تازه خبرونه

نهم مئي واقعات، عمران خان ته د سپريم کورټ له لوري ريليف، اته مقدمو کښې ضمانت درخواست منظور شوے

فيلډمارشل هيچا له انټريو نه ده ورکړې او نه ئې د عمران خان معافي په حواله څه خبره کړېده،ډي جي آئي ايس پي آر

1 min read

نهم مئي واقعات، عمران خان ته د سپريم کورټ له لوري ريليف، اته مقدمو کښې ضمانت درخواست منظور شوے

نهم مئي واقعات،مختلف مقدمو کښې د عمران خان ضمانت، پي ټي آئي باني د جيل نه نشي راوتلې،عطا تارړ

August 21, 2025

د سپريم کورټ چيف جسټس يحيي آفريدي په مشرۍ کښې درې کسيزه بنچ د پي ټي آئي د مشر ضمانتونه مسترد کيدو په حواله د لاهور هائيکورټ د فيصلې خلاف دائر شوي درخواست سماعت کړېدے ۔ عدالت کښې د سماعت شورو کيدو نه مخکښې په دې بنچ کښې رد بدل شوي وو د جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب په ځائې جسټس حسن اظهر رضوي عدالتي بنچ کښې شامل وو ۔ سپيشل پراسيکيوټر ذوالفقار نقوي عدالت ته دلائل ورکړي وو او وئيلي ئي وو چې په نهم مئي په حساس تنصيباتو او پوڅي مرکزونو باندې د حملو احکامات عمران خان ورکړي وو او د هغه د حکم مطابق پي ټي آئي کارکنانو توړ پهوړ کړې وو۔ خپل دلائلو کښې هغه وئيلي دي چې لاهور هائيکورټ په کوم اته مقدمو کښې د عمران خان د ضمانت درخواستونه مسترد کړي وو د دې مقدمو په ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت کښې کيسونه چليږي ۔ د سماعت په وخت چيف جسټس د پراسيکيوټر نه پوښتنه کړي وه چې آيا د عمران خان څه ثبوتونه يا شهادتونه په دې مقدمو کښې شته او کنه؟ د دې په جواب ذوالفقار نقوي ووئيل چې دې مقدمو کښې د دريو ګواهان بيانونه ريکارډ شويدي ۔ چيف جسټس يحيي آفريدي په خپل ريمارکس کښې وئيلي وو چې عدالت د عمران خان د مقدمو د ټرائيل سره څه کار نه لري خو د هغه له لوري د لاهور هائيکورټ د فيصلې خلاف درخواست جمع شوېدے او عدالت د دې سماعت کوي چې آيا د عمران خان ضمانتونه مسترد کولو په حواله د لاهور هائيکورټ فيصله صحيح وه کنه دې فيصله کښې څه کوتاهۍ يا کمې بيشې شوېدے ۔ دې نه مخکښې د عمران خان وکيل سلمان صفدر عدالت ته ورکړي شوي دلائلو کښې وئيلي وو چې د پي ټي آئي د مشر خلاف چې کومې اته مقدمې دے په هغې کښې په پنځه مقدمو کښې د هغه څه ذکر نشته ۔ د سلمان صفدر وينا وه چې دا نکته مونږ لاهور هائيکورټ کښې د سماعت دوران هم پورته کړي وه ولې عدالت د پي ټي آئي موقف منلو له تيار نه وو ۔ د عمران خان وکيل ووئيل چې ضمانت د ملزم حق وي ولې عدالتونو دوه کالو راهسې عمران خان د دې حق نه محرومه ساتلې دے ۔ د وکيلانو دلائل اوريدو نه پس عدالت د کيس فيصله اورولي ده او د نهم مئي په اته واړه مقدمو کښې ئې د عمران خان ضمانت منظور کړېدے او په دې حواله ئې د لاهور هائيکورټ فيصله هم کالعدم وګرځوله ۔د روانې مياشتې په څليريشتم جون لاهور هائي کورټ د نهم مئي واقعاتو په اته مقدمو کښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت لخوا د عمران خان د ضمانت درخواستونه مسترد کيدو خلاف د پي ټي آئي د اپيل درخواست مسترد کړي او دغه فيصله ئې برقرار ساتلي وه ۔ لاهور ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت تير کال نومبر کښې عمران خان له په اته مقدمو کښې ضمانت ورکولو درخواست مسترد کړي وو۔

