خبرونه

او آئي سي خارجه وزيرانو اجلاس،پاکستان په غزه د اسرائيل قبضې او ګريټر اسرائيل منصوبه مسترد کړېده

غزه کښې فوري جنګ بندي او د فلسطنيانو خلاف د اسرائيل جنګي جرمونو احتساب پکار دے، خارجه وزير اسحاق ډار
او آئي سي خارجه وزيرانو اجلاس،پاکستان په غزه د اسرائيل قبضې او ګريټر اسرائيل منصوبه مسترد کړېده

ګريټر اسرائيل منصوبه به چرې هم تسليم نه کړو،اسحاق ډار

د اسلامي تعاون تنظيم د خارجه وزيرانو هنګامي اجلاس د سعودي عرب په جده ښار کښې شوېدے،اجلاس دوران د فلسطنيانو خلاف اسرائيلي جارحيت کښې اضافې او د اسرائيل لخوا په غزه د قبضې منصوبې په معاملو غور شوېدے،د اجلاس ګډون والو غزه کښې انساني بحران باندې د تشويش اظهار کړېدے او د اسرائيل لخوا د غزه محاصرې لوجې د قحط او لوږې د لاسه په سوؤنو فلسطنيانو په مرګ د افسوس اظهار کړېدے ۔ اجلاس ته وينا په وخت خارجه وزير اسحاق ډار په غزه او د فلسطين په مقبوضه کښې د فوري او په مستقل توګه د جنګ بندۍ مطالبه کړيده ۔ د اسحاق ډار وينا وه چې پاکستان د غزه په مغربي کنارې او مقبوضه بيت المقدس نه د فلسطنيانو په زور زبردستې د خپلو کورونو نه شړلو او په مقبوضه سيمو کښې د اسرائيلو غيرقانوني آباد کارۍ مذمت کوي ۔دخارجه وزير وينا ترمخه په غزه د اسرائيل د قبضې منصوبه د فلسطنيانو وجود ختمول دي، ګريټر اسرائيل منصوبه پاکستان ته په هيڅ صورت کښې قبول نه ده د نړۍ په هر فورم به د دې خلاف آواز پورته کوؤ، اسحاق ډار په فلسطنيانو خلاف د اسرائيل ظلمونو په سختو ټکو کښې غندنه کړېده، وئيلي ئي دي چې تير دوه کالو راهسې په بے ګناه فلسطنيانو اسرائيل پوځ د ظلمونو انتها کړيده او د فلسطنيانو نسلونه ختمولو لپاره په لويه پيمانه ئې د دوي قتل عام شورو کړېدے خو د افسوس مقام دے چې نړي واله ورورلي او متحده قامونه په دې ظلم او زياتي باندې خاموشي خپله کړيده ۔ خارجه وزير د نړي والې ورورولۍ نه مطالبه کړېده چې غزه کښې فوري او مستقل جنګ بندۍ لپاره دې کوششونه وکړي د فلسطنيانوخلاف جاري د بشري حقونو خلاف وزرو دې نوټس واخلي اود اسرائيل د جنګي جرمونودې احتساب وکړي ۔ اسحاق ډار د سلامتي کونسل نه مطالبه کړيده چې غزه کښې محصور شوي د فلسطنيانو د تحفظ لپاره نړي وال فورس تعينات کړي ۔ اسحاق ډار خپل تقرير کښې دا هم وئيلي دي چې فلسطين د پاکستان او مسلمان ملکونو لپاره خصوصي اهميت لري د فلسطنيانو د حق خوداراديت او امن لپاره به پاکستان د اسلامي تعاون تنظيم او عرب ملکونو سره په شريکه مبارزه جاري ساتي ۔

Related Articles

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

د شنونکو په وینا، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د مختلفو وسله‌والو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *