د کراچۍ په لوی اقتصادي ښار کې د ترهګري کولو او خپرولو لویه هڅه شنډه کړې شوې ده او اړوند چارواکو د هند استخباراتي ادارې را یو ایجنټ نیولې دې.
د راپور ترمخه د هندوستان د استخباراتي ادارې را یو لویه شبکه نیول شوې ده، په دې اړه
ایډیشنل آی جی سي ټي ډي آزاد خان د ترهګرو دې نیټورک په اړه ټول جزیات وړاندې کړي دي
ایډیشنل آی جی آزاد خان ټول جزئیات څرګند کړل چې د معلوماتو له مخې
د وفاقي حساسو ادارو په همکارۍ د کراچۍ په ښار کې د “را” یوه لویه شبکه بربنډ کړی او څو مهم کسان یې هم نیولي دي

ایډیشنل آی جی آزاد خان د مطبوعاتي کانفرنس پر مهال وویل: د مې پر ۱۸مه د بدین د ماتلي سیمې په یوه پېښه کې د ټولنیز کارکوونکي عبدالرحمان د وژنې تر شا د هند استخباراتي اداره را مستقیم لاس درلود. عبدالرحمان د سیمې د فلاحی کارونو له امله پېژندل کېده. د پېښې سی سي ټي وي فوټیج کې درې تورن کسان لیدل شوي وو. د پېښې سمدستي وروسته د هند رسنیو جعلي پروپاګنډه وکړه چې ګواکې په پاکستان کې د هند دښمن په نښه شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د څېړنو پر مهال څرګنده شوه چې د دې قتل ماسټر مایند د خلیج په یوه هېواد کې مېشت د “را” ایجنټ سنجې کمار عرف فوجي و. سنجې د زیاتو پیس په بدل کې د شیخوپورې اوسېدونکی سلمان وګوماره. سلمان د کراچۍ له هوايي ډګر پاکستان ته راغی او په حیدرآباد کې یې په یوه هوټل کې پریښودل. د هغه څلور ملګري د مریدکې او شیخوپورې نه ورسره یو ځای شول، چې په ماتلي کې یې پنځه ورځې څارنه وکړه.

ایډیشنل آی جی وویل، د پېښې په ورځ ملزمان شکیل، عبید او سجاد عبدالرحمان ووژلو، په داسې حال کې چې سلمان او عمیر د حیدرآباد په هوټل کې پاتې وو او د عملیاتو مشري یې کوله. پېښې وروسته سلمان د کراچۍ نه خلیجي هېواد ته تښتېدلی او بیا نېپال ته لاړو
د هغه په وینا، د تخنیکي شواهدو پر اساس د جولای پر ۸مه څلور تورن کسان عمیر اصغر، سجاد، عبید او شکیل ونیول شول. وروسته د اګست پر ۱۷مه ارسلان او د اګست پر ۲۲مه یو بل کس هم ونیول شو. د نیول شوو کسانو له قبضې نه د قتل کارېدلې تپوس، موټرسایکل او موبایل تلیفونونه ترلاسه شول.
آزاد خان زیاته کړه: په څېړنو کې دا هم څرګنده شوه چې د “را” لخوا د دې برید لپاره زیاتې پیسې د بانکونو او نورو لارو رالیږل شوې وې. همدارنګه څرګنده شوه چې یوې بېلتونپالې ډلې د دې پېښې په اسانتیا کې برخه اخیستې، چې څېړنې پرې روانې دي او نورې نیونې هم کېدای شي.
ایډیشنل آی جی وویل: نیول شوو کسانو نه یوازې دا منلې چې د “را” لپاره یې د ځايي ایجنټانو په توګه کار کاوه، بلکې د یوې ناقانونه ډلې سره یې تړاو هم ثابت شوی دی. هغوی په کراچۍ کې د ترهګرۍ د بېلابېلو پلانونو انکشاف هم کړی دی.
هغه ټینګار وکړ: د پاکستاني وګړو په وژنه کې د “را” لاس لرل به په هر نړیوال فورم راپورته کړو