آرمي چيف د عمران خان د معافې خبره نه ده کړې،پوځ ترجمان

ډي جي آئي ايس پي آر ليفټنټ جنرل احمد شريف وئيلي دي چې فيلډمارشل عاصم منير هيڅ يو خبريال له انټريو نه وه ورکړے او نه ئې د چا د معافې خبره کړيده ۔خبريالانو سره د غير رسمي خبرو په وخت ډي جي آئي ايس پي آر وئيلي دي چې خبريال چې د سهيل وړائچ د کوم آرټيکل خبره کوي هغه د برسلز يوه دستوره وه چې پکښې موجود ګڼ شمير کسانو د فيلډ مارشل سره يو ځائې تصويرونه هم ويستلي وو خو په دې دستوره کښې فيلډ مارشل نه خو چا له انټريو ورکړيده او نه هغه د عمران خان د معافي يا د کيسونو څه ذکر کړېدے۔ ليفټنټ جنرل احمد شريف وينا ترمخه د ذاتي ګټه او مشهورتيا لپاره يو صحافي د دروغو قيصه خوره کړيده ۔ډي جي آئي ايس پي آر واضح کړيده چې نهم مئي واقعات صرف د پوځ نه بلکه د ټول قام مقدمه ده دې پيښو کښې چې څوک هم ککړ وي،سهولت کاري ئې کړي وي او يا ئې منصوبې جوړې کړې وي د قانون مطابق ورته سزا ملاؤيدل پکار دي ۔ ليفټنټ جنرل احمد شريف د پاکستان خلاف د هند د جارحيت او جنګي عزائم ذکر هم کړېدے او وئيلي ئي دي چې د نريندر مودي دا خيال دے چې د پراکسيز ترهه ګرو او د سهولت کارو په ذريعه به په پاکستان حمله وکړي او دعوي ئې لرله چې هند سره د اربونو ډالر پوځي سامانونه او مشنري ده په آسانه به پاکستان له شکست ورکړو خو پاکستان ورله داسې غاښ ماتې جواب ورکړو چې ټول عزائم او خوبونه ئې ورله دړې وړې کړل ۔ ډي جي آئي ايس پي آر زياته کړيده چې ملک نه ترهه ګري ختمولو په حواله چې د اے پي ايس حملې نه پس سياسي پارټو کومې فيصلې کړې وې په هغې اوسه پورې صحيح معنو کښې عمل درآمد نه دي شوے کله چې حکومت په جرمونو کښې ککړ د غيرقانوني افغانانو د انخلا خبره وکړي نو د ملک ځني سياسي و کريمنل کردارونه اعتراضات شورو کړي او مسائل رامخې ته کوي ملک نه د ترهه ګرۍ لغنت د ختمولو لپاره د نيشنل ايکشن پلان په ټولو نکاتو عمل درآمد ډير ضروري دے ۔


سپريم کورټ په فيصله د پي ټي آئي او حکومت رد عمل

پاکستان تحريک انصاف د نهم مئي واقعاتو په اته مقدمو کښې د پارټۍ د باني چيئرمين ضمانت منظورولو په حواله د سپريم کورټ د فيصلې هرکلې کړېدے او وئيلي ئي دي چې د ملک ستر عدالت هم دا خبره منلي ده چې عمران خان بے ګناه دے او د هغه خلاف هيڅ قسمه ثبوت نشته ۔ د سپريم کورټ د فيصلې نه پس اسلام آباد کښې پريس کانفرنس ته وينا په وخت د پي ټي آئي جنرل سيکتر سلمان اکرم راجا ووئيل چې ډير وخت پس مونږ ته د عدالت له لوري څه ريليف ملاؤ شوېدے۔ د سلمان اکرم راجا او لطيف کهوسه وينا وه چې نن د قام او پي ټي آئي لپاره د خوشالې ورځ ده د سپريم کورټ فيصله د پي ټي آئي د بيانيې ګټه ده عمران خان چې په کوم بے بنياده مقدمو کښې قيد دے ډير زر به دغه مقدمې هم ختم شي او هغه په رها شي ۔ بلخوا وزير اطلاعات عطا تارړ وئيلي دي چې پي ټي آئي دې جشن او خوشالې نه کوي د سپريم کورټ فيصلې باوجود هم عمران خان د جيل نه نشي راوتلے ۔ عطا تارړ وائي چې عمران خان ته يوسل نوي ملين پاونډ کرپشن کيس کښې د څوارلس کالو د قيد سزا اورولې شويده د جيل نه د هغه رهائي څه آسان کار نه دے۔ پريس کانفرنس ته وينا په وخت وزير اطلاعات وئيلي دي چې ضمانت او د مقدمې نه برې کيدو کښې فرق وي ضمانتونه خو قاتلان او ډاکوانو ته هم ملاؤيږي خو د پي ټي آئي مشر په لويه پيمانه کرپشن کولو په مقدمه کښې قيد دے او د نهم مئي د مقدمو
ټرائيل خو هم په عدالتونو کښې روان دے ۔

Related Articles

د بولرانو ناقصه کارکردګی، پاکستان په ۶ وکټو ميچ بائيللے دے

September 22, 2025

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

د افغانستان اسلامي امارت په خبرپانړه کې وایی چې د امریکا لوري د بګرام نیونې خبرې د دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *