تازه خبرونه

د مودي حکومت دوه مخې پالیسي: د روس جوړ ډرون الوتکو کې د هندي پرزو شخړه

کارپوهان وايي، چې د هند مودي حکومت په اړه دا خبرې افشا کیدل د هند هغه دعوه ردوي چې ګواکې په نړیوالو شخړو کې بې طرفه پاتې کېږي

1 min read

د مودي حکومت دوه مخې پالیسي: د روس جوړ ډرون الوتکو کې د هندي پرزو شخړه

هغه ډرون الوتکې چې د هند جوړې پرزې پکې کارول شوي، د دغو الوتکو د بریدونو پایله کې پراخې ویجاړتیاوې او د انسانانو د ژوند زیان رامنځته شوی دی

August 18, 2025

د هند د مودي حکومت دوه مخې او د نړيوال جنګونو کښې د ککړتیا یو بل مهم انکشاف مخې ته راغلې دې چې معلومیږي چې هند په نړیوال جنګونو کې هم ککړ دې.
د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر دا خبره افشا کړې چې هغه روسي ډرونونه چې پر عامو وګړو او ودانیو بریدونه کوي، پکې د هند جوړ پرزې کارول شوي دي. دا افشا کول د مودي د حکومت دوه مخي تګلارې بربنډوي؛ داسې تګلارې چې په نړیواله کچه ځان بې طرفه ښيي، خو په پټه روسیې ته د جګړې لپاره چاروې برابروي چې به اوکرای باندې بریدونه ترسره کړي او جنګ ته دوام ورکړي.

د راپورونو له مخې، د هند پرزې په هغو ډرونونو کې کارول شوي چې څو څو ځله یې پر ښاري سیمو او د ترانسپورټ پر مرکزونو بریدونه کړي دي. د دغو بریدونو پایله کې پراخې ویجاړتیاوې او د انسانانو د ژوند زیان رامنځته شوی دی. خو د نوي ډیلي چوپتیا د دې موضوع په اړه د هغې غیر مستقیمه ښکېلتیا څرګندوي۔

کارپوهان وايي، چې د هند مودي حکومت په اړه دا خبرې افشا کیدل د هند هغه دعوه ردوي چې ګواکې په نړیوالو شخړو کې بې طرفه پاتې کېږي. په حقیقت کې د هند حکومت د روسیې سره خپل ستراتیژیک او اقتصادي اړیکې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو پر وړاندې غوره بللي دي۔

شنونکي زیاتوي، دا دوه مخي تګلارې د روسیې تېری لا پسې زیاتوي او د هند نړیوال شهرت ته زیان رسوي۔

ناقدین وايي، د مودي دریځ دا تریخ حقیقت په ډاګه کوي چې په نړیوالو کړکېچونو کې “هیڅوک د بل چا ریښتینی دوست نه وي”، کله چې ملي ګټې د اخلاقي مسؤلیت پر وړاندې غالبه شي.

دلته باید یادونه وشی چې د هند حکومت دغه تور د نړیوالې ټولنې له لوري د شفافو څېړنو او له نوي ډیلي څخه د سمدستي وضاحت غوښتنه کوي۔

Related Articles

خارجه وزيراسحاق ډار د مينځي ختيځ امن بحالۍ لپاره د پاکستان هلې ځلې جاري ساتو د عزم اظهار کړېدے

September 22, 2025

په کال ۱۹۷۹ کې چې سوویت یونین په افغانستان یرغل وکړو، بیا ی غوښتل دوی ځان ګرمو اوبو ته ورسوي

September 22, 2025

د امريکا غوښتنه د منطقې په هيوادونو څه اثرات غورځوولې شي؟

September 22, 2025

د امریکا افغانستان لپاره پخوانۍ ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد په خپل تازه بیان کې د بګرام هوایی ډګر بیانونه ناسم بللي دي

September 22, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *