تازه خبرونه

د چين خارجه وزير وانګ اي پاکستان دوره،حکومتي او پوځي مشرانو سره ملاقاتونه،دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا اتفاق

وانګ اي د پاکستان څوکالۍ او خپلواکۍ لپاره د چين مرستې جاري ساتلو باور ورکړے،د کامياب دورې وروسته وانګ اي واپس تلي

1 min read

د چين خارجه وزير وانګ اي پاکستان دوره،حکومتي او پوځي مشرانو سره ملاقاتونه،دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا اتفاق

چين خارجه وزير دوره ،سياسي او پوځي قيادت سره مهم ملاقاتونه

August 22, 2025

د پاکستان په درې ورځنې دوره راغلي د چين خارجه وزير وانګ اي د پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونه کولو وروستو خپل هيواد ته واپس تلې دے ۔ د دورې په مهال وانګ اي پاک ۔ چين وزرائے خارجه شپږم سټريټجک ډائيلاک کښې شرکت کړي وو او د خپل هم منصب اسحاق ډار سره ئې په شريکه د دې اجلاس صدارت کړي وو ۔ پاکستاني سياسي قيادت سره د ملاقاتونو لومړي مرحله کښې وانګ اي د وزيراعظم شهباز شريف سره ليده کاته کړي وو او ورسره ئې دوه اړخيزه اړيکو پراختيا،تجارت،سرمايه کارۍ سي پيک بشمول نورو شعبو کښې همکارۍ پراخه کولو او د سيمې په صورتحال خبري کړې وې ۔ ملاقات په مهال وزيراعظم شهباز شريف په سي پيک فيز ټو منصوبې په پرمختګ د اطمينان اظهار کړېدے او وئيلي ئي دي چې چين سره تجارت،سرمايه کارۍ،کرکيله،معدنيات،مائيننګ او د ائي سي ټي بشمول نورو شعبو کښې تعاون مضبوطول غواړؤ ۔ وزيراعظم د پاکستان خپلواکۍ او د سيمې استحکام په حواله پاکستان سره د چين د مرستو ستائينه کړې او د چين د حکومت شکريه ئې ادا کړيده ۔ وانګ اي په دې موقع ووئيل چې پاکستان خپل باورې شراکت دار ملګرې ګڼو، د دواړو ملکونو تعلقات لکه د اوسپنې د ديوال مضبوط دي او وخت تيريدو سره دوه اړخيزه اړيکي وده مومي ۔ وانګ اي زياته کړه چې د سيمې د امن او څوکالۍ لپاره به چين د پاکستان سره په شريکه کوششونه جاري ساتي ۔

هيڅ قوت د پاکستان او چين ملګرتيا نشي ختمولې،صدر زرداري

د چين خارجه وزير ايوان صدر ته هم ورغلې او د صدر مملکت آصف علي زرداري سره ئې ملاقات کړېدے ۔ صدر زرداري د چين د خارجه وزيروانګ اي د دورې او اسلام آباد ته د هغه د راتګ هرکلي کړېدے او وئيلي ئي دي چې دا دوره به د دواړؤ ملکونو ترمينځ د اوږدو مودو راهسې قائم د ملګرتيا او ورورلۍ رشته نوره هم مضبوطه کړي ۔ صدر زرداري سي پيک د چين د صدر شي جن پنګ د “بيلټ اينډ روډ انيشيټو” مهمه برخه ګرځولي ده او وئيلي ئي دي چې دې منصوبه د دواړو ملکونو ترمينځ سټريټجکي تعاون،سيمه ايز رابطې او د اقتصادي پرمختګ خوب په حقيقت کښې بدل کړېدے ۔ د چين خارجه وزير د پاکستان دوره ګټه ور ګرځولي او وئيلي ئي دي چې د دواړو ملکونو ملګرتيا د نسلونو راهسې قائم ده کومه چې په اعتماد او جامع سټريټجک شراکت دارۍ باندې مشتمل ده او چېن په دې ملګرتيا وياړ کوي،وانګ اي اسلام آباد ته په راتګ او د چين د وفد ميلمستيا کولو باندې د پاکستان د حکومت شکريه ادا کړيده او وئيلي ئي دي چې د رابطو او ملاقاتونو دا سلسله به هم دغه شان دوامداره وي او بيجنګ ته د پاکستاني مشرانو د راتګ په طمع يو۔ د پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري او وفاقي وزيران هم په د دې ملاقات په مهال موجود وو ۔

د پاکستان مسلسل ملاټر باندې د چين مننه کوؤ،فيلډمارشل عاصم منير

چين ته واپس تلو نه مخکښې خارجه وزير وانګ اي او هغه سره راغلي وفد د فيلډ مارشل عاصم منير سره هم ليده کاته کړيدي ، آئي ايس پي آر ترمخه د ملاقات په مهال د شريکې دلچسپې په معاملو د ترهه ګرۍ د مخ نيوي او د سيمې سيکيوړټۍ په صورتحال د خيالاتو بدلون شوېدے ۔ دواړو مشرانو د پاکستان او چين ترمينځ سټريټجک شراکت داري مستحکم کولو نه علاوه د امن او استحکام لپاره په سيمه ايز او نړي وال فورمز د دواړو ملکونو تعاون سيوا کولو عزم کړېدے ۔ په دې موقع د چين خارجه وزير وانګ اي وئيلي دي چې د پاکستان د ترقۍ او حاکميت لپاره به چين د پاکستان ملاټر جاري ساتي ۔ فيلډ مارشل عاصم منير د پاکستان مسلسل ملاټر جاري ساتلو باندې د چين د واکمنو شکريه ادا کړيده ۔ آئي ايس پي آر بيان کښې زياته کړي شويده چې دې ملاقات دوران د منطقې امن،استحکام او څوکالۍ د پرمختګ لپاره مشترکه کردار ادا کولو د عزم اظهار هم شوېدے ۔ د پاکستان دوره مکمل کولو نه پس خپل هيواد ته واپس تګ باندې خارجه وزير اسحاق ډار خپل هم منصب وانګ اي ته په مخه ښه وئيلي وو ۔

Related Articles

په تورخم پوله د افغان ټرانزټ ټریډ سره تړلي سوداګر غوښتنه کوي چې په تورخم پوله دې انټرنیټ سهولتونه چټک کړې شي

September 23, 2025

وژلي شوي ملزمانو څو ورځې وړاندې پوليس کانسټيبل فصيح الدين په ډزو شهيد کړې وو

September 23, 2025

د سرچینو ترمخه د خیبر وادي تیراه په متره سیمه کې د ټي ټي پي یو مرکز کې بارودي مواد ځای په ځای شوې وو چې وچاودیدل او تر ۱۰ لسو زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړو

September 23, 2025

خارجه وزيراسحاق ډار د مينځي ختيځ امن بحالۍ لپاره د پاکستان هلې ځلې جاري ساتو د عزم اظهار کړېدے

September 22, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *